نظــر

په شمال کې د پښتنو عام وژنه

لیکوال: فاتح کاروان

زه د یوه مسلمان په حیث د اسلام د حکم او غوښتنې سره سم د قومیت او نیشنلیزم کلک مخالف یم، هیڅکله خپل قوم ته په نورو قومونو د ژبې، سمت او نژاد په سبب فوقیت نه ورکوم او نه هم دا ډول فوقیت ورکول کومه ګټه لري، له  دې لیکنې څخه زما هدف یواځې دادی چې: که موږ د قومیت مخالف یو خو د زموږ پر وړاندې د قومي تعصبونو سره هم مخالف یو، زموږ مخالف د قومیت سره د دې معنی نه شي کیدای چې نور قوم پرستان دی موږ د پښتو او پښتنولۍ په جرم وژني او موږ دی ورته چوپه خوله یو. بلکې د خپل ځان، مال او ملکیت څخه دفاع زمو مسلم حق دی.

جنرال دوستم هغه وحشي څيره ده چې د نوم په اوریدو سره یې  د انسان ذهن ته د لیلې دښتې د هغه زرګونو شهیدانو ویرجنې صحنې مخې ته ودریږي کوم چې د همدغه وحشي صفته او درنده صفته دوستم لخوا ژوندي تر خاورو لاندې شول، ټانګونه پرې وخیژول شول، په مرمیو سوري سوري شول، له تندې او ساه بندۍ شهیدان شول او ځیني نور بیا د امریکايي طیارو په ړندو بمباریو او د دوستم لخوا په ټانګونو په نښه او په شهادت ورسیدل.

دوستم هغه وحشي انسان دی چې: د طالبانو په وخت کې یې ښپې له هیواده کاږلې وی خو د ډیموکراسۍ په راتګ سره بیا رانازل شو دا ځل ورسره د ازبکستان تر څنګ د امریکا کلک ملاتړ هم مل دی، نوموړی اوس د اشرف غنی په برکت د امریکایانو لخوا لکه د یوه روبوټ کنټرولیږي او یواځې د پښتنو د وژلو،مهارولو او له خپلو سیمو څخه د شړلو دنده ورسپارل شوی ده.

دوستم چې په دوه سري رژیم کې د اشرف غنی د معاون حیثیت لري تر پخوا ډیر په وحشت سره رامیدان ته شوی او درګرده لګیا دی په فاریاب کې پښتانه وژني،له کورونو يې شړي، ځمکې یې ترې غصب کوي او خپلې ګلم جمې ملیشې یې د ملي؟اردو تر نامه لاندې په دې ګومارلي چې د پښتنو ښځو عزتونه لوټ کړي، ملا امامان یې په شهادت ورسوي،مسجدونه یې وران او مدرسې یې بندې کړي.په دې طریقه به پښتانه مجبور شي چې که د ځان لپاره نه وي د خپلو دیني فرایضو د ترسره کولو لپاره نورو سیمو ته کډه وکړي ځکه چې دلته خو به پرې مسجدونه او مدرسې بندې شوي نو پښتانه چې مسلمانان دي هر څه نه تیریږي مګر له دین نه تیریدل ورته ګران دي.

نو هدف مې دا و چې: پښتانه باید نور د فیل په غوږ کې له درانه خوبه راویښ شي او په دې باید پوه شي چې نوره بې غمي او بې پروايي به یې د اینده لپاره په ډیره درنه بیه تمامه شي. نن که موږ د فاریاب د پښتنو یا نورو هغه قومونو چې د وحشي دوستم لخوا په تعصب او ظلم سره وژل کیږي،کړیږي او له سیمو شړل کیږي، په ملاتړ غږ پورته نکړو سبا ورځ به هغوی هم د افغانستان د نورو پښتنو څخه ځان جدا احساسوي او دا به د دښمن لویه کامیابي وي چې موږ په شمال او جنوب سره وویشي، د شمال پښتانه به د جنوب او د جنوب هغه به د شمال له پښتنو څخه ځان جدا بولي، لکه پخوا چې انګریزانو د لر او بر په نوم تقسیم کړو دا ځل به مو د انګریز غلامان په شمال او جنوب سره وویشي او داسې به مو سره بیل کړي چې دا بیلول به یې د ایل کولو په معنی وي.

همدا اوس هم د شمال په ډیرو ولایاتو جوزجان، سمنګان، فاریاب، بادغیس او… کې د پښتنو او د پښتنو سره ترڅنګ د ګوجرو عام وژنه دوام لري او دا لړۍ د حامد کرزي په وخت کې هم په زور او شور سره شروع وه، د پورته ولایتونو والیان، امنیه قوماندان، د اردو صاحب منصبان او د ملي امنیت چارواکي په لوی لاس هغه خلک مقرر شوي دې چې د پښتنو سره یې فطري دښمني ده، یا په بله اصطلاح په ټوله نړۍ کې ورته پښتانه د خپل ځان خطرناک دښمنان ښکاري، نو ځکه : په کورونو يې چاپې وهي، ښځې یې بې عزته کوي، واړه ماشومان،سپين ګیري او ځوانان یې څه بندیان او څه په یو او بل نوم په شهادت رسوي،ځمکې یې غصب کوي، دوکانونه یې چور کوي، مالونه یې ځیني اخلي او د اشرف غنی په مشرۍ دوه سری حکومت ورته نه یواځې دا چې څه نه وايي بلکې په خپل لوژیستیکي او تبیلغاتي ملاتړ سره یې نور هم په شا ټپوي او د پښتنو په وژلو یې دوستم هغه دی په افغانستان او نړۍ کې د یو اتل په حیث معرفي کړی.

زما دا لنډه لیکنه زما د ضمیر غوښتنه وه، دا زه خپله فریضه بولم چې هر چیرته ظلم کیږي باید پر ضد یې غږ پورته کړم، هغه که د هر انسان سره وي، لکه مخکې مو چې د عربو او عجمو توپير نه دی کړی اوس یې هم نه کوو خو دا چې دلته اوس ظلم یواځې د پښتنو او په څنګ کې د ګوجرو قوم سره روان دی نو مې لازمه وبلله چې ویدو پوښتنو ته یوځل بیا ووایم چې: راویښ شۍ او که راویښ نه شوۍ نو ورک به شۍ.

د یوه داسې اسلامي نظام په هیله چې یواځې دین او تقوی په کې د فوقیت معیار وي او بس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زمان خان

از این معلوم میشود که شما ها خوب طرفدار طالب هستید، اگر از نسل تان یک چند هزار گرگی، شپشی کم شود چی فرق میکند؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x