دیني، سیرت او تاریخ

دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۳)

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

ایا کفري نړۍ کولای شي چي قرآن کریم له منځه یوسي؟؟؟؟

نه! هیڅکله نه!!!

الله جل جلاله فرمایي:

۱: يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ﴿٨﴾ سورت الصف

ژباړه: دوی غواړي چي دالله رڼا پخپلو خولو سره مړه کړي، خو الله د خپلې رڼا بشپړ وونکی دی ، که څه هم کافران ( له دغه کاره) کرکه لري.

۲: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿٩﴾ سورت الحجر

ژباړه: بې شکه موږ (پخپله) قرآن نازل کړی او بې شکه چي موږ دهغه ساتونکي یو.

الله پاک وایي چي ما دا قرآن کریم نازل کړیدی او زه یې حفاظت کوم، نه ابلیس نه شیطان اونه هم دده معاونین کولای شی چي د قرآن کریم په یوه زبر اویا زیرکي بدلون راولي—دقران کریم دحفاظت لپاره په کروړو انسانان کار کوي دقرآن کریم د هر شی د حفاظت لپاره علوم شتون لري چي دابه ترقیامته پوری باقي وي لکه

یو څو بیلګې:

۱: حفاظ کرام صرف د قرآن کریم الفاظ په یادوي چي دا په کروړو دي په هروخت اوهره زمانه کي- صرف یواځی په اندونیزیا کي سږ کال ۲۰۱۵ میلادي کال کي یونیم لک ۱۵۰۰۰۰ حافظانو په یوه ورځ پریوه ځای باندی دقرآن کریم د حفظ د ویاړ تاجونه پرسر کښېښودل.

۲: دقرآن کریم د صرف لفظ دزده کړي لپاره علم التجوید او قرأت دی چي په زرهاوو قاریانو په دې کي خپل ټول وخت اوعمر تیرکړیدي.

۳: د قرآن کریم د صرف لغت دزده کړي لپاره علم ادب شته چي په زرهاوو علماء کرام په علم الادب کي شتون لري په هره زما نه کي.

۴: دقرآن کریم د اعراب اوترکیب لپاره علم النحوده چي بې شمېره علماء کرام شتون لري په هره سیمه اوهر وخت کي اوخپل ټول عمر یې په دې فن کي تېرکړیدﺉ.

۵: دقرآن کریم دصیغې دحفاظت اوزده کولو لپاره علم الصرف دي چي په بۍ شمیره علماء کرام شتون لري چي خپل ټول زرین عمریې په دې فن کي تیرکړیدی او تیروي یې.

۶: دقرآن کریم دمعانیو لپاره علم التفسیر دی چي بۍ شمېره تفسیرونه شتون لري اوبۍ شمیره مفسرینو خپل عمرونه په دې فن کي تیروي.

۷: دقرآن دفلسفې اوحکمت دساتلو اوزده کولو لپاره علم منطق، حکمت اوساینس دي چي ددې علماء اندازه هروخت په هره اسلامي ټولنه کي تر شمار وتلې ده.

۸: دقرآن کریم داحکامو دساتلو اوزده کولو لپاره علم فقه ده چي په ځانګړي ډول سره څلورو امامانو رحمة الله علیهم یې اصول ټاکلی دي او ترقیامته پوری به ددې څلورواصولو (قرآن کریم، احادیث، اجماع اوقیاس) تر سیوری لاندی ټول مسایل حل کیږي چي په امت مسلمه کي د فقهاء علماء شمار ناشونی دی په هره زمانه اوهروخت کي.

۹: په قرآن کریم کي د عقایدو د ساتلو اوزده کولو لپاره علم الکلام شتون لري چي د دې علماء شمیر هم په هره زمانه او هره سیمه کي تروس وتلی کار دی.

۱۰: د قرآن کریم د فصاحت او بلاغت دښکاره کولو لپاره علم معانی دي چي د دې علماء شمیر او هلې ځلې هم ترشمار وتلی دی.

۱۱: د قرآن کریم د صحیح املاء د لیکلو لپاره علم خطاطی شتون لري چي په هر دور کي په زرهاوو خطاطانو د قرآن کریم په لیکلو کي برخه اخیستې ده او دا لړۍ لا هم جاري ده.

او داسی نور….. تر شمار وتلی علوم او اشخاص شته چي د دې الهي کلام (قرآن کریم) په چوپړ کي تل ولاړ دي.

دا د کفري نړۍ لومړی کتاب نه دی چي دوی یې لیکي بلکې په زرهاوو دي، دوی هرکال په هره میاشت کي داسی په زرهاوو کتابونه لیکي او خپروي یې تر څو مسلمانان د نړۍ په مختلفو سیمو کي مرتد کړي او له خپله دینه څخه یې واړوي، چي زه دلته د ځینوکتابونو نومونه اخلم:

seerat_maseeh2 seerat_maseeh

۱: سیرة المسیح بلسان عربی فصیح

دا کتاب دوی دقرآن د اعلان (سورت البقره : ۲۳، ۲۴) په مقابل کي ولیکی، دوی ورباندی لیکلی دي چي قرآن وایي چي هیڅوک نشی کولای چي دقرآن په شان کتاب ولیکل شي خو موږ دا دی ولیکی اوس به دا کتاب وګورو:

باب السکینة: ۲۷ المقدسیه
بسم الله الرحمن الرحیم
قُل یاایهاالذین امنوآ انکنتم تؤمنون بالله حقاً فامنوا بی ولاتخافون ان لک عندالله جنات نزلاً.

ددې کتاب په هرباب کي بسم الله الرحمن الرحیم نویشته ده چي دایې له قرآن کریم څخه را اخیستې ده، بل دا چي دا ټوله کتاب له قرآن څخه غلا ده له مختلفو ایاتونو څخه مختلفې ټوټې را اخیستي دي او سره یو ځای یې کړیدي او بیا په دې هم نه شرمیږي چي وایي چي دا موږ لیکلی دي- کله چي دوی دا کتاب چاپ اوخپور یې کړ نو خپله چي کفري نړۍ وکتی هغوی ورته وویل چي دا خو مو هر څه له قرآن کریم څخه را اخیستي دي دا اغیزمن نه دی- خوعیسایي مبشرینو بیا ویل چي په دې سره موږ کولای شو چي ماهیان ونیسو ټوله اسلامي نړۍ نه عربه ده اونه هم سواد لري.

بل لور ته دوی ورته لیکلي دي (المقدسیه) دا کفري نړۍ ددې کتاب ولوستونکو ته دا په ذهن کي ورکوي چي که په قرآن کریم کي مدني اومکي سورتونه شتون لري نو کیدای شی چي کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم مبارک بیت المقدس ته د معراج په شپه ولاړي دلته هم پرده وحې نازلی شویوي نو ځکه دا (المقدسیه) دي او داسی نورچمونه په دې جعلي کتاب نغښتي دي.

کله چي دوی دا کتاب لیکی دوی د چا نوم نه دي پر لیکلی لیکوالان یې مجهوله دي، دوی په دې پوهیدل چي دا مو له قرآن کریم څخه غلا کړېده نو ځکه د لیکوال نوم ورته لیکل شرم دی.

نور بیا….

ددې لیکني د مخکنیو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

ډيره زياته مننه په قلم د برکت .
د شنبې ورځ رخصتي د يهودو د اختر رسمي لمانځنه :
https://www.facebook.com/dawat610/posts/1637148499902297

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x