نړۍ

برتانیا په ایران کې خپل سفارت یو ځل بیا خلاصوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱، ۱۳۹۴ل): د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هوموند ایران ته رسیدلی، تر څو په دغه هیواد کې خپل سفارت چې څلور کاله تړل شوی وو، یو ځل بیا پرانیزي.

په طهران کې د برتانیې سفارت وروسته تر هغه تړل شوی وو، کله چې په دغه هیواد کې د اقتصادي بندیزونو څخه په تنګ پاریدلو لاریون کونکو سفارت ته لاره وموندل او سفارت ته یې اور واچوی، چې په جواب کې د برتانیې حکومت د ایران سره خپلي اړیکي وشلولې او د ایران سفیر ته یې هم ځواب ورکړ.

باید وویل شي چې ایران ته ۱۴ کاله وروسته د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر سفر کوي.

ویل کیږي چې د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي پیلیپ هوموند د ایران او غربي نړۍ تر منځ د ایران د اتومي پروګرام د مسلې په حل کولو کې مهم رول لوبولی دی.

تمه ده چې نن به د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په دې اړه خبري کانفرانس هم وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x