نظــر

د افغانانو وړیا وینه او د پاکستان او روسیې نوې اړېکې

لیکوال: پامیر زیارمل

د ۲۰۱۵-م زېږدي کال د اګست میاشتې په ۲۰-مه نېټه د امریکا وتلې ورځپاڼې The Wall Street Journal په یوه لیکنه کې اندېښنه څرګنده کړې وه، چې پاکستان له امریکا څخه لېرې کېږي او روسیې ته، چې اوسمهال د واشنګټن تر ټولو لوی سیال دی، نژدې کېږي. د لیکنې د کښنونکي په اند، د پاکستان له لوري د روسي مي-۳۵م ډول یرغلیزو چورلکو پېرېدل او له کراچۍ څخه تر لاهور پورې د روسیې له خوا د ګاز جوړېدونکې نللیکه د دواړو هېوادونو تر منځ د نوو اړېکو ښې بېلګې دي.
ورځپاڼه د پخواني پاکستاني ډيپلومات ظفر هلالي له خولې لیکي، چې پاکستان نور نه غواړي امریکا ته اړ هېواد وي. که څه هم چې پاکستان امریکا ډېر مهم ملګری ګڼي، خو بیا هم هغه نوي  بلونجونه لټوي.

له دې لیکنې څخه یوه ورځ وروسته بلې نامتو امریکايي ورځپاڼې Washington Post خبر ورکړ، چې شونی دی امریکا پاکستان ته له «حقاني شبکې» سره د مبارزې لپاره بېلې شوې پیسې په دې پلمه کنګل کړي، چې پاکستان په اړینه توګه له دې شبکې سره جګړه نه کوي. پنټاګون د پاکستان واکمنو ته خبر ورکړ، چې د ۳۰۰ میلیونو ډالرو ورکول به وځنډول شي، که امریکايي پوځیان دا لاسوند لاسته را نه وړي، چې پاکستان په اغېزمنه توګه له «حقاني شبکې» سره جګړه کوي. سږکال امریکا له پاکستان سره د ۱،۱ میلیاردو ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده او په ټولیزه توګه په تېرو ۱۳ کالو کې واشنګټن اسلام آباد ته ۱۳ میلیارده ډالره بېل کړي دي.

ټولمنلی حقیقت دی، چې په سیاست او هغه هم په نړیوال سیاست کې تصادفي پېښې نه وي، نو ځکه په پر له پسې د دغو دوو خبرو له خپرېدلو وروسته ګڼو روسي ختیځپوهانو او رسنۍ والو په یوه خوله وویل، چې امریکا غواړي پر پاکستان فشار راولي، تر څو هغه پر خپل سیاست بیا کتنه وکړي او له روسیې سره ستراتېژیکې اړېکې ټینګې نه کړي.

د روسانو په اند، په پاکستان کې د امریکانانو تر ټولو لومړۍ موخه د ولسمشر ولادیمر پوتین د کلک ملګري سېرګي چېمېزوف د «روستېخ» شرکت له لوري له کراچۍ څخه تر لاهور پورې د ګاز نللیکې د غځولو د چارو ټګنۍ کول دي. د «روستېخ» روسي شرکت به د ۲۵ کالو لپاره د ګاز د جوړېدونکې نللیکې خاوند وي او دا په خپل وار د دې معنا ورکوي، چې روسیه به په سیمه کې د پخوا په پرتله ډېر نفوذ ولري. امریکایان چې د اوکراین له کړکېچ څخه وروسته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د روسانو د ځپلو لپاره هلې ځلې کوي، دا نه شي زغمولای او منلای، چې اسلام آباد د دوی له چورليځ څخه ووځي او د ګاونډي ایران په څېر د مسکو ستراتېژیک ملاتړی شي.

