fbpx

دوستم په فارياب کې څه کوي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د روان کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه په ارګ کې د جمهوري رياست مرستیال او پخواني ټوپکوال جنرال دوستم د بلخ له زورواکي والي عطامحمد نور سره د ګډې ملېشې د رامنځته کولو ژمنه وکړه او نږدې میاشت وروسته يې د همدې ملېشې پر مټ عمليات پیل کړل.

دوستم د چنګاښ د میاشتې په وروستیو کې شمالي ولایتونو ته سفر وکړ او د ګډ حکومت د امنیتي ځواکونو په ملګرتيا يې د نور له ملېشې سره یوځای د طالبانو پر ضد د « الماس » په نوم عملیات پیل کړل، چې لا هم دوام لري.

نوموړی چې دم ګړۍ د جګړې قومنده په غاړه اخیستې، د عملیاتو په پیل کې اعلان وکړ چې تر هغو به بېرته کابل ته ونه ګرځي چې تر څو يې طالبان له شماله شړلي نه وي.

قومي جګړه

که څه هم دوستم دولتي ځواکونه او خپل ټوپکوال چې په سیمه کې په ګلم جم مشهور دي، د طالبانو پر ضد د عملیاتو په پلمه سره راټول او جګړه پیل کړه، خو د جګړې په پیل کې ګڼو پښتني کورنیو او قومي مخورو ته ګواښونه وشول چې ژر تر ژره سیمې پرېږدي.

د زمري په څلورمه د فارياب له المار، پښتونکوټ او قیصار نه درې زره پښتني کورنۍ کډوالي ته اړ شوي، هغه مهال د فارياب چارواکو بې بې سې ته ویلي و، چې دغه درې زرې کورنۍ د جګړې له وېرې له سیمې نه وتلې دي، خو د المار، قیصار او پښتونکوټ له ولسوالیو نه کډه شوې کورنيو بیا ویل چې دوی ته ملېشو ګواښ کړی و، چې که له سیمې ونه وځي، نو «ټغر به يې ور ټول کړي.»

د دوستم د ملېشو له لوري سوځول شوي کورونه

د دوستم د ملېشو له لوري سوځول شوي کورونه

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشر او د دې جرګې غړی عبدالقادر ځاځی هم وايي چې په سیمه کې پښتانه د طالبانو د ملاتړو په پلمه وژل کېږي، کډوالۍ ته اړ کېږي او نیول کېږي.

ځاځي د زمري په پنځمه په کابل کې له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل چې د فارياب ګڼو اوسېدونکو له هغه سره تلیفوني اړیکې نیولې او د ملېشو له چور، چپاول، قتل او لوټ نه يې شکایتونه کړي دي.

عبدالقادر ځاځی وویل چې ځايي اوسېدونکو ورته ويلي چې د دوستم ملېشې په فارياب کې د طالب له نومه په ګټې د «پښتنو» په وژلو پسې را اخیستې ده.

د کابل پوهنتون استاد او په خواله رسنیو کې فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند هم د سیمې د اوسېدونکو له قوله ورته څرګندونې کوي، نوموړی پخپل فېسبوک پاڼه لیکي: «شیبه مخکې راته له قیصاره ملګرو زنګ وهلی وو، ویلي چې د غلجي، نو اباد، خواجه کندو، توی باش او بخشو سیمو کې د پښتنو کورونه بیګاه شپه لومړی چور او بیا سو ځول شوي دي. محلي ملیشو، اربکیانو او د دوستم عسکرو په سیمه کې د پښتنو وژنو، بې عزته کولو او رټلو ته کار ویلی دی. د غوژ غر په سیمه کې همدا شیبه پښتانه له کورونو شړل کیږي.»

دوستم دم ګړۍ د جګړې قومنده پر مخ وړي

دوستم دم ګړۍ د جګړې قومنده پر مخ وړي

نيوکې

د ګډ حکومت د زرګونو امنیتي ځواکونو په موجودیت کې د دوستم او نور له لورې د ملېشې رامنځته کول هغه مهال هم د ځينو سیاسیونو له لوري تر نیوکې لاندې راغلل، خو رسماً پرې په ارګ کې دوو ریاستونو څه ونه ویل، مګر د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري د دوستم او نور د ملېشو ملتیا د خپلو ځواکونو د روحيې پياوړتیا په ګوته کړه او د دو د دې اقدام ستاینه يې وکړه.

