افغانستان

کابل: چاودنې د اردو څلور عسکر ټپيان کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱، ۱۳۹۴ل): نن سهار مهال د کابل په شمال څنډه کې د ملي اردو د عسکرو رینجر موټر پر خښ کړل شوي ماین برابر شو، چې چارواکو پکې د څلورو تنو د ټپي کېدلو منلي دي.

د کلکان ولسوال رحمت خان فقیر زاده وايي چې د ملي اردو رینجر موټر د کابل ـ پروان په لویه لاره د سړک د غاړې د ماین ښکار شو، چې په وینا يې څلور تنه عسکر پکې ټپیان شوي او تر روغتونه رسيدلي دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی اونه هم خپلواکو سرچينو د تلفاتو په اړه څه ويلي دي، خو د کلکان ولسوال د ماین خښول د وسله والو طالبانو کار بولي.

د هغه په خبره په کلکان کې د طالبانو فعالیت نشته، خو د دې ډول پېښو لپاره طالبان له قره باغ ولسوالي نه د دې ولسوالۍ په ساحه کې عملیات کوي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې تېر مازیګر هم د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې یوې چاودنې درې بهرنیان ووژل او اتلس عام وګړي يې ټپیان کړل، چې مسوولیت يې تر دم ګړۍ چانه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x