افغانستانخبرونه

کابل: نهمې امنیتي حوزه کې چاودنه وشوه

 

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): شېبه وړاندې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې زوروره چاودنه شوه.

د کابل امنیتي مسوولین وايي چې دغه چاودنه د درېیم او څلورم مکروریانو تر منځ په سیمه کې –شینوزاده کلینیک ته څېرمه- شوې ده، چې مرګ ـ ژوبله يې اړولې ده.

د دوی په وینا په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د عامې روغتيا وزارت د مسوولینو له قوله تر دم ګړۍ دوی ته له سیمې نه ۱۸ ټپیان ور وړل شوي دي.

د چارواکو په وینا وژل شوي او ټپیان عام وګړي دي، خو سیمې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې په پېښه کې د بهرنیانو کتار په نښه شوی دی.

بشپړ جزييات وروسته

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x