نظــر

د صبغت الله مجددی پنځه زره جریبه ځمکه او د افغانستان آزادي

پوهنوال احمدالله موحد

په افغانستان کې ډيری کړنې او خبرې سړي ته مسخره ښکاري، د چهارشنبې په ورځ چې د زمري اته ويشتمه او د هیواد د آزادۍ له کليزې سره برابره وه په ارګ کې د ولسمشر او پخوانيو جهادي مشرانو يوې ګډې ناستې ته ور بلل شوي و، موږ رسنيز فعالان خو هسې هم له نصیبه معلوم يو چې ځای مو د هرې ناستۍ وروستۍ برخه وي په ناسته کې لومړنۍ وينا يي اجرایه رئيس وکړه د اجرايه رئيس په خبرو کې هم د ازادۍ بوی نه و بلکه خبرې يي تر ډيره سياسي وې، بل ویناوال هم حضرت صبغت الله مجددي و، دا سړی پخوانی جهادي مشر او د روسانو تر ماتې وروسته د لومړني څلويښت ورځني ولسمشر وياړ هم له ځان سره لري.

حضرت چې څنګه پورته شو زوی یي هم ورسره پورته شو، زما خيال دا وو چې حضرت سپين ږیری شوی دی نو شونې ده زوی يي احتياطي ورسره پورته شوی وي څو د خپل پلار خيال وساتي خو داسې کيسه نه وه او لومړی وار و چې دحضرت صیب په اړه مې شوې وړاندوينه غلطه ثابته شوه، حضرت خبرې پیل کړې او تر ډيره يي خبرې پر دې وې چې دوی ازادۍ ته څه کړي دي خو د دوی هیر و چې د وخت د رژيم پر وړاندې لومړنۍ د شرارت غږ دوی پورته کړ، د حضرت خبرې لنډې شوې، زوی يي هغه فرمان ولوست چې پکې د دوی په خبره د امان الله خان له لوري د کوهدامن اوسني شنه باغونه او پنځه زره جريبه ځمکه ورته ورکول شوې وه.

دا فرمان په ډيرو خلکو هم و ويشل شو، او ماته د دوی له خبرې سره سم په هر ولايت کې د پير، سيد او خواجه يا ګيلاني په نوم زرګونو جريبه ځمکې، کاریزونه او شنه باغونه را ياد شول، د غزني له شلګره را شروع شوم، په پکتيکا،پکتيا او کابل او ورسره لوګر مې ایله د فکر خيال ولګيد، دوی تل له هر نظامه ګټه پورته کړې، دوی ته حضرات يا د پيغمبر له کورنۍ سره اړيکه داسې ښکاري چې دوی بايد په هر دور کې امتيازات تر لاسه کړي، دوی اوس هم په عام ولس کې د پير، خانقاه او صدقې په نوم پيسې، خلاطونه او نورې برخې کوي، همدا ولس دی چې دوی يي تر دې ځايه را رسولي دي، دوی ته دا مهمه نه ده چې په بهر کې بچيان څه ډول او له افغانيت ډير لرې ژوند کوي خو دا ورته مهمه ده چې بايد په دې وطن کې ډير شته ولري او په پوره مزو وي.

لسګونه کلونه کيږي آغاګان او پيران په عقيدوې برخه کې پر موږ دوديز راج چلوي خو د دوی راج تل د خلاط په مقابل کې دی، کله چې له امريکې سره تړون کيده د حضرت صیب هغه چلند چې د مشورتي لويي جرګې پر ټريبيون يی له کرزي سره وکړ زما په څير ډير يي د دوی په اړه په سوچ کې کړل، همداسې به مو يو وخت ياد وي چې ايله څو مياشتې مخکې کله چې د قیصا لامان د نيمه کاره سړک په اړه اسناد رسنيز شول پکې د حضرت صبغت الله زوی چې وايي انجينر يم، ساری مې نشته هم د مياشتې ۴۵زره ډالره معاش اخیستی دی، په افغانستان غوندې هیواد کې يو عادي سړي ته ۴۵زره ډالره معاش ورکول که طنز نه وي د حیرانتیا او نه منلو وړ خبره ده په دې ډول ډيرو کړنو کې حضرتان تر نورو مخکې دي، دوی د آزادۍ په پلمه په جوړه شوې درباري ناسته کې هم خپل کار وکړ، آغاګان او پیران اوس اوس په ډيرو سیمو کې له خلکو سره په دعوو بوخت دي، ډيرې ځمکې يي يا پلورلي دي او يا هم له ولسونو سره دي، دوی کوښښ کوي په دې ډول کار سره ولس ته دا وښيي چې ډيرې ځمکې بیرته ګرځولی شي، خو دوی بايد په يو شي پوی شي چې د دوی تیر تقدس ځکه نه دی پاتې چې ددوی مشرانو په افغانستان کې تل د خلاط په بدل کې خپل حيثيت پلورلی دی.

