نظــر

د قراردادي مېلشو وحشت “مُشت نمونه خروار”

لیکوال: خیرالله شینواری

khairullah_shinwari
لیکوال: خیرالله شینواری

دا لومړی ځل ندی چې قراردادي ملېشې د ملکي خلکو سره د خپل بېرحمانه سلوک ثبوتونه په ډېر ویاړ سره د ویډیو او انځور په شکل خپروي، بلکې ورته پېښې او ثبوتونه پخوا هم شوي او ثبت شوي، د موثقو راپورونو له مخې په تېره څوارلس کلنه جګړه کې چې د ډیموکراسۍ د پلي کېدو او تروریزم د ځپلو په شعار د امریکایانو لخوا دلته پیل شوې څه د پاسه دوه نیم ملیونه انسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دا شمېره جوتوي چې لویه برخه د دې تلفاتو ملکي وګړي چې په ورته صحرایي محکمو، ناڅاپه بریدونو، هوایي او ځمکنیو عملیاتو، بندونو او مرموزو وژنو او داسې نورو پېښو کې له مېنځه تللي.

داسې ویډوګانې او انځورونه دا په ښکاره توګه ثابتوي چې په وردګو کې له ځوانانو د تناسلي آلو پرېکول، په ارزګان او زابل کې د خلکو کورونو ته اور اچول، په فراه کې د خلکو په ناموسونو تیري او بیا د هیواد په مختلفو سیمو لکه، سپین بولدک، ارغستان، پنجوایي، موسی کلا، ژېړی، مارجه، اندړ، تنګی، سالار، اچین، نازیان، خوږیاڼي، حصارک او په سلګونو نورو معلومو او نا معلومو سیمو کې په وحشتناکه توګه د ملکي خلکو تښتول، بندیانول او بیا په ډلییزه او مرموزه توګه وژل د روانې جګړې د تلفاتو ستره شمېره د همدې کورنیو قراردادي ملېشو او د دوی د نړیوالو وحشي استادانو او ملګرو لخوا تر سره شوې.

مونږ ځکه نظام او ملاتړي ځواکونه یې د ولس سره په مطلق دښمنۍ کې ښکېل ګڼو چې په طول د څوارلس کلو کې دغسې کړنې هره ورځ د پښتون په کور او کلي کې تکرار شوي، پښتون په لوی لاس شړل شوی، متنفره شوی، دښمني او بغض ورسره شوی، د شمال ټلوالې او نظار شورا په مشرۍ او رهبرۍ کې جګړه یواځې همدې لور ته سوق شوې او په لوی لاس د جګړې لومړۍ لیکه د پښتنو سیمې ټاکل شوي چې بیا د ورته حالاتو شاهدي ورکوي.

مونږ پدې حکومت کې له هېچا دا طمع او توقع نلرو چې د ولس په ننګ دې کوم اقدام وکړي او یا دې د ورته پېښو مانع ورګرځي، بلکې همدوی دي چې د داسې پېښو وروسته یې خپل عساکر نه یواځې دا چې محاکمه کړي ندي بلکې لا یې تشویق کړي تر څو په ورته کړنو د دوی واک او ثبات د دوی په فکر محکم وساتل شي.

په پای کې مو له ولس څخه هیله دا ده چې نور دې خپل قتل عام او د بچیانو مرګ ته په ویر ناست او ندارچیان نه پاتې کېږي، بلکې د هر ظالم او فرعون په وړاندې یو موسی ته اړتیا ده چې د ولسي طوفان په شکل راپورته او لدې حالته نور ځانونه وژغوري.

د ویډیو او خبر لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x