کندوز کې دافغانستان د خپلواکۍ ۹۳مه کلیزه ولمانځل شوه

د افغانستان د خپلواکۍ ۹۳ مه کلیزه دهیواد د نورو ولایتونوپه شان په کندوزکې هم د یوې غونډي په ترڅ کې چې دولتې چاروکود ګډون ترڅنګ ددغه ولایت دینې عالمانو،سپین ږیرو،فرهنګې څیرواوخپلواک بنسټونو استازوپه کې برخه اخیستې وه ولمانځل شوه.
د یاد ولایت والی محمدانورجګدلک د غونډي برخوالو ته په څرګندونوکې له هغوي وغوښتل چې سره متحداویو موټئ شي نوموړی تیرتاریخ ته په نغوتې سره د دولت له مخالفینوغوښتنه وکړه چې د سولې له بهیرسره یوځای شي، جګدلک زیاته کړه اوس د ټوپک پرځای د پوهې اوقلم وخت رارسیدلې نو راځئ په ګډه سره کاروکړواوهیواد آباد کړو.

بل لورته د کندوز امنیه قومندان جنرال سمیع الله قطره پخپله ویناکې دهیواد په ختیزولایت کونړباندي د پاکستان لخوا توغندوي بریدونه په کلکوټکوکې وغندل قطره د لوړپوړو چارواکونه وغوغښتل چې ددغه بریدونوپه اړه دی په ملګروملتونوکې رسمې شکایت وکړئ اویاد بریدونه چې له کبله یې ملکې وګړوته زیان اوړي بندشي.

افغانان د زمری ۲۸ مه نیټه چې د انګریزانوڅخه د خپلواکۍ اخیستلوورځ ده هرکال د پلازمینې په شمول په یوشمیرولایتونوکې د غونډوپه ترسره کولوسره لمانځي،ډیری افغانان ددغې خپلواکۍ اتل غازی امان الله خان بولې اودهمدی کبله هغه ته په درنه سترګه ګورئ . افغانان په فطری ډول له خپلواکۍ سره خورا مېنه لری اوددی لپاره د تاریخ په بیلابیلوپړاوونوکې يې سرښندی ورکړي او لا ورکوي يي.

 

همایون بابر

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د