شعـــــرونه

چوپتیا

قاري سعید

غر ،
لکه پير مراقبه دی او که خوب وړی دی
او دبیابان ترخو هم
غوږونه څک نیولي
ژور ګړنګ له انګازو نه تش دی
کاڼو !
له یوبل سره ورو غږیږئ
ګورئ ، راویښ یې نه کړئ
دلته،
د دې راغه په وېړه غېږ کې
زموږ دشهید شپونکي
د شپیلۍ غږ ویده دی . . .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x