په اندړو کي څه روان دي ؟!

لیکوال: محمد انور افغان /

اندړ د غزني هغه ولسوالۍ ده چي د دولت د وسله والې ډلې پر وړاندې د لومړي ځل لپاره له دې ځایه پاڅون وشو ، دا لړۍ بیا د هیواد نورو برخو ته هم وغځېده ، د طالبانو پر وړاندې د را پورته کېدو لامل د طالبانو له خوا د خلکو ربړول بلل کېده ، په پیل کي د طالبانو د ظلم پر وړاندي هغه خلک راپورته شول چي ډیری یې د ښوونځیو او پوهنتونونو محصلین وه ، هغوۍ پوهېدل چي له ولس سره څه ډول تعامل وکړي ، تر ډېري لیږي مودې د خلکو په ژوند کي مثبت بدلون راغلی وه ، خو د اربکیانو ( سیمه ییزو پولیسو ) په رامنځته کېدو سره د دې سیمي د خلکو ژوند ورځ تر بلې مخ په بدۍ روان شو ، هغه کسانو چي په پیل کي د طالبانو مقابلې ته را دانګلي وه ، ورو ورو له دې جریانه واته ، تر دې چي د دې پیل شوي لړۍ مشري د سیمي لچکو ، چرسیانو ، شرابیانو او غلو ته لاس ته ورغله ، په کلیو کي د طالبانو د حاکمیت تر پېره هم ډېر ظلم او وحشت خپور شو ، شخصي دښمنۍ وپالل شوې ، غلاوي وشوې ، د خلکو په ناموس تیری وشو ، ارموني ( نا قانونه اولادونه ) په کارېزونو او نورو ځایونو کي وموندل شو ، له حکومت سره یي په وار وار د جګړې اعلان وکړ ، بچه بازي عامه شوه ، له شتمنو خلکو ( له طالبانو سره د همکارۍ ) په نامه په لکونو روپۍ په زور واخیستل شوې او هغه  نوي تنکي ځوانان چي په خپل ښه او بد لا نه پوهېدو د طالب په نامه په ډېر عذاب سره ووژل شول ، د سیمي د خلکو په ګمان د پاڅونه له پیله بیا تر اوسه شاوخوا ۵۵۰ کسه یوازي ځونان وژل شوي ، دا ټول هغه څه دي چي په اندړو ولسولۍ کي د طالبانو پر وړاندې د پاڅون په پایله کي رامنځ ته شول ، خو که اوس بیا شمېرنه وشي د سیمي ۹۰ په سلو کي خلک بیرته د طالبانو واکمني غواړي .

د اندړو یو اوسېدونکی وایي: ( زموږ په سیمه کي چي طالبان واکمن وه ، هر څه مو په امن کي وه ، ناموس ، مال او عزت مو خوندي وه، یوازې له حکومتي کسانو سره په ناسته ولاړه به یي رټلو ، خو د اربکیانو په راتګ سره په خپل سر ، ناموس او مال ډېر ویریږو ، اوس چي زموږ د ځمکو حاصلات په رسېدو دي دوۍ راځي او په زوره د هغو نیمه برخه رانه اخلي ، له طالبانو څخه ځانونه په موږ ساتي ، له حکومته غواړو چي زموږ چاره دي وکړي او له دې شره مو خلاص کړي ).

تر کومه چي ښکاري حکومت پر اربکیانو خپل کنټرول له لاسه ورکړی ، وېره شته چي په دې ولس کي د دریم ځل لپاره د همدغو اربکیانو پر وړاندي ولسي پاڅون را منځ ته نشي ، حکومت ته په کار ده چي دا کلیواله ملېشه یا په سمه توګه کنټرول یا خو یي هم خلع سلاح کړي څو ولس د ارام ساه واخلي .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د