نړۍ

په امریکا کې 600 زره بی کوره خلک پر سړکونو استوګنه کوي

په عراق کې جنګېدلی بی کوره امریکايي فوځينن ټکی آسیا: د تیرکال احصائیه چي اوس خپره شوي په کښي ویل شوي چي په امریکا کې تر شپږ سوه زره زیات (600،000) بی کوره خلګ پر سړکونو، او پارکونو او د مفتي ډوډی ویشلو د ځایونو سره نیژدې شپی او ورځي صبا کوي.

دا په داسي حال کې چي کیدای شي تر دې هم زیات خلګ په هغو ځایونو کې استوګنه کوي، چي د بی کوره خلګو له خوا د مرستندویه ادارو او حکومت له خوا جوړ شوي.

روشستر چی د لوړو زده کړو، او ټیکنالوجي په صنعت کې شهرت لرونکی ښار دی، په دې ښار کي هم د امریکا د اقتصادي ستونزو او د کورونو د قرضو او معاملو له کبله په زرهاو خلګ په تیر کال کې له خپلو کورونو شړل شوي، ځکه چي هغوی یا د کرایه ورکولو توان له لاسه ورکړی وو، او یا هم د بنک قرضه باندي اوښتې وي.

په دغه ښار (روشستر) کې چي د نیویارک ایالت دریم لوی ښار دی، کي د بی کوره خلګو لپاره اوه داسي ځایونه جوړ شوي چي دوی ته خوراک، څښاک، کالي او د وخت تیرولو نوري اړتیاوي برابروي.
د یادوني وړ ده چي په دې ښار کې تیر کال شپیته زره کسان بی کوره ثبت شوي وه.

ویل کیږي چي په بی کوره خلګو کې د ټول عمر خلګ، نارینه او ښځي شاملي دي.

یوې بی کوره میرمني فیرجینیا هنري ویلي چي دې او کورنۍ ته یې د کور څخه د شړلو وروسته ډیر زیان رسیدلې، او پر دې سربیره د ګڼو نفسي ستونزو او د نه اطمینان د شعور سره مخ ده.

هغې زیاته کړې چي ددې ژوند د حکومت د نا اهلی او د اقتصادي بحران له کبله ډیر تریخ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x