له بلې خوا، د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه، چې روسيې ته د خوراک توکو واردات ډېر کړي او دا په ښکاره توګه د لوېدیځ له لوري پر مسکو لګېدلي بندیزونه له صفر سره ضربوي. که څه هم چې په تېر کال کې د پاکستان او روسیې تر منځ راکړه ورکړه ۱۴ سلنه کښته شوې ده، خو بیا هم دواړو هېوادونو هوډ کړی، چې د راکړې ورکړې حجم ۴۲۰ میلیونو ډالرو ته پورته کړي.

د اسلام آباد او مسکو تر منځ نژدې والي امریکایان هغه مهال اندېښمن کړل، کله چې د ۲۰۱۴-م زېږدي کال په جون کې روسیې پر پاکستان باندې د وسلو د پلور بندیز لېرې کړ او لوړپورو پاکستاني پلاوو په پر له پسې توګه روسیې او بېلاروس ته سفرونه پیل کړل. کله چې له ۴۵ کالو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د روسيې د دفاع وزیر د نوامبر په ۲۱-مه نېټه پاکستان ته رسمي سفر وکړ، ټول وپوهېدل، چې پاکستان د امریکا پخوانی نژدې ملګری نه دی او خپلواک باندنی سیاست غواړي. زما په اند، هغه مهال امریکا او هند په ګډه د پاکستان د ځپلو لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړه، چې اوس هغه پړاو په پړاو پلي کېږي.

داسې برېښي امریکا او هند غواړي دا هېواد د بېوزلو افغانانو په مټ وځپي. د بېلګې په توګه، د حکومت د اجرايي مشر سلاکار سيد اقا حسين فاضل سنچارکي ګواښ وکړ، چې «که پاکستان له تروريزم سره په مبارزه کې رښتونى ګام وا نه خلي ، افغان امنيتي ځواکونه او نړيواله ټولنه به د ترهګرو ځالې په ګوته او تر بريد لاندې راولي». ښکاره خبره ده، چې د پاکستان پر خاوره برید به د جګړې پیل وي، چې تر ټولو ډېر ضرر به یې ولسي افغانانو ته ورسېږي.

په افغانستان کې د پاکستان د جمهوریت په وړاندې د کرکې نوې څپه د شاه شهید په سمیه کې له درنې چاودنې څخه وروسته پورته شوه. که څه هم چې په کابل کې چارواکي او امریکايي پلوه رسنۍ ټینګار کوي، چې دا ځانمرګی برید و، خو داسې ښکاري، چې امریکا د دې چاودنې تر شا ولاړه ده، تر څو د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه پیل کړي او یا لږ تر لږه پر اسلام آباد روحاني فشار راولي، تر څه هغه له روسانو سره له نژدې اړېکو څخه لاس پر سر شي.

د شاه شهید په ګڼ مېشته سیمه کې له درنې چاودنې څخه وروسته، چې له پوځي اړه وسله والو طالبانو ته هیڅ ګټه نه لري، ډېرې پوښتنې راپورته شوې. ځېنو افغانانو له پېښې یوه شېبه وروسته په ټولنیزو شکبو کې ولیکل، چې دا موټر بم  نه، بلکې هوايي برید و. د تمیم تکل په نامه یو تن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو: «د برید مرکز ۱۵ متره ژور تللی یعنی تخریب په عمودي ډول ترسره شوی دی، حال دا چې د نړۍ په کچه د موټر بم تخریب په افقي ډول وي».

د سیمې اوسېدونکو هم له چاودنې وروسته د لاریون په ترڅ کې ویل، چې دا د خارجیانو هوايي برید و. لاريون کوونکو چې د پېښې ۱۰ تنه ټپیان هم ورسره وو، د کابل ښار د کارته نو عمومي سړک د ترافيکو پر مخ تړلی و او د دولت پر ضد يې شعارونه ورکول.

د لاريون یو تن ګډونوال وویل، چې دی د هغې شپې د پېښې عینې شاهد او په ښي لاس ټپی شوی دی. د ده په خبره د چاودنې تر غږ وړاندې په سیمه کې شنه رڼا خپره شوه وروسته زوروره چاودنه وشوه.

