نظــر

اختره ! لږ انتظار شه! د ازادۍ سره بیا راشه..

افغانی ماشوم او عسکراختره دلته مه راځه !ته خبریې کنه ؟صلیبي امپریالیستي وحشي ټلوالي زماسپېڅلی حریم ترکرغیړنوقدمونولاندي کړی  ،کلي اوکورونه مي بمباروي ،مسجدونه مي ورانوي ،شنه فصلونه اوباغونه مي دتوروخاروسره سموي ،ښځي ،ماشومان اوبوډاګان مي دترهګرۍ په ناتعریف شوي نوم شهیدانوي ،ژوبلوي ،بندیانوي اوپه سپیوداړي .
اختره ته خبرنه یې ؟بشرپاله نړۍ  زماپرسمه اوغر،دښتونواوفصلونو،کلیواوکورونوکلسټربمونه ،کروزراکټونه اوروي اوکیمیاوي اوبیالوژیکي «ممنوع الاستعمال !!»موادپرې شیندي .زمادمظلوم ولس څخه دیوې ګولې مړۍ په بدل کي دهغه سپېڅلې عقیده تروړي  اویالږترلږه !!په دین (اسلام )کي «هغه چي دکائیناتوخالق ،مالک اوحاکم ورته خوښ کړی »شکونه ور پیداکوي ،ځوانان مي دازادۍ په نوم فحاشۍ اوګمراهۍ ته هڅوي اودلویدیځ بې پرتوګه کلتورراباندي تپي.

اختره !دمتمدني نړۍ خیرخواهان !!زماتاریخ مسخ کوي ،،هویت مي بدلوي ،کلتورمي بدناوي ،ارزښتونه مي مسخره کوي ،اسلافوته مي دناپوهانوخطاب کوي ،اتلان مي جګړه ماران نوموي اونړیوالوته مي دیووحشي جاهل اوجنګ خوښونکي ملت  په توګه معرفي کوي .خوګوره غوږشه ! ،زماحریم  دغرب  دمذهبي لیونیانواوخیټوروملیارډرانودخواهشاتواوهوسونو ښکارشوې ،هو!زه دنړیوال صلیبي –  صهیونیستي  ټروریزم دوحشت اودهشت قرباني  یم . ځکه جګړه مانه ده پیل کړې ،راباندي تپل شوې ده  .
ګوره اختره !ته ووایه په پورته یادوشووبوږنونکوحالاتوکي ستاراتګ مناسب  دی ؟!داهسي نه چي مینه نه درسره لرمه ،تاته به یادوي چي دسیمي اوګاونډپه کچه زماپه شان بل چانه بدرګه کولې ،په ډولونواواتڼونومي لمانځلې ،ستاپه مناسبت مومېلې اوجشنونه ،مېلمستیاوي اوبانډآرونه جوړول  ،په ډلوډلومودیارانواودوستانوملاقات ته تګ راتګ کاوه ،هو!داهله چي خپلواک ؤ،بهرني تاړاکګرموپه پرغولي نه ؤمېشت !،مځکه اوفضامومحفوظه وه ،بهرنۍ تګلاره اوکورنۍ کړنلاره موخپله وه ،لنډه داچي خپله خاوره خپل اختیارؤ،هرسړی پکي ازادؤ.خواوس مه راځه !ځوانان موټول له کورونو وتلي ،سنګرونوته تللي ،دهغه لوي نړیخورښامارڅخه  دازادۍ یرغمل شوې شهزادګۍ راوړي ،خپل سرونه پرې شیندي ،دښامارخیټه څیري ،محکومو ولسونوته دازادۍ جرس کړنګوي .هو!«نړیوال دخوني ښامارننني استعمار(امریکا)له شره ژغوري ».پرماګرانه اختره ! ته خوکمکی یې !نودهغه دلوي اختر(عیدالاضحی )څخه زمادمیړاني اوقربانۍ فلسفه وپوښته !چي زه  دقربانۍ ترمیدانه څنګه په خوښۍ اوټوپونوراغلم اوبیامي څنګه خپل سردخپل بادارپه امر ترچړې لاندي کښېښود،ښایې زمادهماغي قربانۍ د فلسفې شوربه وي چي وایې :«کږه غاړه چاړه نه خوري »ای زماربه  ! شکردی څومره دي نیکمرغه کړی یم چي دباطل مقابلې ته دي غوره کړی یم .
لږمنتظرشه کوچنی اختره ! دکارسړي مومورچلونوته تللي ،کمینونوته تللي ،پردښمن بریدونه کوي ،ککري یې وهي ،غاښونه یې ماتوي ،هوسونه یې خاوري کوي ،پلانونه یې شنډوي اوکه خدای جل جلاله کول په شرمونویې شرموي ،خپلواکي ترې ترلاسه کوي ،دکونډو،یتیمانواوشهیدانوارمانونه پوره کوي ،دامن سپین توغ دنړۍ پربام دروي ،هو! امنیت تامینوي ،عدالت قایموي ،شرعي نظام نافدوي .
نو!بخښنه غواړم لږلاانتظارشه !
دازادۍ سره بیاراشه
هرکلي ته درځم
غیږه درکوم
تندی د ي ښکلوم
قدردي کوم
خو!اوس …..

———-

سیدسعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x