شعـــــرونه

کور فوټو – دادمحمد ناوک

زه د فیسبوک کور فوټو بدلوم

زه مې د ووړ عمر تصویر بدلوم

نور مې د زوی تصویر

د پروفایل تر تصویر

اخوا ته نه لګوم

ځکه له زوی سره مې

یوازې زما اړیکه

هغه ام فردي اړیکه

د زوی ولۍ او د پلارتوب اړیکه

دا بدلوم

کور فوټو کې يې نور نه پرېږدمه

اوس مې د خپل فیسبوک

د شا په تخته

دا ستا تصویر لګوم

چې څوک يې وويني

په سوچ کې لاړ شي

چې د مهذبي نړۍ

د تهذیب لوی دعوه دار

د خپل شاګرد

کارنامه هېره نه کړي

چې د هر ويښ ضمیر خاوند

ستا د تصویر په ليدو

په خړه دښته کې دا څو غږونه

دغه وحشي دغه کرکجن غږونه

د یوې لسیزې روزل شوي له خولې

پرلپسې او تکراري واوري:

مکمل ضربه بې ولې…

ناره تکبیر

ستا د مور….

زه د فیسبوک کور فوټو بدلوم

پرېږده چې هر څوک دا وحشت وويني

چې پروفایل باندې مې ټک وکړي

کور فوټو کې

ستا د تصویر په ليدو

د ګوګل سرچ وکړي

حیران دریان پاتې شي

د یوویشتم قرن

د تهذیب لوی دعوه دار

خپل شاګر داسې روزي

چې ستا تر خړ معصوم سپېڅلي جسد

یوه ضربه کې

پوره دوه سوه مرمۍ وباسي

زه د فیسبوک کور فوټو بدلوم

چې څوک يې وويني او ورېږدي

داسې ټکان وخوري

دغسې ورېږدي

لکه ستا خړ وجود

د زابل خړ میدان کې

د دوو وحشي

درنده ګانو

تر ضربې لاندې!

زه د فیسبوک کور فوټو بدلوم

دا بدلوم او بدلوم يې ځکه

چې مې عمر رانه ګمراه نه شي

چې تاریخ هیر نه کړي

په بله نه شي

بې له هغې ام د کرايې فرهنګیان

زموږ تاریخ د یو وحشي فلم

وحشي صحنه بولي

زه د فیسبوک کور فوټو بدلوم

زه به عمر ته قناعت ورکړمه

چې زویه ستا تصویر مې

ځکه په داسې خړ تصویر بدل کړ

چې ته را لوی شې

راته ځوان شې او رابع عمر شې

بیا به د دغسې سلګونو غلبیلي جسدو

د انتقام حوصله نه بايلې

ته به يې غچ اخلې

د غچ په غچ کې به غلبیل غلبیل شې

بیا به ستا سوری وجود

د ډېرو خلکو د فیسبوک

کور فوټو شي زویه!

۱۳۹۴-۰۶-۰۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x