د حلالي روزي ګټلو اهمیت او فضیلت (4)

لیکوال: حامد افغان /

احتکار یا د قیمتي کیدلو له پاره مهم خوراکي توکي زېرمه کول شرعا حرام او ناروا کار دی، ځکه دا په ټولیزه توګه عامو خلکو ته ضرر او تاوان رسوي، او دا تاوان بیخي عام او زیات دي، په دې کار سره د یوې سیمي او ښار خلک زیات متضرر کیږي، له عامو خلکو سره د کوچنیو کارونو خاوندانو ته هم ضرر ده، او آن څارويو او حیواناتو ته هم ضرر ده. احتکار د هر تاجر له وسه نه کیږي، احتکار اکثره لوی او د بیخي ډېرو پیسو خاوندان کوي، یعني دا د روزي ګټلو کارو بار نه دی بلکي دا د پیسو زیاتولو کاروبار ده، نو که عامو مومنانو ته ادنا ضرر رسوي هم په حرمت کې یې شک نشته.

ابو هريره رضي الله عنه فرمایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کونډو او مسکینانو ته روزي ګټونکی داسې دی لکه د الله په لاره کې جهاد کوونکی، او یا ګومان کوم داسې یې وویل: لکه د شپې عبادت کوونکی چې نه ستړی کیږي، او لکه روژتي چې نه یې خوري، یعني پرلپسې روژه نیسي. عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ « السَّاعِى عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالْمِسْكِينِ كَالْمُجَاهِدِ فِى سَبِيلِ اللَّهِ – وَأَحْسِبُهُ قَالَ – وَكَالْقَائِمِ لاَ يَفْتُرُ وَكَالصَّائِمِ لاَ يُفْطِرُ » . البخاري ومسلم

کعب بن عجره رضي الله عنه وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم خواته یو سړی تېر شو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرو چې د هغه پیاوړتیا او بیدارۍ وليدله ویې ویل: یا رسول الله! کاش دا سړی د الله په لاره کې وی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: که دی وتلی وي د خپلو وړو ماشومانو له پاره روزي ګټي؛ نو هم د الله په لاره کې دی، او که وتلی وي خپلو سپینږیرو مور او پلار ته روزي ګټي؛ هم د الله په لاره کې وتلی دی، او که د دې له پاره وتلی وي چې ځان ته روزي وګټي او له سوال او احتیاج نه یې وساتي؛ هم د الله په لاره کې دی، او که د ریاکاري، فخر او ویاړ ترلاسه کولو په نیت وتلی وي نو د شیطان په لاره کې دی.

عَنْ كَعْبِ بن عُجْرَةَ، قَالَ: مَرَّ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلٌ، فَرَأَى أَصْحَابُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ جِلْدِهِ وَنَشَاطِهِ، فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ: لَوْ كَانَ هَذَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ؟، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:”إِنْ كَانَ خَرَجَ يَسْعَى عَلَى وَلَدِهِ صِغَارًا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، وَإِنْ كَانَ خَرَجَ يَسْعَى عَلَى أَبَوَيْنِ شَيْخَيْنِ كَبِيرَيْنِ فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، وَإِنْ كَانَ يَسْعَى عَلَى نَفْسِهِ يُعِفُّهَا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، وَإِنْ كَانَ خَرَجَ رِيَاءً وَمُفَاخَرَةً فَهُوَ فِي سَبِيلِ الشَّيْطَانِ”.رواه الطبراني ورجاله رجال الصحيح وصححه الألباني

په دې حدیث کې دا لاندې کارونه د الله د لاري جهاد بلل شوی دی:

1) خپلو ماشومانو ته روزي ګټل
2) مور او پلار ته روزي ګټل
3) خپل ځان ته روزي ګټل

له دې پرته د ریاکاري له پاره او له تربرونو او خپلوانو سره د سیالي په نیت خواري او دنیا ګټل ناروا او د شیطان لاره ده، متاسفانه نن سبا ډېر خلک د سیالیو برابرولو، د فخر او ویاړ له پاره د ښو موټرو او دنګو کورونو د برابرولو په نیت اوږده سفرونه کوي او سخت زحمتونه ګالي، چې دا کار د لوړ حدیث په رڼا کې شیطاني کار ده او دا د شیطان لاره ده.

روایت کا چې په مکه کې یو هلک و، هر وخت به په جومات کې و، یو وخت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما هغه ونه لیدی نو د پوښتني له پاره یې کور ته ورغی، کور کې یې مور ورته وویل: هغه ډوډۍ خرڅوي، عبدالله له هغه هلک سره ولیدل او ورته ویې ویل: زویه! ډوډۍ څه کوې چې خرڅوئ یې؟! د اوښانو، غوایانو او پسو تجارت پیل کړه، د خوراکي شیانو خاوند دکان خوښوي او د څارويو خاوند باران خوښوي. تفسير القرطبي

په دې کیسه کې زبردست پندونه او عبرتونه نغښتي دي، هغه د کیسې هلک ډېر دینداره او د جومات عاشق و خو کله یې چې کاروبار پیل کړ نو جومات پاته شو، طبعا له کاروبار سره به په بازارونو سر و، خو کله چې د صحابه کرامو وتلي عالم صحابي عبد الله بن عمر رضي الله عنهما هغه وليدی نو د کاروبار په اړه یې مشوره ورسره شریکه کړه، که فرضاً زموږ په زمانه کې داسې کس ولیدل شي نو خامخا به ورته وویل شي چې جومات او دینداري ته دي شا کړه او په سپکه دنیا پسي ورک او لالهانده ګرځې او… خو عبد الله هغه ته په دې اړه هیڅ ونه ویل بلکي د کاروبار په اړه یې مشوره ورکړه او ښه کار یې ورته وښود.

———–

یادونه: ددې لیکني د مخکنیو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