نظــر

ملا عمر؛ یو تاریخي که افسانوي شخصیت؟

مصطفی عماد

عزت او ذلت د الله تعالی په لاس کې دی. کله د جونګړو اوسیدونکو او د ساراګانو لارویانو ته عزت ورکړي او کله د بنګلو او محلونو اوسیدونکي بې عزته کړي. د یوه پیغمبر (نوح علیه السلام) په کور کې بې لارې زوی پیدا کړي او د بت تراش اذر په کور کې د توحید تر ټولو ستر داعي او د الله تعالی اولوالعزم رسول (ابراهیم علیه السلام) پیدا کړي. یو یتیم د عربو د تکبر او فرعونیت په منځ کې وروستني پیغمبر او د بشریت تر ټولو ستر شخصیت شو، چې تر څو نړۍ وي حضرت محمد صلی الله علیه و سلم به یې رهبر وي.

امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد هم یو استثنایي شخصیت و چې د عظمتونو، لوړو، ژورو، ستونزو او ویاړونو په هیواد افغانستان کې پیدا شو. په ستونزو کې نړۍ ته راغلی و، په ستونزو کې لوی شوی و او په ستونزو کې وفات شو. خو ټول ژوند یې له ویاړه ډک و؛ جهاد یې، مبارزه یې، مشري یې او مرګ یې هر یو ویاړ و.

ظاهراً داسې ښکاري چې افغانستان د عجیبه تصادفاتو وطن دی، خو د الله تعالی پدې لایتنهاهي کائنانو کې تصادف نشته. هر څه د یو منظم تسلسل له مخې رامنځته کیږي او هر کار د تیرو کارونو د تسلسل منطقي انجام وي. موږ پرې زیاتره نه پوهیږو. ملا عمر هم د یو لړ پيښو د منطقي انجام په نتیجه کې دغسې ویاړمن مقام وګاټه.

یو یتیم طالب

ملا عمر یو یتیم و. طالبۍ ته یې مخه کړه، پوره ملا شوی لا نه و چې روس پر افغانستان یرغل وکړ. محمد عمر طالب العملي پریښوده، د جهاد لاره یې ونیوه. الله تعالی په جهاد کې تکړه او زړور کړ. د بدن ځینې برخې یې پکې شهیدې شوې خو عزم یې پکې پوخ شو.

یو عادي مجاهد

جهاد یې د یو عادي مجاهد په توګه پیل کړ. عمر یې کم خو غیرت او مهارت یې زیات و. ټولو به ستایه چې هم زړور او بهادر دی او هم د جنګ په هنر پوهیږي.

یو ټیټ رتبه سرګروپ

زړه ورتوب یې د طالبانو د یو جهادي ګروپ قوماندانۍ ته ورساوه. ارام او عاجز معلومیده، خو سنګر یې کله هم نه پریښوده. تل یې ډګر ګاټه.

بیرته طالب

روسان ووتل، مات شول، شرمنده شول، امپراطوري یې دړې وړې شوه. موږ ته یې له یوې مخې د ماتولو ویاړ راپاتې شو خو د ملي نفاق ویروس یې هم راته پریښود. په هیواد کې وروروژنه پیل شوه. یو لوري د روس ناتمامه جګړه پر مخ بیوله، په مقابل کې یې یوه مقاومه ډله جوړیده خو واحد صف جوړ نه شو. محمد عمر بیرته خپلو درسونو ته وروګرځید چې که پوخ ملا شي.

د یوه موټر سایکل څخه د مبارزې پیل

په هیواد کې کور په کور جنګ شو، فساد پکې اوج ته ورسید، په ویاړلي کندهار کې له دین او قانون څخه نافرماني تر بل هیڅ ځای کمه نه وه. اخلاقي جنایتونه هم لوړې کچې ته ورسیدل، هیواد د بیلتون پر لیکه ودرید. ملا عمر په یوه موټر سایکل سپور شو، پخپلو زړو ملګرو یې دوره پیل کړه؛ له ملګرو یې وغوښتل چې خاموشي او بې تفاوتي ګناه ده ملت او اسلام ته باید نجات ورکړو…

شپږ ملګري

ډیر کم کسان ورسره ملګري شول. د ده عزم قاطع و، خپل دعوت او مأموریت یې پرې نښود. په لومړیو کې یې شپږ ملګري پیدا کړل، ورو ورو یې ډله لویه شوه، د دې امکان پیدا شو چې ملت د سکټاریستو ډلو پر ضد پر یو محور راټول شي. غربي او عربي نړۍ هم په افغانستان کې د واک له خلا څخه په ویره کې شوه. لدې هم ویریده چې حکمتیار یې پخوا امرونه ندي منلي؛ که واک ته ورسیږي نو بیا به ورسره په لانجه کې وي. مسعود د غرب او شرق سره جوړ و، خو زور یې نه رسیده چې ټول هیواد په یوه مرکز راټول کړي. نو باید له یو داسې قوته یې ملاتړ کړی وای چې د یو واحد مرکزیت د جوړولو او ساتلو وس یې درلودای. دا وس یوازې په ملا محمد عمر کې و.

