نظــر

مفکر د عملیاتو په اعلانونو سره د بودجې کسر پوره کوي؟!

لیکوال: سید شریف /

د تېر کال دټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د اشرف غني پلویانو د نوموړي یوه لویه ځانګړتیا دا بلله چي داسړی اقتصادي مفکر دی، افغانستان به دروان اقتصادي رکود څخه وباسي، غني هم ځان تر نورو نوماندانو په دې غوره باله چي دتګلاري څو پاڼي یې په اقتصادي موضوعاتو باندي توري کړي دي .

غني چي به د انتخاباتي ځغاستو په ترڅ کي کوم ولایت ته ولاړ د اقتصادي پر مختګ او زیربنایې چارو په اړه یې داسي څرګندوني کولې چي خلګ به یې حیران کړل،ځینو کسانو خو د غني په اړه دومره خوشباوري ښودله چي همدغه سړی به افغانستان دخپلي ځانګړي اقتصادي تیورۍ په مټ د مخ پروده هیوادنو په سر کي ودروي او مخصوصا له اقتصادي اړخه به افغانستان ډیر ژر د یو خود کفا هیواد په توګه وځلیږي .

ولس د غني اقتصادي پرمختګ ته لا هم منتظر دی، خو مفکر نه یوازي داچي په تېر تقریبي کال کي داقتصادي رشد په اړه د خپلي تګلاري عملي پیل لا نه دی پیل کړی، بلکي تراوسه یې حتی کابینه نه ده بشپړه کړې .

د مفکر دحکومت له پیل سره د افغانستان اقتصادي او سوداګریز حالت مخ پر ځوړ شو او ورځ تربلي همدا بحراني حالت نو رهم د خرابیدو پر لور درومي، دافغانۍ ارزښت د ډالرو او سیمه ییزو کرنسیو په وړاندي په بې ساري ډول راټیټ شوی، دافغانۍ رالویدلو پر داخلي بز نس، ټرانیزټ او دخوراکي توکو د هټیوالو پر راکړه ورکړه ډیر منفي اغیز کړی که حالت همداسي دوام وکړي ولس به دمفکر داقتصادي تیورۍ او زیربنایې خط مشي په سیوري کي دخوراکي او اولیه ضروري توکو له کمښت او جګو نرخونو له امله له جدي ستونزو سره لاس ا وګریوان شي .

مفکر هم د روان نه اټکل کیدونکي مخ پر ځوړحالت په وړاندي لاس ترزني نه دی ناست،دخپلي ځانګړي مفکورې له مخي پر بدیلو لارو چارو تر غور وروسته دې پایلي ته رسیدلی چي دهیواد په مختلفو ولایتونو کي په بیلا بیلو نومونو عملیات اعلان کړي او پراخ مطبوعاتي انعکاس ور کړي، ترڅو وکولای شي له همدې لاري له سیمه یزو هیوادونو او ستراتیژیکو نړیوالو دوستانو څخه څه تر لاسه کړي .

مثلا په دې وروستیو کي د هیواد په شما ل،جنوب لویدیځ او مرکزي زون کي حکومت په بیلا بیلو نومونو عملیات اعلان کړل،حتی څو ورځي مخکي د دفاع وزارت مرستیال ویاند ازادي راډیو ته وویل چي په لسو ولایتونو کي یې هم مهاله مختلف عملیات شروع کړي دي، په یادوو شوو عملیاتو کي تر ټولو مشهور یې دالماس په نوم عملیات دي چي فعلا هم د جمهوري ریاست دلومړي مرستیال او دګیلم جم ملېشو د مؤسس جنرال دوستم په مشري په فاریاب کي روان دي، د الماس عملیاتو ته تر شروع کیدو وړاندي ډیر پراخ رسنیز انعکاس ورکول شو او اوس هم دې عملیاتو ته فوق العاده مطبوعاتي پوښښ ورکول کیږي، دالماس عملیات د کیف او کم له لحاظه تر هغه څه ډير وروسته او ټیټ دي چي کمپاین ورته کیږي .

څه موده وړاندي دامنیت شوری مشر حنیف اتر یو لوی راز کشف او رسنیز کړ، نوموړي وویل داعش پلان لري چي دافغانستان په شمال کي تر پښو ټینګولو وروسته منځنۍ اسیا،روسیه اوچین ناامنه کړي،اتمر یادوو شوو هیوادنو ته دا پیغام ور کړ چي که له دوی سره د پیسو او اړینو وسایلو مرسته وکړي نو له دې خطره به یې خلاص کړي او که پر وخت له دوی سره ددغي بلا په له منځه وړلو کي مرسته ونه کړي نو د داعش افسانوي ښامار به ډير ژر منځنۍ اسیا له ستوني تېره کړي او روسیه او چین به له جدي ګواښ سره مخ کړي.

اتمر دې وروستیو کي تاجکستان ته د سفر پر مهال هم دغه موضوع ډیره وشاربله خو داسي ښکاري لکه مقابل طرف چي له مځکنیو واقعیتونو څخه تر کافي حده خبري، ځکه دع او غ د مشترک المنافع بنسټ ډارونکو اشارو ته یې کوم پام وړ عکس العمل ونه ښود.فکر کیږي چي سیمه ییز هیوادونه اقلا دومره خو دافغانستان دروانو حالاتو څخه خبردي چي د نور افغانستان غوندي شمال کي هم له بدخشان څخه تر فاریاب پوري د مقاومت مشري طالبان کوي،نه داعش .

که په لنډو یې و وایو نو مفکر او ټیم یې غواړي چي دپوځي عملیاتو له اعلانونو څخه په ګټه اخیستنه له نړیوالو دوستانو او سیمه ییزو هیوادنو څخه بسپنه راټوله کړي او که داقتصادي ځوړتیا څخه د راوتلو په اړه یې څه نه دي کړي او یا یې نشي کولای نو چي له همدې لاري خو د حکومت د بودجې کسر پوره کړي، خو روانو حالاتو تراوسه پوري دمفکر د همدې تفکر پایله هم دنوموړي د نورو نظریو او کړنو په شان برعکس ښکاره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x