له پېښې وروسته خبري غونډه

«د امریکا په مرستو ولاړې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۲مه، ۱۳۹۴ل): واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مفصل راپور کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د هغو رسنیو برخلیک څېړلی چې د امریکا په مالي ملاتړ رامنځ ته شوې دي. د ورځپاڼې په باور، دغه امریکايي رسنۍ د امریکایانو له وتلو سره له حیاتي ګواښ سره مخ دي. ورځپاڼه وايي، دغه رسنۍ په یوه «ښمن چاپېریال» کې اوسېږي.

راپور په کابل کې د «نی» خبري ادارې له انګړ څخه پیلېږي. خبریال د «نی» ادارې هغه امنیتي تدابیر بیانوي، چې دغې ادارې له هغې وروسته ونیول، چې د طالبانو له خوا په دې تورنه شوه چې د «امریکایانو د فرهنګي یرغل مرکز» دی. د نی ادارې مالي لګښت امریکایان ورکوي. کله چې طالبانو پر نی ادارې تور پورې کړ چې ګواکې د امریکایانو کلتوري ګټې پالي، دغې ادارې خپلو کارکوونکو ته څو ورځې رخصت ورکړ. د ادارې مشر داسې انګېرله چې د طالبانو له خوا به د برید هدف وګرځي. د نی اداره چې پخوا د دارالامان پر عمومي سړک کې وه، له ګواښ وروسته یې ځای هم بدل کړ.

واشنګټن پوسټ لیکي، د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته، امریکایانو ۱۱۰،۷ میلیونه ډالر ولګول، چې په افغانستان کې «ازادې رسنۍ» پیاوړې کړي. ورځپاڼه وايي: «د طالبانو د حکومت له نسکورېدو سره په دغه جګړه ځپلي هېواد کې ‘ازادو رسنیو’ په ډېرې چټکۍ سره وده وکړه». خو ورځپاڼه دا هم وايي، چې د دغو «ازادو» رسنیو بودیجه او تخنیکي سلاکاران د امریکایانو له خوا ګومارل کېدل. د ورځپاڼې په باور پر افغانستان د امریکا د یرغل له مهمو اهدافو څخه د بیان ازادي وه.

واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د امریکا په مالي مرستو ولاړې رسنۍ «خپلواکې» بولي. ورځپاڼه وايي، د طالبانو د حکومت پر مهال خپلواکې رسنۍ فعاله نه وې.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي: «د امریکا په مالي مرسته د سروې له مخې، نن د سلو شاوخوا ټلویزیونونه او د ۲۵۰ شاوخوا راډیوګانې فعاله دي. له ۲۰۰ زیاتې ورځپاڼې او مجله خپرېږي». د ورځپاڼې په خبره په افغانستان کې دمګړۍ ۳۴ خبري اژانسونه او ۱۷ د ژورنالیستانو د روزنې مرکزونه کار کوي. یو له دغو مرکزونو څخه هم نی دی. د واشنګټن پوسټ له نظره، نی د «ازادو رسنیو» د پياوړتیا لپاره هڅې کوي او خپله بودیجه د امریکا د پراختیايي ادارې له خوا ترلاسه کوي.

د راپور لیکوال له نظره اوس دغه رسنۍ، چې خپلواکې ګڼل کېږی، له دې جدي پوښتنې سره مخ دي چې د امریکایانو له وتلو وروسته، چې تمه ده د ۲۰۱۶ تر پایه به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه وځي، د دغو رسنیو برخلیک څه کېږي. دغه «خپلواکې» رسنۍ خپلې بودیجې له امریکانو ترلاسه کوي، اوس چې امریکایان وځي، دوی د بودیجې له نشت سره مخ کېږي.

