fbpx

برتانیه: د پوځي چورلکې غورځېدو ۷ کسان وژلي – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱، ۱۳۹۴ل): برتانیه کې د چورلکو د نندارې پر مهال یوه پوځي چورلکه په ډک او مصروف سړک غورځېدلې چې له کبله یې ۷ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د راپورنو له مخې د چورلکو د نندارې پر مهال یوه چورلکه له ګڼې ګوڼې ډک په یوه سړک وغورځېدله چې له کبله یې ډير موټر له یوه بل سره ټکر شول.

ځايي پولیس وايي چې په پېښه کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي او اټکل کیږي چې د وژل شوو کسانو شمېر زیات شي.

عیني شاهدان وايي چې پیلوټ موندل شوی او روغتون ته انتقال شوی خو د هغه د مرګ و ژوند په اړه لا تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.

تېر کال هم په انګلستان کې یوه پوځي چورلکه وغورځېدله چې له کبله یې د امریکا د هوايي ځواک څلور عسکر ووژل شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د