په کوټه کی دګرځنده ټلیفونو شبکو یوځل بیا کارپه ټپه ودراوه

MOBILESIGNALISNOTWORKING(نن ټکی اسیا ۲۰۱۲/۰۸/۲۰)  په داسي حال کی چی نن مازیګر دپاکستان دکورنیو چارو وزیر عبدالرحمن ملک له خبری رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، چي هیواد کی یی دترهګرو بریدونو درامنځ ته کیدو ویره ترسترګو کیږي نو ددي لپاره کیدای شي داختر په جریان کی د ګرځنده تلفونونو شبکی کارپریږدي.

دنومړي له خبرتیا سره جوخت له اوس څخه څه موده مخکی دګرځنده تلفونونو شبکو دکوټي په ښار کي په ټپه کاردرولي، چی له امله یی دکوټي ښاریان له سختو کړاونوسره مخ کړي دي. خو رحمان ملک بیا وایی حکومت یی دغه اقدام داولس دخوندیتوب اوساتلوپه غرض پورته کوي، ترڅو داخترپه درنو شپو کی ترهګر ونشي کړی چی دخلګو خوشحالی په غم باندی بدلی کړي. نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د