افغانستانخبرونه

پاکستان د افغان کډوالو د کارټونو موده تر دوو کلونو غځوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو د کډوالو چارو چارواکیو له یوې درې اړخیزې غونډې وروسته اعلان کړه چې په پاکستان کې به د مېشتو افغان کډوالو د کډوالۍ کارټونه تر دوو کلونو وغځوي. دغه چارواکي پر دې هم هوکړې ته رسېدلي چې په پاکستان کې ناقانونه استوګنو کډوالو ته به هم د اوسېدو کارټونه ووېشل شي.

دمګړۍ په پاکستان کې یو نیم میلیون راجسټر شوي افغان کډوال اوسېږي چې د کارټونو موده یې د روان میلادي کال تر پایه ختمېږي. په دغه هېواد کې یو نیم میلیون ناقانونه کډوال هم اوسېږي چې د نوې هوکړې له مخې به دوی ته هم کارټونه ورکړل شي.

د پاکستان د سرحدي چارو وزیر، قادر بلوڅ د دې هوکړې په اړه وویل، چې په پاکستان کې به د افغان کډوالو کارټونه د ۲۰۱۷کال تر پایه وغځول شي. خو دغه پاکستاني چارواکي دا هم وویل، چې دا پرېکړه به د روان کال په پای کې رسماً اعلان شي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، سیدحسین عالمي بلخي وايي، سل کسیز ټیم به پاکستان ته د افغان کډوالو د هویت تثبیت لپاره واستول شي. دغه ټیم به په یوویشتو مرکزونو کې حضور ولري او په دغه هېواد کې به د مېشتو کډوالو افغان هویت تثبیت کړي.

د پاکستان د سرحدي چارو وزیر دا ډاډ هم ورکړی چې نور به په دغه هېواد کې افغان کډوال نه ځورول کېږي: «اړین ترتیبات به ونیول شي، چې کډوال په سوله ییز او قانون ډول پاکستان کې ژوند وکړي او ونه ځورول شي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x