افغانستان

سرپل: د کوهستاناتو ولسوالۍ یو ځل بیا طالبانو نيولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ د سرپل ولایت ځايي چارواکو وویل چې د کوهستانات ولسوالۍ دوی د طالبانو څخه بیرته نیولې، خو طالبان ادعا کوي چې دوی دغه ولسوالي د یوه ورځي تکتیکي پرشا تګ وروسته یو ځل بیا نیولې.

د سرپل سرپرست والي عبد الجبار حقبین تیره ورځ وویل چې ددوی ځواکونو سهار وختي د کوهستانات ولسوالۍ او د هغه شاوخوا ډیري سیمي د طالبانو څخه ونیولې، او طالبان د قلعه شهر خواته وتښتېدل، چې دوی یی تعقیب کوي.

نوموړي ویلي وه چې طالبانو ددغه ولسوالۍ څخه یو شمېر امبلانسونه او نور وسایل هم له ځانه سره وړي وه.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی آسیا ته په یوه رالیږل شوي برېښنالیک کې ویلي چې ددوی د جنګیالیو پر شا تګ یو تکتیکي پلان وو، چې د هیڅ تلفاتو نه ورکولو په صورت کې عملي شو.

نوموړي زیاته کړې چې نن سهار یو ځل بیا طالبان وتوانېدل چې دغه ولسوالۍ ونیسي.

د قاري یوسف په وینا د طالبانو په دغه عملیاتو کې زیات شمېر عسکر ووژل شول او یو شمېر ټانګونه او رینجر موټر هم تخریب شول او ډیره اندازه وسلې او مهمات دوی غنیمت کړل.

قاري یوسف وايي طالبانو اوس د ولسوالۍ په شاوخوا سیمه کې تصفوي عملیات پیل کړي.

طالبانو دغه ولسوالۍ د تیري میاشتي پر شپږمه (زمری ۶) نیولې وه.

باید وویل شي چې تر اوسه په دې اړه دولتي او سیمیزه چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x