له محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره مينه / دويمه برخه

ليکنه، ژباړه او ټولونه “م. حمد الله دانشمند”

په تېره برخه کې مو و لوستل ، چې  “نبوي” مينه به د مسلمان د ښو کړنو په لومړي کتار(قطار)کې قرار لري، ځکه يادعمل د دې ورانې او  تلپاتې د ژوندانه د برياوو يو ستر لامل دی؛ کوم چا چې  يادې مينې ته د خپل زړه په تل کې ځای ور کړی دی ، د  هغوی نومونه د اسلامي تاريخ په  زرين تندي د ځلانده ستورو په څېر څرکېږي  .

د هغه مبارک د سپېڅلي مسير تعقيبول، له الله جل جلاله سره د مينې په مانا(معنی) ده، لوی څښتن په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايې  : (قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ…) ژباړه : ته ورته ووايه که تاسو له الله جل جلاله سره مينه  محبت  لرئ، نو تاسو ځما پيروي وکړئ، الله جل جلاله به له تاسو سره محبت وکړي او بښنه به درته وکړي … . تر نبوي زرين چتر لاندي ژوند کول ، نه يوازي له الله جل جلاله سره د محبت څرګندونه کوي، بلکې  د الله جل جلاله له لوري ور سره د متقابل محبت او بښنې رښتينې ژمنه هم شوې! .

دا يو منل شوی حقيقت دی، چې  صحابه وو رضی الله عنهم له نبي عليه السلام مبارک سره په مينه او اخلاص کې ځانګړی مقام لاره، چې د خپلولو دعوه يې په ننني عصر کې يوه ستره تېر وتنه ده، نبي عليه السلام په يوه مبارکه ويناکې  د هغوی رضی الله عنهم مقام  داسي ستايلی :  (أخرج َأحمد والشيخان وَأَبُودَاوُد وَالتِّرْمِذِيّ عَن أبي سعيد وَمُسلم وَابْن مَاجَه عَن أبي هُرَيْرَة لَا تسبوا أَصْحَابِي فوالذي نَفسِي بِيَدِهِ لَو أَن أحدكُم أنْفق مثل أحد ذَهَبا مَا بلغ مد أحدهم وَلَا نصيفه) ژباړه “تاسوځما”صحابه وو” ته ښکنځل مکوئ، ځما دي قسم په هغه ذات وي، چې ځما روح د هغه په ولکه کې دی که يو له تاسو د “احد” د غره په څېر سره زر صدقه کړئ، د هغوی رضی الله عنهم د يوي  د “مد” يا نيمايي سره به سيالي و نشي کړای” .

د هغوی رضی الله عنهم د مينې او محبت  ځنې بېلګې  ستاسو په وړاندي يږدم  :(“عروه ابن مسعود” د”حديبيې” د صلحي په ورځ  و خپلو ملګرو ته د صحابه وومحبت له نبي عليه السلام سره داسي انځور کړ : «قسم په الله جل جلاله په پاچاهانو ميلمه شوی يم، په قيصر، کسرا، نجاشي ميلمه شوی يم، قسم په الله جل جلاله، که د يوي پاچا  خپلو ملګرو دومره احترام کړی وي، څومره چې د “محمد”صلي الله عليه و سلم ملګرو د هغه احترام کاوه، په الله قسم، کله چې به هغه  لاړې توف کولې، نو هرو مروبه د يوي په لاس کې لوېدلې، هغه به په خپل مخ او نور تن موښلې، کله چې به هغه ورته د يو کارسپارښتنه کوله، نو په بېړه به يې د هغه علیه السلام امر پر ځای کاوه، کله چې به هغه اودس تازه کړ، د اوداسه په اوبو به يې يو له بل سره خبر د شخړې تر پولي  رسيده، کله چې به يې خبرې کولې، هغوی به ورو ورو خبرې د ده په وړاندي کولې، نيغ به يې د هغه په لور د احترام له کبله نه کتل » . (صحيح البخاري) .

په مدينه منوره  کې چې کله  د مهاجر جانان د راتلواوازه خپره شوه، د مدينې هستوګنو(نرو، ښځو، وړو او  لويانو) د هغه و راتلو ته تر ټکنۍ غرمو  انتظار کاوه، په داسي حال کې چې ډېرو يې د هغه مبارک نوراني څېره لېدلې هم نه وه، د ټولو همدايوه وينا په خوله وه : «يا محمد يا رسول الله، جاء نبي الله جاء نبي الله» . په ژوند کې يې تر ټولو خوږهخاطره همداوه،چې کله يې سترګې دهغه په مبارکه څېره روښانه شوې  . دا له نبي عليه السلام مبارک سره د هغوی مينه وه . مسلم وغيره

“عمرو” رضی الله عنه چې کله د مرګ په بستر قرار لاره، په ژړا يې  د نورو خبرو تر څنګ زياته کړه : «فوالله ما كان أحدٌ أحب إلي قط من النبي صلى الله عليه وآله وسلم، ووالله ما كنت أملأ عينيّ منه إجلالاً له، ولئن سئلت أن أصفه لكم لما أطقت ذلك، لأنني ما كنت أملأ عيني منه إجلالاً له، فلو متُ على هذا الحال، لرجوت أن أكون من أهل الجنة) من كثرة هيبة النبي صلى الله عليه وسلم وإجلاله لم يملأ عينيه من النظر إلى وجهه.» ژباړه : قسم په الله جل جلاله که ماته تر رسول الله صلی الله علیه وسلم بل څوک زيات محبوب وو، او قسم په الله جل جلاله که ما خپلې سترګې د هغه مبارک په څېره مړې کړې وي د هغه د هيبت له امله، او قسم په الله پاک که له مانه د مبارک عليه السلام  د څېرېپوښتنه وشي، نو بيان به يې نشم کړای، ځکه ما د هغه  په نورانې تن خپلې سترګې نه دې ډکې کړې، د هغه  د هيبت له کبله؛ که په دې حالت کې مړ شم، اميد وار يم، چې جنتي به يم !

(من دروس الشيخ “ابي اسحاق”الحويني) .

نور بيا … .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د