نظــر

کيدای شي ليون پنيټا ليونی شي

leon Panetta and dempseyپدې وروستيو کې دافغان ځواکونو لخوا په بهرنيو ځواکونو حملو شدت موندلی او پکې غربي ځواکونو ته دپام وړ تلفات اوښتي.  دا پداسې وخت کې ده چې طالبانو خپلو ليکو ته دافغان امنيتي ځواکونو دجلب او جذب لپاره دعوتي ګامونه هم ګړندي کړي، چې پدې لړ کې هغوی ((دغازي آباد غازي)) په نوم يو نوی فلم هم خپور کړ، او همدغه راز دهغوی دمشر ملا محمد عمر مجاهد دکمکي اختر په پيغام کې هم دې موضوع ته ډير پام شوی وو، په پيغام کې دا بريدونه کاري بلل شوي، چې کوم ځوانان دا ډول بريدونه ترسره کوي هغوی ستايل شوي، او نور افغان ځواکونه يې هم دې ډول بريدونو ته هڅولي.

 همدغه راز طالبانو له خپلو نورو مطبوعاتي وسائلو مجلو، ويب پاڼې، فلمونو، ترانو، او موبايل له لارې دا پروسه جاري ساتلې، چې دطالبانو په وينا له دې لارې يې د افغان امنيتي ځواکونو په بيلا بيلو ارګانونو کې نفوذ پيدا کړی، او پدې لړ کې ډيرو سرتيرو اړيکې ورسره ټينګې کړي، او له ليدنې وروسته ورته دطالب مشرانو لخوا بيلا بيلې دندې سپارل شوي، چې ځينو يې ورسره په خارجي عسکرو دبريد کولو، ځينو يې ورسره دلوړ رتبه چارواکو دله مينځه وړلو او ځينو نورو ورسره دخارجي قواو مينځ ته د فدايې حمله کوونکو درسولو او رهبري کولو وعدې کړي، دطالبانو په وينا ډيرو جلب شوو کسانو خپلې ژمنې رښتيا کړي، چې ځينې يې پکې د بريمنو عملياتو له ترسره کولو وروسته په تيښته بريالي او له دوی سره يوځای شوي دي، او طالبانو يې وخت پر وخت ويډيويې کلپونه هم خپاره کړي، او ډير يې په غربي ځواکونو باندې دبريد کولو لپاره دموکې په لټه کې دي.

کره کتونکي وايې دطالبانو دا ادعاء تر ډيره ځايه سمه هم ده چې پدې وروستيو کې ددې ډول پيښو زياتيدا دطالبانو دصداقت او رښتينوالي شاهدي ورکوي.

ياده دې وي چې دامريکا وزير دفاع ليون پنيټا هم امنيتي ځواکونو ته دطالبانو نفوذ تائيد کړ.

دنظامي چارو کارپوهان وايې چې دا ډول بريدونه ددښمن په روان ډيره اغيزه کوي، او د هغه په عصباني کولو کې مهم رول لوبوي، ځکه هغه يوه ګړی هم ځان خوندي نه احساسوي، او نه هم په خپلو خوندي اډو کې دخونديتوب احساس کوي، بلکه دهغه په دماغو هر وخت ديوې ناوړې پيښې درامينځ ته کيدو وريځ خپره وي، چې له امله يې هغه له رواني ستونزو سره مخ کيدای شي.

 ديادونې وړ ده چې پدې ورستيو کې پنټاګون تائيد کړه چې په ځواکونو کې يې رواني ناروغئ زياتې شوي، نو له همدې امله دوی غواړي چې دخپل فوځ لپاره نور درواني ناروغيو د تجربه لرونکو ماهرو معالجينو او  ډاکټرانو شمير زيات کړي.

دا خبر په داسې وخت کې مخې ته راځي چې له دې څخه وړاندې رسنيو خبر خپور کړ، چې په خارجي ځواکونو دافغان امنيتي ځواکونو پرله پسې بريدونو د امريکا ددفاع وزير ليون پنيټا انديښمن کړی، او زياته کړې يې ده چې دا بريدونه د دواړو خواوو ترمنځ پر همکاريو اغېز شيندي.

کارپوهان وايې چې په جګړه کې ديوه ځواک ماته دټول هيواد په خاصه توګه دهيواد ددفاع وزير ته راجع کيږي، ځکه نو د ليون پنيتا انديښنه پر ځای ده، ځکه که دې ډول پيښو دوام پيدا کړ امريکا مجبوره ده چې له افغان دولت سره خپلې همکارئ ته دپای ټکی کيږدي او خپلې قواوې په چټکئ سره له افغانستان وباسي.

نظامي کارپوهان دا هم وايې چې که دا بريدونه همداسې په چټکتيا سره روان وو کيدای شي دليون پنيتا انديښنه نوره هم زياته شي، دکارپوهانو له نظره ممکن د نوموړي دا انديښنه دجنون او ليونتوب حد ته هم ورسيږي.

فاتح افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x