د ولسي جرګې غړي بیا د دوستم له لوري په شمال کې پیل شوې جګړه په پیل کې د قومونو تر منځ د تاوتریخوالي جرړه وبلله او د دې دوو جنګسالارانو ګډ مليشه يي ځواک يې د قومونو تر منځ نفاق پیدا کوونکی وګاڼه.

د زمري د میاشتې په پنځمه په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی ډاکټر رمضان بشردوست وويل، له څلوېښتو کالو راهيسې يو شمېر خلک د هزاره، تاجکو، ازبکو او نورو قومونو مشران شول او د همدې قومونو په سر يې خپل جېبونه ډک کړل، ماڼۍ يې ودانې کړې جريبونو جريبنو ځکمې يې ونيولې او اوس وايي، چې دغه خلک به لنډه موده کې طالبان ورک کړي، مګر دوی دا خبره هېره کړې، چې ملا عمر دوی ټول په يوه منډه له هېواده شړلي وو.

د ميدان ورګو استازي غلام حسين ناصري بيا وويل، چې د ملي اردو او پوليسو په روزنه ډېره درنه پانګه لګېدلې او تر اوسه د دولتي ځواکونو عملياتو هېڅ پايله نه ده لرلې، نو د دوستم او نورو مشرانو شخصي ملېشې به کله په دې وتوانيږي، چې طالبان له منځه يوسي او يا يې کمزوري کړي.

د ټوپکو تر شپېليو لاندې ناست کسان د دوستم ملېشو د طالبانو په نوم نیولي

د ټوپکو تر شپېليو لاندې ناست کسان د دوستم ملېشو د طالبانو په نوم نیولي

تلفات

پر دې سربېره چې د الماس په نامه د طالب پر ضد تر پلمې لاندې پیل شويو عملیاتو په پیل کې زرګونه پښتنې کورنۍ کډوالۍ ته اړ او د دوی سرمایه لوټ شوه، په نږدې څلورو اوونیو کې لسګونه کورونه سوځولي، لسګونه تنه يې وژلي او ګڼ نور يې ژوندي نيولي دي.

د زمري په ۱۴مه چې د دوستم د عملیاتو نږدې دوه اوونۍ پوره کېدلې د فارياب په المار کې يې درې تنه ولسي وګړي شهیدان او ۲۲ کورونه لوټ او وروسته وسوځول چې دوی پرې د طالبانو د پټنځایونو ګومان کاوه، خو ولسي وګړي وايي چې سوځول شوي ټول د عامو وګړو کورونه و.

د فارياب د الما ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په قرايي سیمه کې د چورلکو په بمبار کې د یو سپین ږيري او يوې مېرمنې په ګډون درې تنه شهيدان او د دې کلي دوه وېشت کورونه لو لپه شول.

د قرايي يو تن اوسېدونکي د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته وویل، چې په سوځېدلو کورونو کې ګڼ قران کريمونه، ديني کتابونه او د ښوونځيو کتابونه هم د اور خوراک شول.

د دوی په خبره په سیمه کې نه طالبان موجود و او نه هم د دوستم پر ملېشو ډز شوې دي، خو په وینا يې د دوی کورونه د طالبانو د ملاتړ په تور وسوځول شول.

څو ورځې وړاندې د زمري په ۲۶مه بیا د فارياب د قیصار اوسېدونکو رسنیو ته د دوستمي ملېشو له لوري د ناموس لوټنې شکایتونه وکړل.