د آزادۍ په پلمه په جوړو شويو ناستو باندې په هره يوه يي پوره نقد کيدای شي، ځکه چې دا ډول ورځې او ددې ورځو لمانځل له ځان سره د تير تاريخ يادونه، سهوې او ستونزې هم نورو نسلونو ته لیږدوي خو موږ متاسفانه يا خبرداري ورکوو او يا هم پکې د ځمکو دعوې کوو، دا خبره باید هیره نه شي چې د افغانستان د تیر تاريخ برخې بايد په پوره دقت سره ولوستل شي.

په افغانستان کې د مذهب، پير، سيد او ګيلاني په نوم چلول شوي راجونه نور ولس ته نه ښايي چې ويي مني، ولس باید په دې پوی شي، که چيرې ولس هرڅه لکه پير، سید، ډموکراسي، کمونيزم او نور په پټو سترګو مني نو پرونۍ پایله به يي د روس يرغل او د يو نيم ميلیونه وګړو شهادت او سبانۍ پايله به يي د نن په څير  د امريکې، فکري، سياسي، رواني، ټولنیز او مذهبي يرغل وي، دا خبرې تدريجي رامنځ ته کيږي په دې اړه بايد پوره دقت وشي، هر هغه ناره چې  د فرد په نوم پورته کيږي په لومړی سر کې وړه کتله پکې ګټه کوي خو په تدريجي ډول يي پايله، قومي، سمتي، ژبنی او مذهبي يا حزبي تعصب او تړاو دی، دا تړاونه پوره ۴لسيزې په تنظيمي بڼه رامنځ ته شوي دي له دې سره سره چې تنظيمي جوړښتونه په اول سر کې تر ډيره ملي ښکاريدل خو وروسته ولیدل شول چې هر تنظيم خپل خپل سمت ته ولاړ، رباني د شمال په لوري شو، ګلبدین که څه هم د تخار و خو دا چې قومي بیس يي نيمګړی و بیا يي هم ونشوای کولای د چارآسيا په څير په شمال کې د کومې سيمې بديل وړاندې کړي، اړ شو کلونه په پښتنو کې تیر کړي او تر اوسه هم پکې کوز او  بر کيږي، دې قومي او سمتي تړښتونو د هیواد ملي يو والي ته دومره زيان رسولی دی چې د افغان په نوم امتیاز اخیستونکي ډير چارواکي درسره په افغانستان کې افغانيت او اسلاميت هم نه مني، دوه کاله کيږي په تذکرو ناندرۍ روانې دي کله پکې ملت ورک شي، کله پکې قوميت ور ډير شي مذهب او يا دين ورک شي، دا ټول د همدې ته ورته څيرو ناسمې کړنې دي، د دوی کړنې نورې بايد نقد شي، دا ډول له هياهوی او يا يو ډول عاطفي طرفه احساساتي خبرې يي نور نه ښايي د ملت غوږونو ته لاره ومومي، زه خو حضرت صیب ته چې ګورم ماته يي تل له امریکې سره د امنيتي تړون په اړه شوی ټينګار داسې ښکاري لکه ده چې غوښتل يو ډول ماشومانه موږ وغولوي او ياد تړون له امريکې سره د نوموړي تر قیادت لاندې لاسليک شي، راځئ نور هرڅه په پټو سترګو ونه منو ځکه دا ډول منل موږ د تباهي او اوږدمهالې بربادۍ لوري ته بيايي.

پای

د ژمن ویب پاڼي څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x