دغه لاريون کوونکی، چې ځان احمدالله رسنیو ته ورپېژنده وویل،  چې دوی موټر بمونه وړاندې هم لیدلي دي، خو په خبره يې موټر بم بريد ځمکه دومره نشي ژورولی چې اوبه پکې راووځي: «حکومت دې ورشي په پنځمه حوزه کې دې هم د پولیسو پر اکاډمۍ موټر بم بريد وګوري، که يې هلته یو متر ځمکه هم ژوره کړې وه، موږ به دا بريد موټر بم وبولو».

لاريون کوونکو له ځانو سره د اوسپنې ګڼې ټوټې هم لېږدولې، چې د دوی په خبره په شاه شهید کې د راغورځول شوي بم ټوټې دي، د محمد ظاهر په نامه د لاريون یو تن ګډونوال رسنیو ته وویل، چې دغه چاودنه د موټر بم نه؛ بلکې د بهرنیانو له لوري د الوتکې بمباري ده.

د «افغانستان د ملي پیوستون نهضت» ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني هم وویل، چې د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې خونړۍ چاودنه ځانمرګی برید نه، بلکې هوايي حملې ته ورته وه.

ښاغلي ګیلاني له طلوع تلویزون سره په خبرو کې د هغې لارۍ ویډیويي فلم جعلي وباله، چې د یو شمیر رسنیو په باور له منفجره موادو ډکه وه او په یاده سیمه کې چاودیدلې.

نوموړي وویل چې د شاه شهید پېښه هغو هوايي بریدونو ته ورته وه چې روسانو د پخواني جهاد پرمهال ترسره کول. ښاغلی ګیلاني زیاتوي:

«د جهاد په شپو کې چې روسانو پر مونږ “نیپال” بمونه غورځول، لس یا شل متره ځمکه به یې کیندله، په شاه شهید سیمه کې هم ځمکه هماغسې کیندل شوې».

سید اسحاق ګیلاني د لارۍ په وسیله د چاودنې ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل:

«زه لارۍ نه منم، د دې لارۍ اثار نه شته، یو ټایر یې نه شته، اوسپنه یې نه شته، دا خو امکان نه لري چې د لارۍ هیڅ اثار پاتې نه شي».

نوموړي پر ولسمشر اشرف غني غږ وکړ چې د لارۍ په اړه ټینګ تحقیقات وکړي او له ولسمشر یې وغوښتل چې خلکو ته د منفجره لارۍ پاتې شوني وښيي.
ښاغلي ګیلاني زیاته کړه چې که افغان امنیتي ادارې د پېښې د څرنګوالي د کشف وړتیا نه لري، له بهرنیو هیوادونو څخه دې مرسته وغواړي، ترڅو د نوموړي په وینا، د منفجره توکي د هویت په کشف کې ورسره همکاري وکړي.

وسله والو طالبانو هم ویلي، چې تر پلټنو وروسته ورته معلومه شوه چې د دوی ملګري په دغه چاودنه کې هیڅ لاس نه لري او نه هم داسې بریدونه د دوی هدف دي. د طالبانو ویاند رسنیو ته داسې وویل: «دا ډول انفجارات نه خو د مجاهدینو لپاره کوم هدف دي او نه هم کومه لاس ته راوړنه، تر ټولو مهمه لا دا چې اسلامي اصول د داسې کړنو اجازه هیچاته هم نه ورکوي».

له دې ټولو لاسوندونو څخه موږ دا پایلنیوی کولای شو، چې امریکایان او په سیمه کې د دوی ملګري غواړي د خوارو افغانانو په وړیا وینو خپلو ناوړو موخو ته ورسېږي او افغانستان یو ځل بیا په وینو کې ډوب کړي. له بده مرغه، د ع او غ حکومت یوازې او یوازې په خپلمنځي سیالیو اخته دي او د افغانستان د لوړو ملي ګټو پر ځای د امریکا ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

پامیر زیارمل،

د مسکو د نړیوالو اړېکو د دولتي پوهنتون استاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x