هغه کسان یې مات کړل چې د نړۍ تر ټولو وحشي ځواک یې مات کړی و

ملا عمر راپاڅید هغه مجاهدین یې مات کړل او سیمې یې ترې ونیوې چې د نړۍ تر ټولو خونخور ځبرځواک یې مات کړی و. د دوی پّه ډله کې د حکمتیار په شان جذاب رهبر او د مسعود په شان باعزمه چریک هم پکې و. حکمتیار له ملا عمر سره یا جګړه نه کوله او یا یې ملګرو ته د ملا، مجاهد او پښتون په مقابل کې د جګړې انګیزه نه شوه ورکولی، خو مسعود یې په مقابل کې قومي اجندا ته زور ورکړ. سره لدې چې د چریکي جګړو ښه تجربه، شخصي ثابت قدمي او د روسانو، ایران، هند او غرب مرستې هم ورسره وې، خو ملا صاحب ترې پنځه نوي سلنه خاوره ونیوله.

له یو چا خو به یې مرسته اخیسته

دا خبره تل تکراریږي چې ملا صاحب د دې یا هغه ملک سړی و. شواهدو ثبوت کړې ده چې د هیچا سړی نه و. یو باغروره افغان مسلمان و او لکه د نړۍ د هر انسان په شان به یې له یو چا سره راکړه ورکړه او اړیکي جوړولې.

ویل کیږي چې په لومړیو کې ورته امریکا او انګریز هم د پاکستان له لارې څه مرسته ورکړې ده، خو کله چې پوه شول چې ملا صاحب د خپل واک او ارداې څښتن دی نو بیرته یې د ده مخالف مسعود ته مرستې ورزیاتې کړې.

له هیچا یې فرمان نه اخیسته

که ملا عمر له کوم ملک یا کوم اسلامي تنظیم څخه څه مرسته اخیستي وي، خو له چا یې فرمان ندی اخیستی. که ظاهراً یې سیاسي پوهه کمه معلومیده، خو د هیواد په ملي ګټو او ملي تاریخ تر هر بل سیاست مدار ښه پوهیده. اړیکي ساتل د نړۍ عام عرف دی، خو هیڅوک نشي ثبوتولی چې ملا عمر له چا فرمان اخیستی وي.

علم یې زړه کې و

مدرسه ترې دواړه ځلې په نیمایي کې پاتې شوه، خو په زړه کې یې الله تعالی داسې پوهه ور اچولې وه چې د لویو پوهانو خولې ورته وازې پاتې کیدې.

تر اصفهانه به یې پسې واخلو

کله چې په شمال کې د طالبانو په لاس د ایراني جاسوسانو تر وژنې وروسته ایران پر افغانستان د برید ګواښونه پیل کړل، نو ملا صاحب ته هم چا وویل چې که ایران برید وکړي څه به کوو؟ ده ورته وویل چې ایران هوښیار ملک دی، دا کار نه کوي، چې ورته تکرار یې کړه نو ملا صاحب ورته په سړه سینه وویل چې که دا کار یې وکړ نو تر اصفهانه به یې پسې واخلو. هغه پوهیده د ده نیکه شاه محمود هوتک هم ایراني مستکبرین تر اصفهانه زغلولي او بیا تسلیم کړي و.

روس یې وارخطا کړی و

روسانو چې د ملا عمر نظامي ستراتیژیکو بریالیتوبونو ته کتل نو د وارخطايي چیغې یې پیل کړې وې چې دا لښکر په حیرتانو نه ودریږي او د مسکو د دروازو تر ټکولو به جګړې ته دوام ورکړي. خو ملا صاحب به ویل چې خپل ملت پر دې یو نغري راټول کړم دا به مې لویه سوبه وي.

امریکا ته یې پاکه خبره وکړه: دوی به خپل کار کوي موږ به خپل

امریکا چې پر افغانستان د یرغل لاپې پيل کړې، ملا صاحب ترې د خبرو اترو له لارې د مسایلو د حل غوښتنه وکړه. هغه خبر درلود چې د بوش په مشرۍ نوي محافظه کاران په امریکا کې واک ته رسیدلي دي او غواړي چې یویشتمه پیړۍ یا د دوی په وینا (نوي امریکایي پیړۍ) د ټولې نړۍ د کنټرول پیړۍ کړي. دوی جګړې ته بهانه لټوي او که هر څومره ورته سوله سوله ووایې، هغوی خپل تصمیم نیولی دی چې په مظلومو ملکونو یرغل وروړي. نو ده یې هم په ځواب کې وویل: شواهد خو نه شي پیدا کولی خو که برید یې وکړ نو موږ به هم له خپل دین او ملته دفاع کوو، دوی دې خپل کار کوي او موږ به خپل. یعنې امریکا به ظلم کوي او موږ به یې مقابله.

