
سامسنګ ۱۸.۴ انچه ډسپلې لروونکی ټبلېټ وړاندې کوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۱، ۱۳۹۴ل): سامسنګ کمپنۍ غواړي د یو ستر ټبلېټ وړاندې کولو سره په کورنیو، ښوونځیو او نورو مسلکي ادارو کې هم ځای پیدا کړي.
د وروستیو راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ غواړي د ټاهو (Tahoe) شفري نوم سره خپل تر ټولو ستر ټبلېټ په نړیوالو بازارونو کې کاروونکو ته وړاندې کړي.
د ټکنالوژي راپورونو پر بنسټ د سامسنګ کمپنۍ دغه راتلوونکی ټبلېټ به له ۱۸.۴ انچه ډسپلې سره کورنیو، ښوونځیو او مسلکي ادارو ته وړاندې کیږي.
د دغې ټبلېت ډسپلې ټي ایف ایل ایل سي ډي (TFL LCD) څخه جوړه شوې او ۱۰۸۰*۱۹۲۰ پیکسله ریزولوشن کوم چې د غوره او صفا تصویر ښودلو لپاره کافي ده لري.
د سامسنګ دغه ټبلېټ اته هستې لروونکی پیاوړی پروسېسر لري. دغې ټبلېټ کې اګزینوس ۷۵۸۰ ډوله ۱.۸ ګیګاهرتز پروسېسر ځای پر ځای شوی.
له پورتینو ځانګړتیاوو سربیره دغه ټبلېټ د فایل ثبتونې ۳۲ ګیګابایټ وړتیا لري او ۲ ګیګابایټ رېم لري. همداراز د فایل ثبتونې وړتیا زیاتولو لپاره کاروونکي له اضافي میموري کارډ څخه هم استفاده کولی شي.
د دغې ټبلېټ اصلي کامره ۸ او د سیلفي اخیستلو لپاره ۲.۱ میګاپکسله ده د کوم په مرسته چې کاروونکي کولی شي خپل لوړ کیفیت لروونکي تصویرونه او ویډیو ګانې جوړې کړي. دغه ټبلېت کې ۵۷۰۰ امپیره وړتیا لروونکې بیټرۍ استعمال شوی.
تر دې مهاله د سامسنګ کمپنۍ د دغې ټبلېت د وړاندې کولو نیټې او نوم په اړه څه نه دي ویلي. هیره دې نه وي چې د دغې ټپلېټ پنډوالی به یوازې ۱۱.۹ ملي متره وي.