افغانستان

ناټو: د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۳ امریکايان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱، ۱۳۹۴ل): د ناټو ځواکونو وايي چې د پلازمېنې کابل په پرونۍ چاودنه کې وژل شوي بهرنیان امریکایان وه.

پرون د درېیم او څلورم مکرویانو تر منځ د شینوزاده روغتون ته مخامخ د یوه موټر پر مټ چاودنه وشوه.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دغه چاودنه کې د بهرنیانو په شمول ۱۲ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي.

د وږي پر لومړۍ نېټه د ناټو ځواکونو د پرېکنده ملاتړ ماموریت لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پرونۍ چاودنه کې ۳ امریکايي ملکي قراردادیان وژل شوي دي.

پرون رسنیو راپور ورکړ چې په چاودنه کې یو بهرنی وژل شوی دی.

خو د ناټو ځواکونو خبرپاڼه وايي چې د چاودنې له کبله یو امریکايي د پېښې په سیمه کې ځای پر ځای وژل شوی او ۲ نور د ژورو ټپونو له کبله وروسته ووژل شول.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي وو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو چې په کابل کې یې له خپلو ټولو مسئولینو سره اړیکه نیولې او د پلټنو په پایله کې ورته جوته شوې چې دوی نن په دغه ولایت کې د کوم برید پلان نه درلود او څه چې ترسره شوي دوی یې په اړه اګاهي نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x