افغانستان

د هلمند پنځه ولسوالۍ سقوط ته نږدې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱، ۱۳۹۴ل): د هلمند چارواکي وايي چې د دې ولایت پنځه ولسوالۍ له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دی، چې دوی يې په اړه پر یو پلان کار کوي.

د هلمند امنیتي مسوولینو ویلي چې دوی د دې پنځو ولسوالیو د مرکزونو د لېږد په اړه پر پلان فکر کړی دی او ژر به يې عملي کړي.

د هلمند یو دولتي مقام افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې دوی نیت لري چې د نا امنۍ او د ولسوالیو د سقوط له وېرې کجکي، واشیر، نوزاد، سنګین او موسی کلا ولسوالیو مرکزونه د ولایت مرکز یا هم نورو امن ولسوالیو ته انتقال کړي.

د هلمند چارواکي وايي چې دوی د دې ولسوالیو مرکزونو ځکه خوندي ځایونو ته لېږدوي، چې په اوسنیو ځایونو کې بريدونه تل کېږي، خو دوی د امنیتي ځواکونو ته مرسته نه شي رسولی.

که څه هم د نوزاد ولسوالي څو ورځې وړاندې طالبانو ونیوله، چې دم ګړۍ يې مرکز په « دینه» سیمه کې دی، خو د چاوراکو په وینا د دوی د پلان له مخې د دې ولسوالۍ مرکز به دې ځای نه هم یو بل امن ځای ته انتقال شي.

پر دې سربېره د دې پلان له مخې سنګین ولسوالي مرکز لښکرګاه ته د « حاجي فضل محمد» سیمې ته راوړل کېږي، موسی کلا د کاریز قدسي سیمې ته وړي او واشیر د ګرشک ولسوالي کوم خوندي ځای ته انتقالوي.

د هلمند چارواکي په داسې حال کې دغه پلان طرح کړی، چې د ناتاييد شویو راپورونو له مخې طالبان له در ورځې پرلپسې جګړې وروسته وتوانېدل چې د موسی کلا ولسوالي ودانۍ هم بشپړه تر واک لاندې کړي.

تر اوسه نه ده روښانه چې دغه پلان به کله عملي کېږي، خو د وسله والو طالبانو پرلپسې بريدونو ته په کتو ښايي د هلمند چارواکي ژر تر ژره دغه پلان عملي او په دې توګه به پنځه ولسوالي د طالبانو تر واک لاندې راشي.

یاده دې وي هلمند ولایت چې د کال په سر کې د دولتي ځواکونو د دوه میاشتني عملیاتو شاهد هم پاتې شوی دی، لا يې هم پراخې سیمې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي، چې دولتي ځواکونه يې په بېرته نیولو کې بې وسه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x