شعـــــرونه

جهان ژړل

شاعر: سید احسان الله الهام –

چا به په كور چا په بيابان ژړل –
نيم خبر نه وو نيم كاروان ژړل –

شايد هغه ورځ يې د مړيني ورځ وه –
بې وريځ باران وو شنه آسمان ژړل –

اثر يې پروت وو د جانان د مرګي –
ما به په خوب كي ناګهان ژړل –

دا دى لا نه مرم پايم ساوې اخلم –
زما په حال چا په ارمان ژړل –

د ښكلو وركه د زړو مراندې باسي –
پوه شوم چي ولي درست كنعان ژړل –

ها به لا څنګه شپې او ورځي وې چي –
په ګران پسې مؤمن جهان ژړل –

په مجاهد ملا عمر الهامه ! –
هر مسلمان، غازي افغان ژړل –
2015/08/22

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x