د خدای په رحم او قهر دواړو یې باور و

د امریکایي یرغل په درشل کې یې ملت ته یو لنډ پیغام ورکړ. زه پاچاهي او مشري له لاسه ورکوم خو پروا یې نه کوم، زما ملت خو هیڅ هم نلري، دوی خو یې باید بیخي پروا ونکړي. پر موږ به خدای رحم وکړي او بوش به خدای تباه کړي. بوش تر دې ښیراوو وروسته ډیر ویریدلی و.

چې دا منګی زموږ پر سر نسي مات

د اسامه بن لادن کیسه اوږده او پیچلې ده. د ټولې نړۍ مسلمانو ځوانانو په افغانستان کې د روسانو سره په جهاد کې د افغانانو ننګه وکړه. تر جهاد وروسته ورته په خپلو ملکونو کې دروازې بندې شوې، ټوله نړۍ ورته زندان شو. اسامه یې له سوډانه هم وویست. تر ملا صاحب مخکې افغان مجاهدینو افغانستان ته راوست. کله چې ملا عمر مشر شو، د یو داسې مسلمان په توګه یې دلته پریښود چې بل ځای یې پناه نشته.

نور نو ملا صاحب د دیوبندي مدرسې فکر درلوده او اسامه سلفي، ملا عمر افغاني اجندا درلوده چې خپل ملک له ملوک الطوایفۍ راوباسي او پر یو مرکز یې راغونډ کړي او اسامه نړیواله اجندا او د فلسطین انتقام غوښت. اسامه که له امریکا له افغانستانه برید کړی وي نو له ملا عمر او افغانانو سره یې ناځواني کړې ده.

ملا صاحب پدې پوهیده چې افغانستان ته د اسامه راوستل د یو لوی تفاهم له مخې شوي دي. امریکا تر کلونو کلونو ځان غلی نیولی و. خو دا چې نوو محافظه کارانو ځان ته یو دویم پرل هاربر جوړاوه او ځان ته یې په مظلومو ملکونو د جګړې جواز اخیسته، نو د اسامه د ورسپارلو ډنډوره به یې غږوله.

د سپتمبر د یوولسمې پيښې هم ساختګي ښکاري. یا امریکا پخپله کړي دي او یا یې د هغوی د پيښېدو مخه نده نیولې. که اسامه کړي وي، نو د میلمه توب حد او د کوربه د مروت درنښت یې تر پښو لانې کړی دی. ملا صاحب نه غوښتل چې د ده له کوره د بل چا په کور برید وشي. د سپتمبر د ۱۱ په پيښې د هیڅ افغان د برخې یا لاس لرلو ادعا نده شوي. پر افغانستان یرغل د استعمار او امپریالیزم له تکبره سرچینه اخیستي ده.

ملا عمر یوه ورځ له رادیو پخپلې یوې مرکې کې وویل چې (موږ غواړو چې دا منګی زموږ پر سر نه سي مات). زیاتره خلک یې په مطلب پوه نه شول. خو په یو شخصي مجلس کې یې چا ته ویلي و: اسامه اوس د مردارۍ هغه منګي ته ورته دی چې نړۍ زموږ پر سر ایښی او بیا یې مات کړی دی. اوس وایي چې منګی روغ راکړئ، دا نو اوس امکان لري؟ بیا یې دا هم زیاته کړې وه ظاهر شاه کفار کفارو ته ندي سپارلي، زه مسلمان څنګه کفارو ته وسپارم

ملا عمر د غرب په نیت پوهیده چې د فرعونیت په روحیه په نړۍ د یرغل لپاره تیار دی. نو د اسامه د سپارلو د بیا بیا غوښتنو په ځواب کې یې وویل: چې ظاهرشاه جرمنان متحدینو ته ندی ورکړی، یعنې کافر یې کافرو ته ندي ورکړي، نو زه څنګه یو مسلمان کافرو ته ورکړم. زه په دښتو کې یو روزل شوی جنګیالی یم او ظاهر شاه یو نازولی شهزاده و. زه تر ظاهر شاه هم ډارن او نازولی سم؟

عربستان ته پیغور

د سعودي د استخباراتو مشر ترکي الفیصل ته یې یو ځل وویل چې ولاړ شه، مصلحت دې وکړه او بیرته راشه. که اسامه ته پخپل کور (سعودي عربستان) کې د ژوند حق ورکولی شئ نو درسره بو یې ځه. کله چې دوهم ځل ترکي الفیصل راغی، نو ملا عمر یې په لړزانده دریځ پوه شو، نو ښه په زغرده یې ورته وویل چې یو نر در پکې پیدا شوی دی، اوس یې کفارو ته ورکوئ. لږ خو تاسو هم پر اسلام ننګ وکړئ. عرب جاسوس هم ورته وویل چې نو د امریکې زور ته ټینګ شه!

