fbpx

مجاهد: د مکرویانو برید په مونږ پورې اړه نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د هغې چاودنې په اړه سپیناوی کړی چې نن مازدیګر د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې د مکرویانو په سیمه کې رامینځ ته شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل نننۍ چاودنه دوی پورې اړه نه لري. نوموړي ویلي:

«هغه انفجار چې نن ورځ د کابل ښار اړوند د مکرویانو سیمه کې رامينځته شو او ځينې عامو خلکوته يې مرګ ژوبله واړوله، د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري».

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې په کابل کې یې له خپلو ټولو مسئولینو سره اړیکه نیولې او د پلټنو په پایله کې ورته جوته شوې چې دوی نن په دغه ولایت کې د کوم برید پلان نه درلود او څه چې ترسره شوي دوی یې په اړه اګاهي نه لري.

نوموړي ټینګار کړی چې د دوی «مجاهدین» د مشرانو له خوا په خورا احتیاط مکلف دی او د هغوی له اجازې پرته برید نه شي ترسره کولای.

د دولتي چارواکو په وینا، په ننني برید کې ۱۲ تنه مړه او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي، چې په وژل شوو کې ۳ تنه بهرنیان دي.

دغه برید نن مازدیګر ناوخته د کابل ښار د دریم مکرویان په سیمه کې رامینځ ته شو، چې دولتي چارواکو د معمول مطابق له پېښې سمدستي وروسته «ځانمرګی» وباله.

هېره دې نه وي چې دولتي چارواکو هغه خونړی برید هم «ځانمرګی» بللی و چې دوه اونۍ وړاندې یې د کابل په شاه شهید کې سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله، چې وروسته په رسنیو کې داسې شواهد خپاره شول چې نوموړې پېښه یې د بهرنیانو هوايي حمله ګڼله.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
SHAAN
میلمه
SHAAN

کله چی عام ولس قتل عام کړی د خلکو دنفرت له ویری بیا
پری منکر شی نن مو بیا عام ولس ماشومان او توی سری مو د پنجاب په اشاره په وینو کی ولمبول ملت تاسی شرمخان ښه پیژنی اويوهیږی چی څومر نفرت دنه لری الله دی تاسیو ته دخپلو شریرو
اعمالو جزا در کړی او د الله لعنت دی په تاسو شی