ټکنالوژي

اپل ساعتونه له نوې ستونزې سره مخ شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۱، ۱۳۹۴ل): اپل کمپنۍ له سټیف جابز له مړینې وروسته نه دی توانیدلی چې د تیر په څیر خپل د تولیداتو کاروونکي خوښ وساتي.

له دې وړاندې د دغې کمپنۍ زیات شمیر کاروونکي د ایفون ۶ (iPhone 6) له قاتیدو شکایت درلود او دغې کمپنۍ هم د دغې ستونزې شتون منلې وه. له هغې وروسته د دغې کمپنۍ کاروونکي په دغو سمارټ فونونو کې دسیګنل ورکولو له ستونزې کړیدل.

په دې وروستیو کې زیات شمیر کاروونکي نه توانیدل خپل سمارټ فونونه د دغې کمپنۍ وروستۍ اپریټنګ سیسټم ته اپګریډ کړي خو دا ځل د سمارټ فون کاروونکو پر ځان د سمارټ ساعتونو کاروونکو خپل شکایتونه له دغې کمپنۍ سره راجسټر کړي.

د اپل ساعت کاروونکو ویلي چې د وخت له تیریدو سره د اپل د سمارټ ساعتونو پر شاتنۍ برخې لیکل شوې جمله او د اپل کمپنۍ نښه پاکیږي. تر دې مهاله دغه پیښه یوازې د اپل اسپرت سمارټ ساعتونو کې پښه شوې.

که څه هم دغه ستونزه د اپل کمپنۍ د سمارټ ساعتونو په هارډوییر او سافټ وییر هیڅ ډول اغیز نه لري خو بیا هم کاروونکي د دې لپاره چې دغه ساعتونه يي په ۳۴۹ امریکايي ډالرو پیریدلی له اپل کمپنۍ څخه ناخوښ ښکاري.

د اپل اسپرت سمارټ ساعتونو ځینو کاروونکو د ټکنالوژي ځینو مشهورو پاڼو ته ویلي چې اوچتې بیې په مقابل کې دغه ستونزه د منلو وړ نه ده.

زیات شمیر کاروونکو د دغې ستونزې له شتون څخه شکایت کړی او خپل د ساعتونو تصویرونه کوم کې چې د اپل نښه او ځانګړې جمله له منځه تللي په اجتماعي رسنیو کې له نورو سره شریکې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x