پوهیده چې فرعون عذر نه مني

ملا عمر پوهیده چې فرعوني بوش نه دپلوماسي مني او نه بشري وروري. که څومره نرمه ورته وویل شي، له خپل تکبر څخه نه راکوزیږي، نو خپلو جنګیالیو ته یې وویل چې مسلمان کافرو ته ونه سپارئ، نور به څه کیږي.

اخیرت یې تر دنیا غوره وګاڼه

له ځان سره یې تصمیم نیولی و چې کافرو ته مسلمان نه سپاري. پدې پوهیده چې امریکا پر افغانستان یرغل کوي، خو ده ته د پاچهي له لاسه ورکول اسان ښکاریدل خو دا یې نه شول کولی چې د قیامت د ورځې له رسوایي سره مخ شي.

د افغانستان تاریخ یې تر حکومت مهم ګڼلو

کله چې خپل مشران ملګري راټول کړل او مشوره یې ترې وغوښته نو دا الفاظ یې ورته وویل: دوه لارې دي. یا به حکومت ساتو او یا تاریخ؛ یا به اخیرت ته ترجیح ورکوو او یا دنیا ته. ځینو ملګرو یې وویل چې امریکا په نړۍ راج چلوي، زور مو ورسره نه رسیږي، څه سازش مازش به ورسره وکړو. ځینو نورو وویل چې اخیرت ته ترجیح ورکوو. که پدې دنیا راباندې ډیر مصیبتونه او مشکلات هم راشي، هاغه دنیا به مو ښه شي. ملا صاحب همدا نظر خوښ کړ او ویې ویل: له پاچهي تیر یم خو تاریخ نه خرابوم. سړی نه ورسپارو.

لږې خبرې او ډیر کار

کرزي صاحب د ملا عمر د وخت له یوه چارواکي پوښتنه کړي وه چې د ده او ملا صاحب پرتلنه وکړي. هغه ورته ویلي و چې هغه له حده زیات کار کاوه او ډیرې لږې خبرې یې کولې خو تاسو زیاتې خبرې کوئ او ډیر کم عمل. کرزي ورته خندلي و چې ملګرتوب دې وکړ. ملګرتوب یې نه و کړی. ملا عمر به ویل د افغانستان په تاریخ کې یو مشر هم زما هومره لاسلیکونه نه وي کړي. ده به د شپې تر دولسو بجو د امارت ټول کارونه خپل اوریدل او بیرته د اجراآتو لپاره به یې اوامر لاسلیکول.

ښه اوریدونکی

د نورو خبرو ته یې ښه غوږ نیوه. د ټولو خبرو په منځ کې یې دوه درې مهمې خبرې تشخیصولې او په (ښه، ډیر ښه، سمه ده، توکل پر خدای) به یې بسنه کوله. اخیر یې له ویناوال سره افغاني خدای پاماني کوله او خپلو ملګرو ته یې ویل چې میلمه عزت وکړي. د اظهر پوهنتون څخه د ډکتورا یو فارغ ورته د اسلامي حکومتدارۍ او عادلانه مشرۍ په باره کې یو ساعت غږیدلی و. په پای کې ملا صاحب ورته ویلي وو چې ټولې خبرې دې ما واوریدې، مهمې وې. بیا یې خپل ځانګړي مشاور ته ویلي و چې د میلمه ښه عزت وکړئ. ډاکتر صاحب له مشر سلاکاره پوښتلي وو چې دی لکه چې مشر ملا ته ډير عادي سړی ور ښکاره شو. خو مشر سلاکار ورته ویلي و چې برعکس مشر ملا یوازې هغه خبرو ته په دقت غوږ نیسي چې مهمې وي. دا ستا یو عزت و چې یوازنی ویناوال وې. هغه دې ټولې هغه خبرې پخپل ذهن کې وساتلې چې د سر او سترګو په اشاره او یا په موسکي کتو یې تاییدولې. نور خلک چې په خبرو کې یې د کوم شخصي مشکل د حل مسئله وي مشر ملا پرې په لومړۍ دقیقه کې پوهیده له ویناواله یې اصلي ستونزې ته د راتګ غوښتنه کوله او په دوه دقیقو کې یې مسئولینو ته ور لیږه چې ستونزه یې ورحل کړي.

