نظــر

کندهار: پولیسو په دوهمه ناحیه کي یوه ماشومه انجلی ویشتلې ده!

لیکوال: محمد سلطان (شریفي) /

د کندهار ولایت د دوهمي حوزې مېشت اوسېدونکي د پولیسو د مربوطه حوزې د بد چلند څخه سخت سرټکوي.

د کندهار ولایت د دوهمي حوزې د پولیسو عمومي امر چی په ناني باندي مشهور دی، د سیمې اوسېدونکي د خپل بد چلند اوسلوک له کبله سخت په تکلیف کړي، چي ان د څه مودې راهیسي د سیمي د مشرانو ته په عام بازار کي سپکي سپوري وايې او هم يې د خپل غیري انساني او ناوړه رویې له وجهي پولیسو نن سهار پر لس بجې او پنځه دقیقې (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل) د دوهمي ناحيې پر چوک باندي کابل بانک ته څېرمه یوه بېګناه ماشومه انجلۍ ناحقه ویشلې ده.

د سیمې اوسېدونکو زما سره د ټلیفون پر کرښه د شکایت په موخه تماس ونیوه، او ویل يې چي موږ اول کوښښ وکړ، ترڅو د کندهار د دوهمي ناحيې امر ښاغلي نانی د خپلو پولیسو د بد چلند او سلوک په اړه خبر کړو. د دا خلګو د بیان په حواله، د دې پرځای چي امر صاحب ناني د عامو خلګ څخه د خپلو پولیسو د بداخلاقی او بد چلند په اړه بخښنه غوښتې وای، هغه سمدواره خلګو ته پر تلیفون سپکي سپوري پیل کړي او ټولو ته يې ګواښونه کړي وه.

د ټلیفون پر کرښه باندي د دوهمي ناحیې د خلګو او د حوزې د امر خبري پدا لاندي ډول وې.

د سیمي مشر: بلې سلام علیکم!

امر صاحب: وعلیکم السلام!

مشر: صاحبه زه غواړو د دوهمي ناحيې د امر صاحب ناني سره خبري وکړو.

امر صاحب: زه نانی یم، او د دوهمي حوزې امر یم.

مشر: امر صاحب دلته د کابل بانک سره د دهمي ناحيې چوک ته څېرمه ستاسو د پولیسو د ماموریت د پرسونل یوه غړي یوه بېګنا ماشومه انجلی وویشتله او اوس پر سړک پرته ده، پولیس پر راټول دي او هیڅ څوک يې روغتون ته هم نه انتقالوي.

امر صاحب: چا وویشتله؟ آه ښه يې وکړه چي ويې ویشتله! ته څوک يې چي باسخاص يې کوې؟ ته ځان راوښیه!

د سیمي مشر: اه وروره ته خبري ته یوار غوږ ونیسه، دا ستا انډیوالان په عام بازار کي بېګنا کوچنیان ولي، او ته وايې چي ښه يې وکړل، دا اوس څرنګه حکومت دی؟ ته زما شناخت څه کوې؟ زه خو ستا سره جنګ نه کوم. ته راسه یوار وګوره خپل انډیوالان دي را خوندي کړه. دا څه حال يې جوړ کړی دی؟
امر صاحب: په تا پوري اړه نلري، ځه لار دي وهه!

د سمي مشر: وروره موږ ستاسو څخه کومک غوښتی، موږ نه وو خبر چي ته داسي بد اخلاقه يې، ما فکر کاوه چي پولیس د خلګو خدمتګاره دي، بخښنه غواړم زه نوم خبر چي تاسو بدماشان یاست او د پولیسو د ماموریت څخه مو پاټک جوړ کړی دی. بیا نو موږ مجبوره يو چی دا خبر رسنیو ته ورکړو، چی هغوی مو ږغ تر مشرانو ورسوي.

امر صاحب: ځه ځه لاس دي ازاد، والاکه مي څوک دا…….. ته لا وګوري او ته ځان را وښيه چي زه اوس درمعلومه کړم.

د سیمي مشر: بخښنه غواړم امر صاحب، بس زه ملامت یم، چي شکایت مي درته وکړ، عفوه غواړم، ځکه زه د چا د دوښمنی او بدماشی نه یم، یو غریب انسان یم. د خدای په امان.

دا شخص د تیلفون پر کرښه ماته همدا نن د خپلي مایوسي اظهار پداسي شکل وکړ.

((شریفي صاحب په ډېره مایوسي مي د دوهمي حوزې د امر صاحب سره د تلیفون خبري قطعه کړلې او اوس نو موږ غریبان چاته ودرېږو؟ چاته د چارواکو د ظلم او ستبداد په وړاندي شکایت وکړو؟ زموږ غریبانو خو د هیچا سره په وس نده پوره. اوس يې نو تاسو حللاره راوښیاست)).

اوس نو د کندهار د دوهمي حوزې د پولیسو امر ښاغلي ناني او په نوموړي پوري د پولیسو مربوط پرسونل د داخلې وزارت د هغه قوانینو سرغړونه کوي، چي د افغانستان د ملي پولیسو د چلند او سلوک د اصولنامه يې بیانوي.

د افغانستان د داخلې وزارت لخوا د عامو خلګو په وړاندي د ملي پولیسو د چلند او سلوک اصولنامه وايې، چي د کورنیو چارو وزارت (ملی پولیس) د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اجرائیه قوې د یوې برخي په توګه، په ټول هیواد کی د قوانینو د پلي کیدو، د امنیت د تامین، د هیواد د اتباعو د حقونو د ساتنی او د خلکو تر منځ د ملی وحدت د تامینولو دنده په غاړه لری. اوس نو دې ټکی ته په پام کی نیولو سره چی پولیس خدمت کوي، ترڅو د خپلو خلکو لپاره امنیت تامین او د ملی حاکمیت څخه ساتنه وکړي، او هم د خپل ملت او خلکو په چوپړ کی وي. ځکه چی خلکو ته خدمت د پولیسو ایمانی وجیبه، موخه او مسؤلیت دی.

په افغانستان کي د داخلې چارو وزیر صاحب نورالحق علومي د ملی پولیسو ټولو منسوبینو ته امر کوي، تر څو د دغه اصولنامې د تطبیق د څرنګوالی په اړه په خپلو ورځنیو اجرااتو کی په بشپړه توګه ځان خبر کړی او په پرانستي فکر او غوره اخلاقو سره چلند وکړی؛ او خلکو او ټولنۍ ته د لا ښه خدمت لپاره، د چلند او سلوک دغه اصولنامه د پولیسو نارینه او ښځینه منسوبینو ته چی د پولیسو د قوی اصلی سټه تشکیلوی، د یو مهم او اړین اوزار په توګه په پام کی ونیول شی.

پدی توګه، په پولیسو کي د ښه چلند او سلوک د اصولو تطبیق چی اوس مهال د هیواد په ټولو پولیسو باندی په یوه ډول د اجراء وړ دی، منظوروي او ښوونه يې کوي.

په درنښت: محمد سلطان (شریفي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عادل

انا لله وانا اليه راجعون.
يا الله دا څه حال دی، کله به دا وطن جوړیږي، کله به دغه خره د افغانستان څخه ورکیږی
ایله چرسیان مو پولیس او ملي اردو کی سره را ټول سوی، هر یو ځانته د خپلي سیمی بی تاجه باچا دی، نه څوک پوښتنه ځینی کولای سي، نه بل څه.
الله دی دمظلومو آه واوري، او حتما به یی اوری، ځکه چې وعده یی کړی، د مظلوم د شیرا او الله پاک تر منځ حجاب نسته.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x