دوستم دم ګړۍ د جګړې قومنده پر مخ وړي

د ولسمشر لومړی مرستیال د جګړې په لومړۍ کرښه کې!

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ رسنیو خبر ورکړ چې د ولسمشر لومړی مرستیال ښاغلی جنرال دوستم د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د دو آبي په سیمه کې له یوه مرګوني برید څخه روغ ووت.

ډیره د تأسف خبره ده چې د یوه هیواد د ولسمشرۍ لومړی مرستیال د خپل ولس په خلاف د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او د هغوی لخوا هم ورباندې مرګوني بریدونه کیږي.

په کار خو داوه چې نن د ولسمشر لومړی مرستیال او دهغه د حکومت ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغه دښمن په خلاف چې زمونږ د هیواد أمن ګواښي د جګړې لومړۍ کرښې ته تللي او د هغوی په مقابل کې یې د دفاع سنګرونه مظبوط کړی وای.

که څه هم چې ښاغلی دوستم په فاریاب کې روانه جګړه د هیواد د دفاع جګړه بولي ، خو واقعیت بلکل د دې ادعا برخلاف دی ؛ ځکه د فاریاب په قیصار او المار ولسوالیو کې چې ښاغلی دوستم د کومې جګړې رهبري کوي هغه د سیمې د یوه قوم پرخلاف تبعیضي جګړه ده چې تر اوسه د همدي یوه قوم په سلګونه کورنۍ د جنرال دوستم د ملیشه يي ځواکونو د جګړې له امله د خپلو سیمو پریښودلو ته اړیستل شوی .

رسنیو د هغو سلګونو بي ځایه شویو کورنیو د مظلومیت خبرونه هم خپاره کړي کومې چې د فاریاب نورو پښتون میشتو سیمو ته خالي لاس کوچیدلي او د ژوند ټول دارو ندار یې تري ملیشه يي ځواکونو غصب کړي.

د ولسمشرۍ لومړی مرستیال په داسې حال کې په فاریاب کې د جګړې کرښې رهبري کوي چې په کابل کې ولسمشر د سولې په هلو ځلو کې دومره سرګردانه دی چې دواړو پښو یې نور د حرکت توان له لاسه ورکړ.

دا چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ لومړی مرستیال د جګړې رهبرې کوی مانا يي داده چې نور د ولس مقاومت مستقیما د ارګ تر قصرونو پوری ورسیدلی او هلته د مفسدو حاکمانو ژوند ګواښي.

په شمال کې د ښاغلی دوستم په مشري جنګي تحرکات او د سیمې د اوسیدونکو په خلاف يې تبعیضي کړنې هغه څه دي چې د هیواد په نورو آرامو سیموکې هم د نا آرامي لامل ګرځي او داخلي جګړو ته زمینه سازي کوي.

که ولسمشر ریښتیاهم په هیواد کې د سولې پلوی وي نو تر ټولو لومړی باید خپل لومړی مرستیال له جګړییزو اقداماتو څخه را وګرځوي؛ ځکه چیرته چې تر بل هر چا له مخه حاکم چارواکي د خپل ولس د وژلو او ځورولو په لټه کې وي هلته به سړی د سولې توقع له چاڅخه کوي .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
همت خان
میلمه
همت خان

له دغه جنګره نه د بل څه تمه کیدای نه شی، ځکه چې ده لکله چې ښی لاس له چپ نه توپیر کړی بی له جنګ، بدماشی، شراب خوری او فحاشی ـ په یوټیوب کی یې کليپونه شته ـ بل څه نه دی کړی او نه یې زده هم دی، بی سوادی خو پری ختمه ده، هوټ پاڼه یې هم نشوای لوستله، ښاغلی سر مقاله لیکونکي څه فکر کوی چې دی باید په ارګ کی څه وکړی ؟! هلته خو هغه تعلیم یافته کسان داکتر (ع) ، داکتر (غ) او ورسره ټیمونه یې هم په ناندریو، او اخ و ډب… نور لوستل »

امین درمان
میلمه
امین درمان

هر هغه ډله چی باطله وی او د حق په مقابل کی جنګیږی په الله ج دی زما قسم وی چی حتماً به یی ناکامی په برخه وی او ناکامه کیږی به نو د هغی ورځي د ذلت په تمه ئی یو چی دوستمیان ټول مرادار پراته وی او د ابوجهل پّه څیر یی بدبوی ځي او خپل قوم تر په عذاب سی او لیری یی وغورځوی تر څو ئي شرمینده ګی ټول مسلمانانو عمریانو ته ښکاره سی

خلیل
میلمه
خلیل

د نن ټکی اسیا څخه می ګیله دا ه چی ددی نجس د نوم سره یی باید د ښاغلی کلیمه نه وای ذکر کړی.