زموږ پایڅه پخپله پښه کې نښتې ده

کله چې به ورته چا د نړیوالو اړیکو او ستونزو خبره کوله، ده به ویل (زموږ پایڅه پخپله پښه کې نښتې ده). معنی دا چې خپل داخلي ستونزې مو ندي حل. د ملا صاحب نظر دا و چې که افغانان خپلو کې سره جوړ او په یو نغري راټول وي، نو هیڅ بهرنی موږ ته ګواښ نه شي کولی او نه مو شي ویرولی.

یو څو احساساتي کسان په سزا ورسوئ چې نورو ته عبرت شي

د قومي او ژبنیو تعصباتو سره مخالف و. یو ځل یې امیر خان متقي ته ویلي و چې دا کوم لیکوالان چې ډیر پښتو او فارسي مطرحوي یو څو تنو ته سزا ورکړئ، چې نورو ته عبرت شي. ملا متقي ته بیا کوم لیکوال ویلي و چې لیکوال

خو د ټولنې ترجمان وي هغه څه وايي چې په ټولنه کې موجود وي. تعصب سیاستمداران ایجادوي. ځینې سیاستمداران له تعصبه خپلو ملګرو ته انګیزه ورکوي چې د دوی د روا یا ناروا هدف لپاره وجنګیږي. متقي غلی شوی و او ځواب یې یوازې دا و چې خدای دې دا مسعود ته هدایت وکړي دا ټول مسایل ده راوویستل.

هسې ګوذاره به کوو چې پلرو او نیکو مو سره کړې ده

یو ځل د اکبري په مشرۍ د هزاره قوم یو لوی هیئت مشر ملا ته ورغلل چې ملاتړ ورسره اعلان کړي. ملا صاحب ورته له خپلې کوټې راوتلی و او ورته ویلي یې و: ډیر شه مو وکړل چې راغلاست. خورا شه کار مو وکړ. ځئ لاړ شئ، پر خپلو مینو واړوئ، سر، مال او ناموس مو په امن دی. داسې ګوذاره به سره کوو لکه پلرو او نیکونو چې مو کړې ده. د هیئت تر تللو وروسته یې ورته ځینو ملګرو ویلي و چې ملا صاحب دا خو د یو لوی قام استازي و، لږ ډیر به ورسره غږیدلی وای. ملا صاحب ورته ویلي و ډیرې خبرې پکار ندي. د هیواد د مشر وظیفه ده چې ولس ته د سر، مال او ناموس د خوندیتوب ډاډ ورکړي. کله چې وطن یو لاس او حکومت جوړ شو بیا به ورته په خدماتو کې هم عدالت نه تر پښو لاندې کوو. او لږ تاریخ ولوله زموږ پلرو چې مشري کړې ده ټولو قومونو ته یې د سر، مال او ناموس امنیت ورکړی دی، ما هم ورته هماغه خبره وکړه.

د رادیو تر خبرونو پورې یې هر څه څارل

وایي چې ملا عمر به د حکومت ټولې چارې څارلې او هر چارواکي ته یې په هماغه شیبه د سمون امر کاوه. یو دوست مې په کندهار کې څه موده دنده درلوده هلته ورته د رادیو یو نظاق دا ویلي و چې مشر ملا به هر څه حتی د رادیو تر خبرونو څارل. ملګري مې ترې یو مثال غوښتی و. د هغه ځواب دا و چې یو ځل یې په خبرونو کې ویلي و چې د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې دا مقررۍ شوي دي. د خبرونو تر پای وروسته ورته د مشر ملا تلیفون راغلی او ورته ویلي یې و چې نطاقانو اخیر مو مقررۍ هم پخپله پیل کړې. کله چې نطاق وارخطا شوی و نو مشر ملا ورته ویلي و چې دا مقرري خو یو څوک کوي نو بل ځل داسې وایاست: د امیرالمومنین په امر د اسلامي امارت په تشکیل کې دا مقررۍ شویدي.

