
د هیواد مینه
د استاد عبدالمالک همت ژباړه
په دې کي شک نسته چي د وطن یا هیواد مینه یوه فطري چاره ده او د انسان په خټه کي اخښل سوې ده. نو دا کومه نادره او نادوده خبره نه ده چي څوک د خپل هغه ټاټوبي سره مینه ولري چي کوچنی پکښي لوی سوی وي، لوبي يې پکښي کړي وي، ځوانۍ ته پکښي رسېدلی وي او یوه اوږده موده يې د هغه اوبه څښلي او د هغه هوا يې تنفس کړې وي. لکه چي دا عجيبه او نادره نه ده چي څوک له خپل وطن او استوګنځي څخه لري ولاړ سي او بیا ساړه اسوېلي پسی وباسي. دا د خپل وطن سره د انسان پر ټینګه اړیکه او رښتینی تړون دلالت کوي.
البته د دې لپاره چي په انسان کي د وطن مینه مونده سی باید لومړی د دین سره رښتینې اړیکه او تړون پکښي پیدا او متحقق سي. او ښايي پر دې باندي ډېر ښه دلیل د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ویناوي چي کله له خپل وطن مکې مکرمې څخه د مدینې پر لور وتی کړې ده. په یوه صحیح حدیث کي له حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چي هغه ( له مکې څخه د وتلو پرمهال په حزوره نومي ځای کي ودرېدی او) ویې ویل: « مَا أَطْيَبَكِ مِنْ بَلَدٍ وَأَحَبَّكِ إِلَيَّ وَلَوْلَا أَنَّ قَوْمِي أَخْرَجُونِي مِنْكِ مَا سَكَنْتُ غَيْرَكِ»([1]).
ژباړه: ته څونه ښه او ښکلى ښار يې او پر ما څونه ګران يې. كه زما قوم زه له تا څخه نه واى ايستلى زه به بې له تابل ځاى نه واى اوسېدلى. يعني زه مكه نه پرېږدم، او زړه مي نه غواړي چي ځني ووزم، خو زما د قوم د نادودو له امله د خداى امردغسي سوى دى.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خو د انساني ټولني معلم او لارښود دی، نو که هغه د وطن سره مینه نه درلودلای دا خبره يې هیڅکله نه کول. دا یوه داسی خبره ده چي که يې مسلمان انسان معنا او مفهوم په سمه او ښه توګه درک کړي، نوبه د وطن حب او مینه په ډېره ښه، ښکلې، رښتینې او بشپړه توګه پکښی وځلیږي او وطن به یو داسي لفظ ورته وګرځي چي په رښتیا به د زړه مینه ورسره لري، د ټولو زړونه به پسي توسیږي او مشاعر به يې پر تحرک او خوځښت راځي.
د وطن مفهوم په قرآن کریم کي:
که څه هم د وطن کلمه په قرآن کریم کی به همدې درو تورو(وطن) نه ده راغلې، خو د هغه بنسټيز او جوهري مدلول او مفهوم د تعبيري یا لفظي صیغو په تنوع سره په یقیني توګه پکښی راغلی دی.
په قرآن کي د (وطن) مفهوم د (الدیار)،(الدار) په صبغو یاد سوی دی.
لوی څښتن جل جلاله فرمایی:
﴿ وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ ﴾ [الحشر : ۵۹ : ۹]
ژباړه: ( او دا مال د هغو انصارو له پاره هم دى ) چي د دغو مهاجرينو تر راتگ دمخه په مدینه منوره كي استوگن وه او پر الله او د هغه پر پیغمبر يې ایمان راوړل غوره کړل. دوى له هغو خلكو سره مينه كوي چي دوى ته يې (له مکې څخه) هجرت كړى دى.
دغه راز لوی څښتن جل جلاله فرمایی:
﴿لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ﴾ [الممتحنه : ۶۰ : ۸]
ژباړه: الله تاسي له دې خبري څخه نه منع كوي چي تاسي د هغو خلكو سره د نېکۍ او عدل چلند وكړئ چي هغوى د دين(اسلام) په اړه له تاسي سره جنگ ندى كړى او تاسي يې له خپل ښار او دیار څخه نه ياست ايستلي .
دغه شان لوی څښتن سبحانه وتعالې فرمایی:
﴿ قَالُوا وَمَا لَنَا أَلَّا نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِنْ دِيَارِنَا﴾ [البقره : ۲ : ۲۴۶]
ژباړه: هغو وويل: ” نه، دا څنګه کېداى سي چي موږ د الله په لار کي ونه جنګېږو ، په داسي حال کي چي موږ (د خپلو دښمنانو له خوا په ظلم) له خپلو وطنونو څخه ايستل سوي يو.
