نړۍ

د پاکستاني طالبانو په توغنديز بريد کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي څلور نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱، ۱۳۹۴ل): پاکستانۍ سرچينې وايي، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځيانو توغنديز بريد کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو اداره «ای ايس پي ار» وايي، چې د پاکستان مخالفو طالبانو ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ کې د پاکستاني عسکرو پر پوسته توغنديز بريد کړی، چې له امله يې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د پاکستاني عسکرو په ځوابي ډزو کې د مخالفينو خوندي ځايونو نړول شوي او ګڼو مخالفينو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستاني چارواکو په وينا ډيورينډ کرښې ته څېرمه افغانستان سره په اوږده سرحدي سيمه کې يې امنيت ټينګ کړی او د نورو ورته بريدونو د مخنيوي لپاره بشپړ تياری لري.

د افغانستان او پاکستان تر منځ مومندو، باجوړ او کندهار کې د دوه اړخيزو بريدونو خبرونه راځي، مګر دا لومړی ځل دی، چې خيبر ایجنسۍ کې له افغانستانه پر پاکستاني عسکرو د توغنديز بريد خبر ورکول کيږي.

له تېرې څه مودې راهيسې د پاکستان او افغانستان اړيکې ترينګلې دي او دواړه لوري پر يو بل د مداخلې او وسله والو مخالفينو د ملاتړ تورونه لګوي.

تېره اونۍ ولسمشر اشرف غني د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې پر پاکستان تور ولګاوه، چې دوی پاکستان سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي، مګر د پاکستان له لوري دوی ته پرله پسې د جګړې پيغامونه ورځي.

دوه اونۍ وړاندې هم د پاکستاني عسکرو په بريد کې اته افغان پوځيان وژل شوي وو او افغان حکومت پرې توند غبرګون ښودلی و.

له دغې پېښې وروسته د بهرنيو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفير ورغوښتی و او د سرحدي بريدونو په اړه يې توند احتجاج کړی و.

د پېښو څارونکي وايي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ روان تاوتريخوالی او تورونه ورځ تر بلې زياتېږي او راتلونکو ورځو کې کېدای شي دا ستونزې نورې هم ډېرې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x