نظامي نابغه

بی بی شي راديو څو ځل ویلي و چې ملا عمر یو نظامي نابغه و. د طالبانو له ډیرو قوماندانانو دا نقل شوی دی چې کله به دوی په جګړه کې له بن بست سره مخامخ شول نو له ملا عمره به یې د مخابرې له لارې د لارښوونې غوښتنه کوله. هغه د جګړې هر څه په مخابرو کې خارل، د موققیت، محیط او شرایطو په باب تر یو څو پوښتنو وروسته به خپلو ملګرو ته یوه داسې سمه قومانده ورکوله چې ځای به یې نیوه. کله چې به په مخامخ جګړو کې حاضر و نو بیا خو یې د بري چانس بیخي زیات و

اردو به ژر جوړه کړو

لدې سره یې مینه وه چې منظمه اردو ولري چې ملګري یې په منظم ډول حمایه او د چریکي جګړې تلفات کم کړي. اسامه ورته د عربي شتمنو څخه د دومره مرستو وعده اخیستې وه چې د یو نیم لک خوا وشا کې اردو پرې جوړه او مجهزه شي. کله چې پاکستان لدې موضوع خبر شوی و، نو ویریدلی و. ملا عمر ته په نزاکت کې ویلي و چې کله ټول هیواد ونیسي نو د لویې جرګې تر جوړولو وروسته دې اردو جوړه کړي، ځکه لویه جرګه به ده ته پوره مشروعیت ورکړي. پاکستانیانو ورته ویلي و چې زموږ اردو هم د اسلام اردو ده او ستاسو په خدمت کې ده. ملا صاحب پوه شوی و چې پاکستانیان د افغانستان د اردو جوړولو څخه ویریږي. نو خاصو ملګرو ته یې ویلي و چې لومړی باید دا خپل کور یو لاس کړو او داخلي مشکل حل کړو، بیا زه خپله اردو جوړه کړم. دفعتاً په دوه ډګرونو نه شو جنګیدای. بیا به زده د دې پاکستانیانو مور …….

هر څوک دې هغه شی وساتي چې لري یې

د سپتمبر تر پيښو وروسته چې پاکستان دکانداري وکړه او له امریکا سره د افغانستان پر ضد جګړه کې د بې قیدوشرطه همکارۍ ژمنه وکړه نو دخله وزیر یې د مکر لپاره مشر ملا ته راغی او ورته ویې ویل: ملا صاحب حکومتونه مو راړنګوي، زور مو ورسره نه رسیږي، امریکا لویه بلا ده. نو ملا صاحب ورته وویل خیر دی د ورورۍ ویش به سره وکړو. هر څوک دې هغه شی وساتي چې لري یې. تاسو تاریخ نه لرئ که حکومت یې درړنګ کړ بیا یې نه شئ جوړولی. خپل حکومت وساتئ. زما حکومت څو ځل ړنګ شوی دی خو بیا مې جوړ کړی دی خو تاریخ مې کله هم ندی خراب کړی نو زه به خپل تاریخ وساتم. حکومت به بیا بیرته جوړ کړم. د خدای په آمان.

شواهد نشي وړاندې کولی

کله چې امریکا د سپمبر د پيښو وروسته اسامه مسئول وګاڼه، نو طالبانو ترې د سوله ایزې لارې د مسئلې د حل غوښتنه وکړه. بوش بله څه نه لیدل یوازې غوښتل یې پر نړئ یرغل وروړي او ویل چې دا کره ډیره ده، یوازې یو پاچا پکې ځاییږي. ملا عمر ترې شواهد وغوښتل خو د بوش خبره یوه وه: یا له ده سره ودریږئ او یا له تروریزم سره. نو ملا پوه شو چې مسئله په خبره نه حلیږي. بیا چې به چې ترې چا هر څومره وغوښتل چې که امریکا شواهد وړاندې کړي نو ته به اسامه ورکړې که نه. د مشر ملا ځواب همدا یو و: امریکا شواهد نه شي وړاندې کولی. چې بیا به یې ترې وپوښتل که فرضاً وړاندې یې کړي. نو ده بیا هم ویل چې ما خو درته وویل چې شواهد نه شي وړاندې کولی. امریکا د غبرګونو بلنډنګونو د کنټرول شوي تخریب شواهد نړۍ ته نه ښودل، ځکه خپل کار یې و.

په زابل کې پاتې شو

پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته مشر ملا صاحب هیڅ بهرني ملک ته ونه تښتید. دې ته تیار و چې پخپل کور کې ووژل شي خو د بل په کور کې نه ونیول شي او نه ووژل شي. که څه پر سر یې لس میلیونه ډالر جایزه ایښودل شوې وه خو داسې تکړه ملګري یې لرل چې پخپل کور کې پاتې شو تر یې د اجل داعي ته لبیک ووایه.

که په پاکستان باور کوئ نو بیا امریکا ته ولاړ شئ

کوم ملګري یې ورته مشوره ورکړې وه چې پاکستان ته دې لاړ شي، دلته د ۴۸ ملکونو پوځونه او استخبارات دي او د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته کیدای شي د هغه ځای پیدا کړي. خو ده ورته ویلي و چې تر د عالم اسلام پر سره د امریکا سره تر دې دومره لویې سوداګرۍ وروسته ته اوس هم پر پاکستان باور کوې. که پر پاکستان باور کوې نو بیا خو امریکا ته ولاړ شه. ځکه امریکا به تر پاکستان ناځوانه نه وي.

