
سروې: افغانستان په فساد کې د نړۍ څلورم او اسیا کې لومړنی هېواد دی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲، ۱۳۹۴ل): د Verisk Maplecroft په نامه نړیوالي موسسې له تازه راپور سره سم افغانستان د نړۍ په کچه څلورم هیواد دی چې زیات فساد په کي تر سره کیږي.
دغي موسسي ۱۹۸ هیوادونه د پوره دوه کلونو (۲۰۱۲ – ۲۰۱۴) لپاره وڅارل، چې په هغه کې د فساد تکرار، وخت، پراختیا او د فساد کچه وارزول شول او بیا تر ټولو زیات په فساد ککړو هیوادونو په لیست کې د افغانستان نوم څلورم راغلی.
د افغانستان تر مخه صومال، منځنۍ افریقا او سوډان په ترتیب سره په لیست کې ځای موندلی، چې په دې توګه افغانستان د آسیا په سطحه لومړنی هیواد دی چې زیات فساد په کي خپور دی.
باید وویل شي چې دا راپور د روڼوالي نړیوال سازمان له خوا نه دی تایید شوی.
د روڼوالي نړیوال سازمان (ټرانسپرنسي انټرنېشنل) د دې تر مخه په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان د نړۍ په کچه لومړنی هیواد اعلان کړی وو او بیا په ۲۰۱۴ کال کې له صومال، شمالي کوریا او سوډان وروسته څلورم هیواد افغانستان وو.
فساد یا د واك څخه د شخصي ګټو لپاره استفاده كول، رشوت اخیستل، په وهمي پروژو باندي فنډونه خپل بانکي حسابونو ته اچول، ځمکي غصبول وغیره د دولتي چارواکو او په دولتي ادارو دعادي کارکونکو د ورځي معمول ګرځېدلی دی.
په راپور کې راغلي چې د نور فساد او رشوت تر څنګ افغانستان د ګمرک تر نیمايی زیات عایدات غلا کیږي.
د یادي موسسې له خوا په ترتیب لاندي لس هیوادونه د نړۍ په کچه له فساده ډک هیوادونه بلل شوي:
۱- صومال
۲- منځنۍ افریقا
۳- سوډان
۴- افغانستان
۵- ګینیا جمهوریت
۶ – عراق
۷- لیبیا
۸- میانمار
۹ – روسیا
۱۰ – جنوبي سوډان