نړۍ

جاپان : يوې امريکايي نظامي اډه کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۲مه، ۱۳۹۴ل): راپورونه وايي، چې د جاپان چاګاميهارا ښار کې د امريکا نظامي اډه «ساګامي» کې چاودنه شوې.

د امريکا دفاع وزارت وياند بېل اوربان منلې، چې نوموړې ودانۍ کې له نيمې شپې وروسته چاودنه شوې، مګر د مرګ ژوبلې په اړه ناخبري ښيي.

اوربان وايي، د چاودنې له امله ودانۍ کې زورور اور لګېدلی او د ودانۍ څه برخې يې سوځولي، خو د ځانۍ تلفاتو راپور نه لرو.
وياند زياتوي، چې اطفايې د اور ختمولو کوښښ کوي، چې شاوخوا ودانيو ته زيان ونه رسيږي.

د يادونې وړ ده، چې په جاپان کې پر امريکايي تاسيساتو کې د چاودنو دا لومړۍ بېلګه ده. د پينټاکون وياند د چاودنې پړه پر چا بار نه کړه او نه يې هم کوم جهت پړه منلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x