په یو ملک کې یو مشر

هغه پوهیده چې په یو ځنګل کې یو زمري ځاییږي او په یو ملک کې یو مشر. د داخلي جګړې پر ضد د فعالیت له پيله یې همدا یو شعار و چې تسلیم شئ، بیعت وکړئ چې سر، مال او ناموس مو په امن شي. که بیعت نه کوئ نو بیا د باغیانو په ډله کې د ودریدو حساب ته تیار شئ.

تر امیر عبدالرحمن تکړه و

د افغان – انګلیس تر دوهمې جګړې وروسته هیواد د یوې خطرناکې ملوک اطوایفۍله خطر سره مخ و. امیر عبدالرحمن راپیدا شو، ټول نظامي قوتونه یې وځپل او منحل یې کړل. که څه هم د جهاد ډیر مهم مشران یې شهیدان کړل، نیم افغانستان یې انګریز ته ورپریښود خو په پاتې هیواد کې یې نظم او امن راوست. ملا عمر د امید عبدالرحمن څخه په مراتبو په سخت حالت کې راغی. ټول نظامي قوتونه یې وځپل، هیواد یې له تجزیې خلاص کړ او یوه لویش خاوره یې هم چا سره معامله نکړه. نو تر امیر عبدالرحمن څو ځلې تکړه و.

مرګ یې د عزت و، نه په دار شو، نه په ګولیو وویشتل شو او نه له کومې سوړې او سمڅې ژوندی راوویستل شو

په وروستیو لسیزو کې د غربي تمدن او په سر کې امریکا د لوړوالي او تکبر د اوج کلونه و. په ډیرو اسلامي ملکونو یې ظالمانه بریدونه وکړل. هغه صدام یې له زیرزمینۍ راوویست چې یو میلیون مجهزترین پوځ یې درلود او د لوی اختر په ورځ یې اعدام کړ. هغه قذافي چې چا یې د رعب له ویرې آه نه شو کولی مخالفینو ته پداسې حال کې په لاس ورکړ چې د اوبو په نلونو کې پټ شوی و. خو ملا عمر نه چا له سوړو راوویست او نه یې تیرباران کړ. په کوم داسې ځای کې د استعمار له سترګو پناه د خپل خالق لور ته لاړ چې ممکن د یو څو خوږو او وفادارو یارانو پرته یې نور هیڅوک نه و. خوشال خان هم دغسې وصیت کړی و چې داسې ځای کې خښ کړل شي چې د استعمار (مغول) د سپرو ګرد یې پر قبر ونه لویږي. د ملا صاحب په قبر دې هم د استعمار د ټانګونو ګرد نه ورولي.

په مرګ کې یې د عزت بله خبره داده چې غرب خپله ماته منلي ده خو افغانانو ته یې زیاتره د سولې او مذاکرې پر میز د مکر او چل دام ایښی او راګیر کړی یې دی. الله جل جلاله دی د سولې مذاکرې داسې بریالۍ کړي چې دافغانانو ګټه او عزت دواړه پکې خوندي وي، خو که فرضاً د انګریز او امریکا چل کامیاب هم شي، نو شرم به یې ملا عمر ته نه وي ور تر غاړې.

لس میلیونه ډالر بیرته بانک ته لاړل

د ملا عمر پر سره لس میلیون ډالري جایزه ایښودل شوې وه او هغه چا ته به ورکول کیده چې یا د ملا عمر مړی او یا ژوندی وروښيي. خو هیڅ افغان ته خدای د دې ذلت ورنکړ چې د ملا عمر د ځای ځایګي پته بهرنیانو ته ورکړي. اوس که یې تر وفات وروسته هډوګي لاس ته ورشي هم، هغه لس میلیون ډالر بیرته د امریکا بانک ته تللي او د ملا روح خپل الله ته.

له مړي یې هم ویریږي

ملا عمر دوه کاله مخکې وفات شوی دی خو دښمنان یې اوس هم له نوم څخه ویریږي. دا د نوموړي هغه رعب دی چې د ده د دشمنانو په زړونو کې اچول شوی دی.

د دښمن په کور کې یې هم فاتحې کیږي

د کابل د رژیم د نفوذ په ساحو کې هم زیاتره مسلمانانو د ملا محمد عمر مجاهد فاتحې او غایبانه جنازې وکړې. د کابل حکومت په ویره کې شو. دا ویره یې له هغو چیغو او بې سنجشه اعلامیو راڅرګنده شوه چې له رادیوګانو او تلویزیونو یې نشر کړې. لدې څخه ښکاري چې د کابل حکومت د نفوذ په ساحه کې هم د ملا عمر محبوبیت په لویه کچه دی. که حکومت لږ شعور هم درلودی نو د فاتحو او دعاو مخه به یې نیولی ، ځکه کله چې یو مسلمان مړ شي نو پر دې دنیا یې اعمال قطع کیږي او د هر مسلمان وظیفه ده چې دعا ورته وکړي. دا اسلامي او ملي شعایر دي.

