شعـــــرونه

بهادر قوم

mujahideenبهادر  قـوم   تل  دتـــور  شــــــرنګـــــهار   خو  ښـوي
نه چي لاسوكي بنګړي ستائي او سينګارخوښوي

سپېڅلي زړونه  دسيــتار تـــړنګي ته   تږي  نه  وي
دګزار كــړيو  سپـــيــنــو غشـــو شــڼـــهار خوښـوي

نـه ټيــټــوي اوچتې  غـــاړې  شـــازلــمي غــلــيـم ته
دغـــلامۍ ژوند مقـــابل كــي هــريـــو دارخـوښوي

له ژونده تنګ ندي شــيــدادي ځــــانوژونكــي ندي
استشهاديان دخداى رضاته سـور انګارخـوښــوي

نويـشته كــيږي دخالد ترڅــنګه  يې نوم تاريخ كي
څــوك چي همېش درقيب پوزي ته مهــارخـوښوي

دپاكي  ميني  ورولۍ  او ســـو كالـۍ  غوښتونكي
طبعاًبلــبــلې خــو ښـوي  هــم   شين  چنار خو ښـوي

نه افغـانى   دى نــه  يې  مـــيــنــه  ده  وطـــنــه  ســــره
چي كابل جـــان په كاڼـــو ولي ننــګـرهــارخوښــوي

دخــداى په وړانــدي غــيرتـمـنــدبنــده دقـــدروړدي
ورته انعام خـداي  په جنت كي خپل ديدار خوښوي

دزنـده ګۍ هــره  شېــبـــه يې شــــه بهـــار الــهـــامــه!
څو كي چي شيرين افغانستان ته امن هارخوښوي

12012/8/16

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x