نړۍ

سوډان: د الوتکې د را غورځېدو په پيښه کې د څلورو زیرانو په ګډون 25 تنه جګ پوړي چارواکي وژل شوي

سوډان نقشهنن ټکی آسیا: په سوډان کې د الوتکې د را غورځېدو په پيښه کې د څلورو زیرانو په ګډون 25 تنه جګ پوړي چارواکي وژل شوي.

د سوډان د خبري اژانس په قول الوتکه د سوډان په ولایت جنوب کردفان کې د تلودي په نامه ښارګوټي ته نیژدې وغورځېده.

په خبر کي راغلي چي په الوتکه کې ۲۶ تنه سپرلي او شپږ تنه د الوتکي عمله ټول وژل شوي، چي په هغو کې د سوډان وزیر اوقاف غازي صادق، د ځوانانو او سپورت وزیر عبد الرحیم توتو، د سیاحت وزیر عیسی ضیف الله، او د خرطوم ولایت د تعلیم او تربیې وزیر علي الجیلاني وژل شوي دي.

ویل شوي چي د سوډان وزیر اوقاف غازي صادق د جنوب کرفان ولایت ته د اختر د لمانځلو لپاره روان وو، چي ددې پيښي سره مخ سو.

باید وویل شي چي د سوډان الوتکي په دې وروستیو کې څو ځله دداسي پيښو سره مخ شوي دي، ځکه چي د امریکا له خوا د اقتصادي بندیزونو له کبله سوډان نه شي کولای خپل الوتکي ترمیم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close