وروستۍ خبره

تاریخ یوه نالیدلې خزانه ده. نوې ګوهرونه پکې پیدا کیږي، خو هیڅوک نه پوهیږي چې کله او څنګه؟ یو مشهور متل دی چې ځوانان چا ندي تللي. هیڅوک نه پوهیږي چې له کوم یو به اتل جوړیږي. دا به د الله تعالی حکمت و چې له یو مظلوم یتیم څخه یو تاریخي اتل جوړ شي.ملا عمر به په جنت کې د میرویس نیکه په څنګ کې وي. لکه د کوه نور الماس چې یو و او نادر و، میرویس نیکه هم زموږ په تاریخ کې یو و او نادر و، اوس دوه شول. ملا عمر یو تاریخي شخصیت دی چې افسانې، ترانې او ویاړنیزې سندرې به پرې جوړې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حقپال

ماشاء الله په ګوتو دی برکت شه الله پاک دی قلم نور هم ګړندی کړ تراوسه می دملاصیب مرحوم په اړه داسی نادر عکسونه او نادری خبری او تکیه کلامونه او دده ملغلری نوی اوریدلی او لیدلی الله پاک دی لیکوال جنت الفردوس ورنصیب کړی. امین زما دټولو ملګرو څخه هیله ده چی دا مضمون ډيرو ژبو ته وژباړی ځکه دا یو نړیوال فکر لرونکی شخصیت و باید دده اصلی څهره ټولو نړیوالو ته جوته شی څومره په انصاف او حقایقو مبنی نظریاتو خاوند و سبحان الله ټولی خبری دکاڼی کرښی دي تاسو یقینا وکړی زه دده شخصیت بلکل حیران… نور لوستل »

مظلوم افغان

په پیر دې رحمت شه په دې زوروره مقاله البته یوه تشبیه مې خوښه نه شوه د اسامه او منګي په اړه

حامد

الله دي تاسو ته دير اجر دركري جه مفصل معلومات مو نشر ته سفارلي وو ملا صاحب واقعه أفغان او ستر مشر وو دافغانستان فه تاريخ كي ساري نلري له ده مرحوم نه اسلامي نظام فه ميراث فاتي شو لكه دصحابه و فه شان مال دارايي او بلدنكونه ورسخه فأتي نه شول الله ستر اجرونه وركري

الحاج استاذ بیانزی

په رښتیا هم ښکلی او نادره معلومات او په ډيره ښکلی او ساده ژبه لیکل شوی او بیا تر ټولو مهم د مشر ملا صاحب د ځوانی ښکلی تصویر د هغه چا تصویر ښکاری چه ملایکی ورته په سجده کولو مکلف شوی وی ، ملایکی هر عادی او شیطان انسان ته نه یواځی سجده نه کوی بلکه د هغو د عمل له مخی د الله ج په امر سزا ورکوی ، مګر هغه جاته سحده کوی چه هغه مطمن او د الله ج په لیار کی یی هغه په احسن تقویم جسم او روح یی د الله ج دعبادت د… نور لوستل »

انجنیر نصرالله

په قلم او فکر د رحمت او برکت شه چه د یو لوی مجاهد اوصاف د سومره روشانه عکس کریدی

محمد

په زړه پوری معلومات وو خو بعضی شیان پکی کم دی لکه د مرحوم د قبر ځای او د امریکایانو د راتګ په وخت کی د اوسیدو ځآی او داسی ډیر څه

khalid

### ایډيټ####

حنیف

شه مفصل مالومات ول، خو داسامه تشبیه دمرداری منگی سره او بل پاکستانیانو ته دمور یادول مناسب نه شکاری… باید لیکوال نه وای ذکر کری…

عبید

مننه کور ودان فر فکر زبه اوقلم موبرکت .افغانستان واقعا داتلانو کور .دتاریخ جورونکو زالگی اودزمریانو تاتوبی دی .خیر که مظلوم یو خو همیشه مو فرحق ملاترلی.

احمد

جزاک الله ودام الله حیاتک فی خدمت المسلمین

سيد مصطفي

رحمة الله عليه

Shaheed

Sallam There

I am lost.

.Is he with the greenish turban and full beard or is he with brownish turban and light bear

Please help me.

عبد الله

greenish turban and full beard

Shaheed

Manana Abdulla Saib

Mujahid

.I am worried that the world might worship his pictures

Back to top button
15
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x