ورځپاڼه د یوه ژورنالیست له خولې لیکي، چې دغه رسنۍ به یا له منځه ځي او یا به محلي ځواکونو او یا هم طالبانو ته تبلیغاتي وسیلې ګرځي. د ورځپاڼې په باور، طلوع چې ویل کېږي ډېر کتونکي لري، امریکایانو په لومړي ځل د ۲،۸ میلیونه ډالرو په لګښت پیل کړه. دغه ټلویزیون د حامد کرزي د حکومت پر مهال، کله چې افغان حکومت له امریکایانو سره د امنیتي تړون لاسلیک رد کړ، د افغان حکومت پر ضد پراخه تبلیغات پیل کړل.

ورځپاڼه د پژواک خبري اژانس په اړه لیکي، چې له امریکایانو څخه خپله بودیجه ترلاسه کوي: «امریکایانو ۵،۲ میلیونه ډالرو ولګول چې د پژواک خبري اژانس پیل کړي. دغه اژانس ۱۲۰ کارمندان لري». د ورځپاڼې په باور، پژواک هم په افغانستان کې مخکښ «خپلواک» اژانس دی، چې اوس هم هره میاشت د امریکا د حکومت له خوا ۱۰،۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي.

د ورځپاڼې په خبره، پژواک اژانس اوس کولای شي چې تر یوه بریده خپل لګښت پيدا کړي. د دې ادارې مشر، دانش کړوخېل واشنګټن پوسټ ته ویلي چې سږ کال هڅه کوي پر ځان بسیا شي.

د «سلام وطندار» راډیو مسوول، نجیب الله امیري هم د بودیجې د کمښت له امله خپله اندېښنه څرګندوي، د امریکا ګڼې پروژې سږ کال او یا هم د ۲۰۱۶ تر لومړیو پای ته رسېږي. ډېری راډیوګانې وارله مخه خپل کارمندان له لاسه ورکړي. امیري وايي: «زموږ له اتیا سلنه زیاتې راډیوګانې په ښه مالي وضعیت کې نه دي».

د طالبانو ګواښ

ورځپاڼه ځینو داسې پېښو ته اشاره کوي چې طالبان رسنۍ او خبریالان مجبوروي چې د دوی په خوښه او ګټه تبلیغات وکړي. تر هر څه مخکې، رسنۍ د طالبانو د حاکمیت په سیمو کې نه شي کولای چې د پلازمېنې د راډیوګانو په څېر موسیقي او نور هر څه خپاره کړي.

ځوان انقلابي یوسفزی، په لغمان کې د یوې خپلواکې راډیو مسوول وايي: «د ورځې د حکومت او د شپې د طالبانو له غبرګون سره مخ کېږو». مثلاً طالبان، د ورځپاڼې په خبره، له دوی څخه غواړي چې د دوی وژل شوو ملګرو ته د «شهید» کلمه وکاروي. یوسفزي په خبري غونډه کې له رسنیو څخه غوښتنه وکړه چې ښايي طالبان «ترهګر» ونه بولي. دی زیاتوي: «که موږ ځانونه ناپېيلي بولو، باید طالبانو ته د ترهګرو لقب ونه کاروو». د سلام وطندار راډیوګانو مسوول، امیري بیا وايي چې دوی طالبانو ته د «جګړه مارو» یا «اورپکو» پر ځای یوازې د «طالبان» نوم کاروي.

امیري وايي، چې دوی د طالبانو پر ضد د امریکايي ځواکونو په ګټه اعلانونه نه خپروي؛ ځکه چې بیا د دوی راډیوګانو ته ستونزې راولاړوي. امیري زیاتوي، چې داسې څه هم نه خپروي چې د طالبانو په ګټه تبلیغات وګڼل شي.

 په افغانستان کې تل له رسنیو څخه دا شکایت شوی چې په خپلو خپرونو کې د افغاني ټولنې اسلامي او اخلاقي پولي په پام کې نه نیسي. تېر کمکي اختر کې ډېرو مدني فعالانو او لیکوالو د رسنیو پر غیراخلاقي خپرونو نیوکې وکړې.

avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د