د دغې ولسوالۍ اوسیدونکو ازادۍ رادیو ته ویلي چې «په سیداباد ، کتاولنګ وتګو، دوسه قشلاقی کلیو کې چې زموږ کورنۍ په کې ژوند کوي، اربکیانو ان د ښځو کالي هم له ځان سره وړي. د خلکو موټر سایکلونه یې پرېنښودل، نن ورځ یو ساعت وړاندې چور تالان په دغو سیمو کې پیل شو. له میمنې نیولې تر دې قیصاره پورې ټول غله او قطاع الطریق همدا اربکیان دي. دلته راغلي، نه قوماندان شته نه بل څه. د جمهور رییس یو مرستیال وس نه لري چې ددغو کسانو مخه ونیسي. مسلمان دغه کار نه کوي، په خدای قسم ټول عام وژنه يې وکړ».

په افغاني جامو کې ولاړ کسان د طالبانو په نوم نیول شوي دي

په افغاني جامو کې ولاړ کسان د طالبانو په نوم نیول شوي دي

د قیصار دغه اوسیدونکي زیاته کړې چې په ټوله کې د اربکي ملیشو قومندانانو او سیمه‌ییزو وسله‌والو په سیمه کې ظلم و ستم پیل کړی دی:

«د خدای په پار باید د تلیفون یا د بلې هرې وسیلې له لارې باید په دوی فشار راوړل شي، د خدای په خاطر له موږ سره مرسته وکړئ، نه مو ننګ پاتې شو نه ناموس. د میمنې یو اربکی قومندان شمال او څو نور قومندانان چې د قیصار ولسوالۍ دي، چور تالان پیل کړی. د خدای په خاطر دوی ته باید وویل شي چې تاسو مسلمانان يئ، خدای وپېژنئ، چور تالان او خلکو په ناموسونو تجاوز مه کوئ».

د دې عملیاتو په جریان کې چې لا هم روان دي د جګړې دواړو لوريو د ځاني تلفاتو دعوې هم کړې دي، د دوستم ملېشو په خپلو عملیاتو کې د لسګونو طالبانو د وژلو او نیولو خبرونه ورکړي دي چې د سیمې د قومي مخورو له لوري پرلپسې نیول شوي او وژل شوي خلک ولسي وګړي بلل شوي دي.

په تازه راپورونو کې ویل شوي چې دوستم د طالبانو له یوه بريده روغ وتلی دی، دغه بريد پر نوموړي د قیصار ولسوالۍ په لاره کې شوی دی.

پرون – جمعه – د دوستم ډلګۍ جنبش ملي اسلامي مرستیال مسعود احمد مسعود ويل چې د جنرال دوستم په کاروان د قیصار ولسوالۍ په دوآبي سیمه کې برید وشو، خو هغه ترې روغ وتلی.

هغه زیاته کړې چې د کاروان په موټرو او په ځانګړي توګه د جنرال دوستم ټانګ باندې څو مرمۍ لګېدلي خو چاته په کې تلفات نه دي اوښتي.

تر دې بريد وړاندې دوستمي ملېشو د فارياب په چهلګزي کې ۸ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۴۰ نور يې د طالبانو په نوم ژوندي نیولي، پر دې سربېره يې ۱۰ کورونه لوټ کړي دي.

په شمال کې د دوستمي ملېشو او افغان ځواکونو له لوري د دې عملیاتو په اړه سیاسي مبصرينو په پیل کې دا د یو قوم پر وړاندې توطیه وبلله او د پوځي شنونکو په باور په شمال کې د دوستم د شخصي ملېشو جګړه، د افغان عسکرو پر روحيې بې باوري په ډاګه کوي او په ګډ حکومت کې د دوستم خپل سري پکې له ورايه ښکاري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hamdullah
میلمه
Hamdullah

بِسْم تعالي
حمدالله يم له ايران سخه
دا طالبان نور كوم وخت ته پكار رازي خو لار دي شي كنه د دوستم مشني وأي دي وكري چي ددوي په نامه دي عام پختانه وژني او بيعزته كوى يي نن صبا د خارجي نه دغه دوطن كفر وركول دير زرور دي كه بيگانه
انشاالله چي خداي به دير ژر نابود كي داده چنگيز او مغل قوم
خداي دي پرديو داسي عذاب راوري لكه سنگه چي د پيغمبرانو سر كشه قوم باندي عذاب راوستل
بايد طالبان دي هم خپل كوشش وكي ددي مظلوم قوم ده نجات لپاره.
وسلام