ادبي لیکني

شهېدشپونکې ته

پرهیز شګيوال

نن ښه ډېرژاړمه خپل زړه سپکوم
پرېمانه اوښکې په شپونکې تويوم

ستاپه ساده خوله چاباورونکړ
ستاانسانېت ته چانظرونکړ

نه ېې قاضې اومحکمې ته بوتلې
نه ېې خپل ځاې اونه رمې ته بوتلې

دغرولمنوکې ټپه مړه شوله
شپيلۍ دې ګنګه شوه نغمه مړه شوله

ته خوېې ځانته په مېدان پرېښودې
په وېنورنګ دې بې ايمان پرېښودې

تابه اوس څوک دې خوارکۍ ته بوځې?
تابه نوڅوک دې مورکۍ ته بوځې?

دښته ده شپه ده ګېدړان ګرځې
دانسان شکل کې لېوان ګرځې

ته خوپه خوب باندې ډېرزر وېده شوې
ډېر ېې خفه کړې مرور وېده شوې

ښه شوچې څه دې اورېدلې نه دې
په غوږ دې بد رد اورېدلې نه دې

ګنده الفاظ په خولې ناولي کېدې
ستاپښتنې مورته کنځلې کېدې

الله اکبربه ښه په جارېې کوو
ستاپه وژنه افتخارېې کوو

شپونکېه خېرته خوبې غمه شولې
ستړې دنياوه ايله دمه شولې

داغ دې ترعمره ورته زړه کې کېښود
غم دې پرهېزخوارشګېوال ته پرېښود

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x