افغانستان

هلمند چارواکي: موسی کلا ولسوالي محاصره ده

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): په هلمند کې د موسی کلا ولسوالۍ چارواکي وايي چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ څو مترۍ ته رارسيدلي دي او د لوی بريد نیت لري.

د موسی کلا د ولسوال محمد شریف خان په وینا طالبان د ولسوالۍ په پنځوس مترۍ کې دي، که مرسته را ونه رسېږي ولسوالي به مو له ګوتو ووځي.

هغه د ولسوالۍ د سقوط پر وېره سربېره وویل چې تېره شپه طالبانو د ملي اردو لوی پنډغالی بشپړ له منځه وړ دی.

د هلمند د ولایتي شورا غړي عبدالمجيد اخوندزاده پژواک خبري اژانس ته ويلي چې طالبانو له ولسوالۍ لس کيلومتره وړاندې د ملي اردو پر پنډغالي بريد وکړ، چې له ۸۰ تر ۱۰۰ تنو څخه يې یوازې ۲۵ تنه د ولسوالۍ مرکز ته رارسيدلي دي.

اخوندزاده ويي چې د ملي اردو ۲۵ عسکر طالبانو ژوندي نیولي او له پاتې نورو تر اوسه معلومات نه لري.

طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم سهار وختي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې وویل چې د ملي اردو لوی پنډغالی يې بشپړ تر ګوتو کړی دی.

د احمدي په وینا په دې جګړه کې يې ۳۱ د اردو عسکر وژلي اوه تنه يې له ګڼو درنو او سپکو مهماتو سره ژوندي نیولي دي.

تر دې وړاندې د پنجشنبې په ماسختن هم د ملي اردو یوه قرارګاه او دوه پوستې د دولتي ځواکونو له ګوتو وتې.

یاده دې وي څو ورځې وړاندې هم د موسی کلا بازار ته څېرمه د نبو اکا کلي کې دولتي ځواکونو دوه پوستې طالبانو ته پرېښودې او په تېښته بريالي شول.

له بله اړخه د هلمند ځايي مسوولینو د پنځو ولسوالیو د مرکزونو د لېږد مشوره کړې ده، چې په وینايې خوندي ځایونو ته به یووړل شي.

د دوی په خبره دوی پلان لري چې د کجکي، موسی کلا، واشیر، نوزاد او سنګین ولسوالیو مرکزونه نورو خوندي ځایونو ته انتقال کړي، چې په دې توګه به طالبان په یوه ورځ د پنځو ولسوالیو ودانۍ تر لاس لاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x