ایساف: د بامیان په چاودنه کې مو ۳ تنه عسکر وژل شوي- طالبان: ۱۲ بهرنیان وژل شوي

newzeleand-soldiers-killedنن ټکی آسیا: د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ د کلیج د سیمي څخه عیني شاهدانو خبر ورکړی چي نن د کوچني اختر په لومړی ورځ د بهرنیانو ځواکونو پر یو لوی زرهپوښ موټر ماین وچاودېد، چي له کبله یې د لسو تنو په شا وخوا کې بهرني عسکر وژل شوي او ټپيان شوي دي.

هغوی ویلي چي د پيښي وروسته سمدستي سیمي ته د بهرنیانو الوتکي راغلې، مړي او ټپيان یې انتقال کړل، او سیمه یې محاصره کړه.

د طالبانو ویاند هم د پيښي تصدیق کړی او ویلي چي په چاودنه کې ۱۲ تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.

بل خوا د ایساف مطبوعاتي دفتر رسنیو ته په لیږل شوي پیغام کې ویلی چي په ختیځ کې ددوی ۳ تنه عسکر په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
د ایساف مطبوعاتي دفتر منلي چي پيښه په بامیان کې را منځته شوې ده.

باید وویل شي چي څو ورځي وړاندي هم ددې ولایت د سیغان په ولسوالۍ کې طالبانو پر بهرنیو ځواکونو برید کړی وو، چي له کبله یې د ایساف په وینا دوه تنه نیوزیلنډي عسکر وژل شوي وه.

د سیمي اوسېدونکي وايي چي په ننۍ پيښه کې هم نیوزیلانډي عسکر وژل شوي دي.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ هم بهرنیانو په یوه غیر جنګي پيښه کې خپل د یوه تن عسکر د وژلو خبر ورکړی وو.

باید وویل شي چي د روان کال داګست د میاشتې د لومړۍ نیټې څخه تر اوسه بهرنیانو خپل په اعلامیو او خبرپاڼو کې د 40 تنو بهرنیو عسکرو وژل منلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د