fbpx

شپونکی – لنډه کیسه

لیکوال: اسامه وزیروال

تورپیکۍ خورې؛ ته وګوره نن مې وري ډډ ـ بډ ماړه کړي، ته وخدای نن خو یو پیاله چای راته وکړه، ډېر ستړی یم او وعده به درسره وکړم که مې واده وکړ وریندار ته به دې ووایم چې د تورپیکۍ ډېر ـ ډېر خدمت وکړه، ماته به یې هر ماښام چای دماوه.
تورپیکۍ وخندل؛ ورورکه رمه دې غلط ځای پنډ کړې، ته صبر زه یې یو وار یو سم ځای ته پنډ کړم بیا به مورکۍ درته غصه وي او بیا به چای درته دم کړم.

د کیږدۍ بر کونج ته د شړومبو کټوې ته ورنږدې شو او له وچې ډوډۍ سره یې غټ ـ غټ غړپونه وکړل.

جای نماز یې هوار کړ؛ زر ـ زر یې لمونځ اداء کړ او له ډېرې ستړیا په بستره اوږد وغځېده.

لالا ویده نشې چایجوښه ایشیږي فقط پنځه دقیقي صبر وکړه چای درته راوړم.

په اړخ واوښت او په ګوڼیدلي لهجه یې وویل؛ نن دې درپاته وي خو چې سبا رازم چې چای تیار دم وي دعا به درته وکړم.

سمه ده لالا؛ هر ماښام به چای درته دموم خو چې ورینداره بیا پوهه کړې او بیا یې په کړس ـ کړس وخندل.

★★★ ★★★ ★★★ ★★★

مازیګر قضاء تورپیکۍ چای دم کړ او په چایجوښ یې یو غټ څادر ور واچاوه.

ضربه ډزو تورپیکۍ وارخطاء کړه خو له ځان سره وویل؛ نه نه ! زما د لالا سره د چا څه کار دی، عسکر په طالبانو پسې راغلي، لالا خو مې څه طالب نه دی دا ډزې به هوایي شوي وي.

د مازیګر د لمر زیړې وړانګې د افق له کنارو په ټولیدو شوې او د شپې تورو تیارو، په رڼاګانو تور څادر ورو ـ ورو خپور کړ.

تورپیکۍ مور ته ورغږ کړ؛ ادې وه ادې لالا تر اوسه رانغی، خدای مه کړه هغه ډزې په لا………….

چوپ شه لورې؛ سپیره خوله مه خوځوه، پرښتې امین پر وایې، لالا به دي راشي پخیر، نن ګوندې د عسکرو او طالبانو د جګړې له وېرې لرې تللی وي ځکه ناوخته شو.

تورپیکۍ کیږدۍ ته ورننوته او په چایجوښ یې لاس کېښود؛ چای لا تر اوسه تود دی خو خدازده چې لالا نن ولې ځنډ وکړ ؟
رښتیا چې نن د لالا د شپېلۍ غږ نه راتله، د ادې خبره سمه ده چې لالا به دې نن لیرې تللی وي، خدای دې د مورکۍ اټکل درست کړي خو زه وېریږم، هسې نه ……

د ګونګروګانو شرنګار یې د فکر ټال وشلاوه او په منډه له کیږدۍ راووته؛ ادي وه ادي، لالا راغی لخیره.

چیغه یې کړه؛ لالا رازه چای مې درته دم کړی، ته به نن زیات ستړی وې ته چای وخوره او زه به رمه پنډ کړم.

تورپیکې څک شوه خو د لالا غږ یې تر غوږو نشو؛ لالا وه لالا، ولې غږ نکوې ؟

خو چې ځواب یې وانه ورید د رمې په لورې ورغله؛ وري ګډ ـ وډ او خواره واره ناست ول، داسې ښکارېدل لکه د پیکا ضربې چې کاڼه کړي وي او یا د خپل مجازي څښتن په مړینه ویر کوي.

تورپیکۍ منډه کړه او د مور غېږې ته ور ولوېده؛ ادې رمه راغله خو لالا ورسره نشته او بیا په سلګیو شوه.

د زړې مورکۍ د سترګو برغولي له اوښکو ډک شول او غټې ـ غټې اوښکې یې د مخ په کونځو کې کږې ـ وږې روانې شوې.

له خولې یې سوڼ هم ونه خوت او مور ـ لور په سلګیو شروع وکړه؛ تر سهاره یې اوښکې تم نشوې خو زړې مورکۍ به تورپیکۍ ته درواغجنه تسلي ورکوله؛ ته مه خفه کیږي لوري، لالا به دي خدای راولي، او بیا به ورته ته پخپله د مدو اکا لور وغواړې.

هغه خو ښه نجلۍ ده او ستا ملګرې ده، ستاسره دې لالا هم وعده کړې چې وریندار به دې جنګ نه درسره کوي.

تورپیکۍ د خیرن ټیکري په پیڅکه اوښکې پاکې کړې؛ دا وار مې دې لالا خدای راولي زه به یې غوږونه ور خلاص کړم چې بیا داسې کار ونکړي، ته ګوره سهار شو او موږ ویده نشو، خدای مې دې په لالا تود باد هم نه لګوي.

مور او لور په ګډه امین ووایه او بیا یې مورکۍ ته د اوداسه لپاره لوټه ډکه کړه.

★★★ ★★★ ★★★ ★★★

له لمانځه وروسته دواړه په کیږدۍ کې وغځېدلې؛ تورپیکۍ له چایجوښه څادر لرې کړ، لاس یې په کېښود او بیا یې په موسکا وویل؛ ته یو وار راشه همدا یخ چای به درباندې خورم.

شپې خپل تور څادر ټول کړی و او د رڼا سپین څادر په دښته خپور و.

تورپیکۍ له کیږدۍ راووته او لږ ورهاخوا د وړې غونډکۍ سر ته پورته شوه.

لیرې یې یو څه خوځنده شیان تر سترګو شول، په تندي یې لاس کېښود او زیر ـ زیر یې هماغې لور ته کتل، خوځنده شیان ورو ـ ورو لویېدل او د انسانانو بڼه یې خپلوله.

تورپیکۍ ورو ـ ورو ور روان شوه؛ د را روانو خلکو پر اوږو یې یو کټ ولید، تلوسه یې زیاته شوه او قدمونه یې چټک کړل.

لږه شېبه وروسته یې مدو اکا وپېژاند.د مدو اکا د مخ پاڼه تک زیړه وه او د لاس په اشاره یې پیکۍ وپوهوله چې چوپ اوسه او په موږ پسې رازه.

کټ یې د کیږدۍ مخې ته کېښود؛ تورپیکۍ کیږدۍ ته منډه کړه او په زوره ـ زوره یې چیغې ووهلې:

ادې لالا مړ شو، ادې زما خوله رښتیا سپېره وه، لالا مې ظالمانو رانه واخیست.

مدو اکا کیږدۍ ته ورننوت؛ د زړې مورکۍ په تندي یې لاس ورکېښود، او بیا یې پیکۍ له مټه ونېوله:

خدای دې دواړه وبخښي او هغه ظالمان دې خدای هلاک کړي چې په یوه مرمۍ دوه قتلونه کوي.!

ملي اردو په صحرايي محکمه کې د طالب په تور شپونکی وژني (ویډیو)نشرونکی: عبد الله برخه: افغانستان 2015/08/22 نن ټکی اسی…
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د