نو لکه چي د پورتنیو آيتونو په ژباړو کي مو ولوستل له ” دار“ او ”دیار“ څخه موخه بې له شکه هماغه (وطنونه) دي او که دا نه وي نو څه شي ځني مراد دي؟
په قرآن کریم کي د وطن یا هیواد مفهوم د ځانګړي مځکي په بڼه راغلی دی. د لوی څښتن دې قول ته پام وکړي:
﴿ وَإِنْ كَادُوا لَيَسْتَفِزُّونَكَ مِنَ الْأَرْضِ لِيُخْرِجُوكَ مِنْهَا ﴾ [الاسراء : ۱۷ : ۷۵]
ژباړه: او دوى دغي خبري ته هم ملا تړلې ده چي له دغه هيواد(مکې) څخه ستا قدم ايسته كړي او تا له دي ځايه وباسي.
په دغه آیت کي له ﴿ الْأَرْضِ﴾ څخه موخه مکه مکرمه ده کومه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی وطن، د زېږېدو، کوچنیوالي، ځوانۍ، واده، پیغمبر کېدو او تبلیغ ځای دی.
بل ځای لوی څښتن فرمايي:
﴿ الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآَتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ﴾ [الحج : ۲۲ : ۴۱]
ژباړه: دغه خلک چي د نصرت ژمنه ورسره سوې ده هغه کسان دي چي که د دوی پر دښمنانو باندي د دوی په مرسته کولو سره په مځکه کي واک وروبخښو، نو دوی به په بشپړه توګه لمونځ وکړي، د خپلو شتمنیو زکات به ورکړي، په هغو به امر وکړي چي شرعي امر په کړی دی. او له منع کړی سوو چارو څخه به خلک منع کړي.
په دغه آیت کي هم ﴿ الْأَرْضِ﴾ هغه وطن دی چي لوی څښتن يې هغو کسانو ته ورکوي چي پر ده جل جلاله ایمان راوړي، او د ده د کړنلاری، شعایرو او شرایعو په تطبیق کي مرسته وکړي. او په دغه مکي آیت کي په مځکه، یعني وطن کي د تمکین او واک ته له رسېدو معنا په دې مدني آیت کی په مبسوطه او مشروح توګه سوې ده:
﴿ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ﴾ [النور : ۲۴ : ۵۵]
ژباړه: له تاسي څخه چي کومو خلکو (پر الله) ایمان راوړی دی او ښه عملونه يې کړي دي، د هغو سره الله وعده کړې ده چي دی جل جلاله به خامخا هغوی په مځکه کي خپل هغسی خلیفه ګان ټاکي، لکه تر دوی دمخه تېر سوي خلک چي يې ټاکلي وه. او دغه راز يې وعده ورسره کړې ده چي د هغو هغه دین به چی هغو ته يې غوره کړی دی(کوم چي د اسلام دین دی) واکمن او غالب وګرځوي. او هغوی چي(اوس) کومه بېره لري هغه به يې خامخا په امن بدله کړي.
په دغو آیتونو کي داسی مفهومونه شتون لري چي یو له بله کومک سره کوي: وګوري په مځکه کي د خلیفه ګرځولو مفهوم او د دین د واکمن کولو مفهوم دوه داسي مفهومونه دي چی تصور يې نه د عقل له مخي او نه د واقعیت له مخي بې له ځانګړي مځکی چي هغه هماغه خاوه یا ځای او یا (وطن) دی پر بل څه نه کیږي.
او کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصیل الهذلي څخه(چي له مکې څخه مدینې ته ورغلی وو) د مکې مکرمې په هکله خبري واورېدې، نو مکه يې ویادېده ، د سترګو اوښکي يې توی سوې او ويې ویل: «ای اصیله نوري دا خبري بس کړه او پرېږده چي زړونه په مکه پسی له ناکراري څخه بیرته کرار سي». وګورئ څنګه نبي صلی الله علیه وسلم په دغو خبرو سره د خپل وطن سره خپله مینه څرګنده کړه؟ پای.
([1])- سنن ترمذي، کتاب المناقب، باب في فضل مکة، 392٦ شمېره حديث. د دغه حديث په اړه امام ترمذي وايي: دغه حديث حسن، غريب ، صحيح دى او د احاديثو نامتو کره کوونکي شيخ الباني او نورو هم صحيح بللى دى.
سلام