افغانستان

د اختر په ورځ هم افغاني عسکر پر بهرنیانو ډزي وکړي، لږ تر لږه یې یو وژلی

افغانی عسکر پر امریکایانو ډزي کوينن ټکی آسیا: د اختر په ورځ هم د افغان پولیس په یونیفارم کې یو تن پر بهرنیو ځواکونو ډزي کړي چي له کبله یې یو تن بهرنی عسکر وژل شوی دی.

په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي نن د افغانستان په جنوب کې یوه تن چي د افغان پولیسو یونیفارم یې په تن وو، پر بهرنیو عسکرو ډزي وکړي چي له کبله یې یو تن بهرنی عسکر ووژل شو.

په خبرپاڼه کې نور هیڅ ډول معلومات نه دي ورکړه شوي، خو ویل شوي چي د ناټو او افغان امنیتي چارواکو د پيښي تحقیقات پیل کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډ پيغام کې نن ټکی آسیا ته وویل چي په کندهار کې افغاني عسکر پر بهرنیانو برید کړی، چي له کبله یې ګڼ شمېر بهرني عسکر وژل شوي دي.

نومړي وویل چي نور معلومات به وروسته خپاره کړي.

دغه بریدونه چي په غربي میډیا کې  شین پر زرغون (blue on green) په نامه یادیږي، په دې ورستیو کې خورا ډیري شوي چي له کبله یې په واشنګټن کې د امریکا وزیر دفاع او نور جګ پوړي چارواکي په اندیښنه کي اچولي دي.
ددې بریدونو د مخنیوي لپاره ویل شوي چي امریکا به په افغانستان کې خپل استخباراتي شتون زیات کړي، او هم یې خپلو عسکرو ته امر کړی چي باید هر وخت د تیار سي په حالت کې واوسیږي، او خاص بیا په داسي صورتونو کې چي د افغاني عسکرو سره مخ کیږي.

باید وویل شي چي دوه ورځي وړاندي هم په فراه ولایت کې یوه افغاني عسکر ۳ تنه بهرنیان ووژل، او په کندهار کې هم په ورته پيښه کې ایساف ویلي وه چي دوه تنه عسکر یې ټپيان شول.

کتونکي په دې باور دي چي دا رنګه پيښي او د مخنیوي لپاره چي کومي لاري چاري په کار اچول کیږي، په دې سره به امریکايي او بهرني عسکر چي مخکي لا ورباندي نفسي فشار زیات دی، نور هم په نفسي او عصبي اذیت مبتلا سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x