افغانستان

روزګان: سلطان محمد ناوه د طالبانو لاس ته ولویده، ۴۵ تنه پولیس وژغورل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ د سلطان محمد ناوه په سیمه کې له دوه میاشتو محاصره پولیس د ملي اردو په عملیاتو کې د الوتکو په ذریعه وژغورل شول، او بیا وروسته د هغوی قرارګاه د بمبار په ذریعه له منځه یووړل شوه.

د روزګان دولتي چارواکي وايي چې تیره شپه د سیمه ایزو پولیسو مشر قومندان ملا عبد الصمد د خپلو پنځه څلویښت تنه پولیسو په ګډون د هغه پوستې څخه وژغورل شول، چې دوی په کښي د تیري دوو میاشتو راهیسي د طالبانو له خوا محاصره وه، او هره ورځ یې تلفات ورکول، چې تیره شپه د بهرنیانو په مرسته افغاني ځواکونه وتوانیدل چې محاصره کسان په چورلکو کې انتقال کړي. ددې لپاره چې پوسته کې موجود وسلې او موټر د طالبانو په لاس غنیمت نه شي، بمبار شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی آسیا ته په یوه بریښنالیک کې ویلي چې له دوه میاشتو راهیسي د سلطان محمد په ناوه کې طالبانو خپل عملیات پيل کړې وه، چې په ترڅ کې ټولي امنیتي پوستې نیولي وي، او زیات شمېر عسکر او دولتي منسوبین وژل شوي وه.

نوموړی زیاته وي چې په دغه سیمه کې د قومندان عبد الصمد کور چې د لويي قرارګاه حیثیت یې درلود، په محکمه توګه یې دفاع نیول شوې وه، خو ددوی جنګیالیو بیا هم پر قرارګاه باندي په ورځني شکل عملیات کول چې په ترڅ کې به یې د قرارګاه دننه عسکرو ته مرګ ژوبله اړوله.

قاري یوسف زیاته کړې چې تیره شپه دوی د یوه تونل په ذریعه د قرارګاه دننه ته انفجاري مواد ور ورسول، چې د چاودېدو په صورت کې یې د قومندان عبد الصمد دوه زامنو په شمول یو شمېر عسکر هم وژل شوي.

نوموړي زیاته کړې چې نن سهار وختي د بهرنیو ځواکونو په چورلکو کې په قرارګاه کې میشت ټول عسکر وتښتېدل او بیا وروسته د دې لپاره چې غنمیتونه یې طالبانو ته په لاس ور نه شي، پر قرارګاه او شاوخوا سیمه بمبار وشو، چې په ترڅ کې ۴ تنه ولسي وګړي ووژل شول.

بل خوا د روزګان چارواکو د پيښي د پخلي تر څنګ ویلي چې د الوتکو په بمبار کې ۳۰ تنه طالبان هم وژل شوي دي.

د روزګان والي ویاند رسنیو ته ویلي چې اوس مهال د سلطان محمد ناوه په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته لوېدلې.

نوموړي ویلي په دغه قرارګاه کې اتیا تنه پولیس محاصره وه چې ۳۵ تنه یې وژل شوي، او پاته ۴۵ یې د الوتکو په ذریعه وژغورل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x