نن په انځورونو کي

بیروت: د حکومتي فساد په ضد لاریون «بوی مو وکړ» – انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲، ۱۳۹۴ل): د حکومتي فساد او ګندګیو د نه ټولولو پر ضد د لبنان په پلازمینه بیروت کې د لاریون انځورونه.

دغه لاریون چې وروسته په تاوتریخوالي واوښت، د رسنیو په وینا تر اوسه په کښي ۳۵ ملکي او عسکري کسان ټپيان شوي دي.

دغه لاریون چې «بوی مو وکړ» تر عنوان لاندي پيل شوي، وروسته تر هغه په تاوتریخوالي واښت کله چې امنیتي ځواکونو پر لاریون کونکو ډزي وکړي.

وروستي معلومات وايي چې لاریون کونکو د لبنان په پلازمینه بیروت کې خیمې لګولي، او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.

دغه لاریون کونکي شکایت لري چې په ښار کې هري خواته ګندګۍ پرتې دي، خو حکومت هیڅ باک نه په کوي. هغوی همداسي په دولتي ادارو کې د فساد څخه سر ټکوي. د برق او اوبو کمبوت څخه هم د بیروت اوسیدونکي سر ټکوي.


























ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x