شعـــــرونه

مور ـ نظم

جانان خدرخېل

رمه دې څه کومه
وري دې دا اوس ومري
شیدې دې ټولې توی شي
کوچ په بلا وهمه
مستې مې ندي په کار
قورت او غوړي څه کوم
زه یې په تندر ولم
دنیا دې اور واخلي
پیسې دې وسوزېږي
رمه مې نه ده په کار
زما مې زوی په کار دی
اې زویه ! تا غواړمه
مور دې ړنده شه درته
مور درنه وګرځېږه
مور درنه جار سه زویه
مور دې لوګی شه درته
مور دې ټوک ټوک بدن ته
هغه ټوټې وجود ته
لوګی لوګی شه زویه
چې پوره دوه سوه
مرګونې مرمۍ
او سرې خونکارې مرمۍ
او سرې کفارې مرمۍ
دې پرې خوړلي زویه
یواځې سر دې روغ دی
او نور بدن دې زویه
داسې ټوټې ټوټې دی
چې زړه مې چَوي درته
اوښکې مې ختمې شولې
نوره ژړا نه راځي
نوره له غمه زیاتي
لېونۍ کېږم زویه
خو د سپین سرې ادې
د زړه له غوښو جوړه
د شهادت دې درته
مبارکي درکوم
زما شهیده زویه
زما شپونکیه زویه
زما شپونکیه زویه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اتل افغان

دا به ستاسو د پنجابي رسنۍ په وینا و منو چې وژل شوی کس شپون وو. تاسو د هغه په ناحقه وژنه څومره ناراحت یاست، په داسې حال کې چې د پنجابي ګوډاګیانو په لاس هر ورځ بی ګناه افغانان او مسلمانان په ناحقه سره وژل کیږي. آیا هغه بی ګناه افغانانو، ماشومانو او میرمنو چې وړمه ورځ مو د کابل د مکرویانو په سیمه کې په خپلو وینو کې لت پت کړل مور، پلار، ورور او خور نه درلودل؟ او یا هغه بی ګناه افغانان چې په تیرو پنځلس کلونو کې مو په ځان وژونکو حملو کې په شهادت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x