بشار الاسد دحمد په جامع جومات کی داخترلمونځ اداکړ او له امام څخه مخکی یی سلام وګرځاوه

besharulassadط(نن ټکی اسیا ۲۰/۰۸/۲۰۱۲) دسوریی اولسمشر بشارالاسد تیره ورځ دسوریی په پلازمینه دمشق کی په حمد جامع جومات کی د۱۱دقیقو په تیریدو سره داختر لمونځ سره له خطبی پای ته ورساوه اوله امام څخه مخکی یی سلام وګرځاوه.

خبرزیاته وي چي ښاغلي اسد او ورسره نورحکومتي چارواکي چي دغه جومات ته راغلی وو ډیر ویریدلي ښکاریدو اوپه جومات کی ترلمونځ کونکو دامنیتي کسانو شمیره زیاته وه. اوهمدارنګه له بشارالاسد سره دلمانځه پروخت دنوموړي مرستیال فاروق الشرع هم نه ښکاریدي داسي انګیزي ترغوږو کیږي چي ښاغلي فاروق الشرع له حکومت څخه ګوښه شوي اوچیري نادرکه شوی دي. بشارالاسد اونوموړي پلار حافظ الاسد به مخکی په زاړه دمشق کی په مسجد اموي کی داختر لمونځه ادا کاوه، چی سږ کال هم خلګو ګومان کاوه چي بشارالاسد به له عادت سره سم مسجد اموي  کي داخترلمونځ اداکړي، خو امنیتي ستونځو له کبله ښاغلی بشار ومسجد اموي ته نه بلکه دحمد وجامع مسجد ته ولاړ اوهلته یی داخترلمونځ اداکړ. نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د