د امريکا اصلي واکمن څوک دی؟ اوباما، اسراييل او که…

ليکوال: عبدالحی لزوم

ژباړه: احمدالله احمدزی

امريکايي ليکوالې او ژورنالېستې pola gordon په خپله تازه مقاله کې پوښتنه کړې، چې د امريکا اصلي واکمن څوک دی او يا دا چې امريکا او اسراييل کوم يو حاکم او کوم يو يې محکوم دی؟

په دغه مقاله کې راغلي، چې د واکمن ديموکرات ګوند ۲۲ او د د اپوزيسيون ۳۶ کانګريس غړي د روان اګست مياشت پوره يوه اونۍ په اسراييلو کې تېره کړه او دغو وکيلانو بايد دغه وخت هغو خلکو سره تېر کړی وای، چې دوی يې کانګريس ته لېږلي او بايد د دغو خلکو غوښتنې، ستونزې او شکايتونه يې اورېدلي وای او دا يې ورته ويلي وای، چې امريکا ولې په داسې يوه جګړه کې نښتې، چې د ګټې پر ځای يې زيان ډېر دی او د دغې جګړې زيان امريکا او ګټه يې نورو ته رسيږي.

د لیکوالې په وينا دغو وکيلانو ته د خپلو خلکو او امريکا پر ځای د اسراييلو ګټې مهمې دي.

ليکوال عبدالحی لزوم

ليکوال عبدالحی لزوم

د دغو وکيلانو د سفر لګښت اسراييلي استخباراتي موسسې ورکړی و.

مقاله زياتوي، چې دغه اسراييلي موسسه د امريکايي ولس په ماليو چليږي او د دې خبرې لنډ مطلب دا راوځي، چې د امريکايي ولس په ماليه د امريکايي ولسمشر او جګړې پرېکړه کيږي او هغه هم د پرديو هېوادونو د ګټو لپاره.

مګر د مقالې له لوستو وروسته مې پر مقاله شوې تبصرې ولوستې، نو دا تبصرې هم د مقالې له اهميته کمې نه دي.

تبصره: «د امريکا متحده ايالتونه له تېرو څو لسيزو د اسراييلي ښکېلاک مستعمره ده او همدا رنګه کاناډا، استراليا او برتانيا هم د ‘د لوی اسراييل’ برخه ده.»

تبصره: « دغه ۲۲+۳۶ وکيلان د امريکايي ولس خاينان دي او د خپلو بادارانو اسراييلو غلامان اوخادمان دي. پر دغو خلکو هېڅ باور نه شته، چې د امريکا ټولې ګټې به له اسراييلو قربان کړي او دا خلک زما لپاره هېڅ ارزښت او درناوی نه لري او بايد ښه سپک شي»

تبصره: «رما په نظر اوباما بايد دغه ټول وکيلان په يوه کوټه کې بنديان کړي او په اړه يې څېړنې وکړي، که دا ثابته شي، چې دوی له اسراييلو يو ډالر هم اخيستی وي، نو ټول بايد د ملي خيانت په تور په زندان کې واچول شي.»

تصبره: «موږ بايد پر يهودانو شرط ولګوو، چې يا دې د اسراييلو تابعيت واخلي او يا د امريکا. له دواړو بايد منعه شي؛ ځکه چې دا ډېر شري خلک دي.»

تبصره: «که اوباما کې لږ غيرت هم وي، بايد بهرنيو چارو وزارت ته امر وکړي، چې د دغو وکيلانو پاسپورټونه ضبط کړي، چې بېرته امريکا ته را ونه ګرځي.»

تبصره: «اوباما بايد د دغو خاينو وکيلانو په سفر خپل غبرګون وښيي او سزا ورکړي، که نه تاريخ به اوباما د امريکا تر ټولو کمزوری او بې کاره ولسمشرانو کې وشمېري. دغه وکيلان څنګه زموږ ډالر او مرستې زموږ د هېواد پر ضد کاروي. دغو وکيلانو بايد د هغو شپږ زرو فلسطنيانو پوښتنه کړې وای، چې له هر ډول تور او ګناه پرته د اسراييلو په زندانو کې پراته دي او دوی بايد هغه ظالم ديوال څخه ليدنه کړې وای، چې د فلسطين پر ځکمه زموږ په ډالرو جوړ شوی دی. دغه خاين او د اسراييلو غلام وکيلان دې څو شپې نورې هم وکړي، چې د اسراييلي ظالمو عسکرو په لاسونو د فلسطنيانو مړي او ويجاړ شوي کورونه وګوري.»

دغه امريکايان، چې د ليکوالې پر مقاله يې تبصرې کړي، له صهيوني عربانو زر ځلې غوره او بهتر دي. دغه واکمن عربان د اسراييلي ښکېلاک پلويان او مرستيالان دي او د دوی د بې غيرتۍ له امله د فلسطين خاوره د اسراييلو په لاس کې ده. همدغه بې خونده واکمن عربان د اسراييلي ښکېلاک پر وړاندې جنګېدونکي مجاهدين وسله وال دښمنان بولي.

دا چې زه له امريکا او امريکايانو سره له پنځه پنځوس کالو زياته تجربه لرم، نو ويلی شم، چې د امريکا ازادو رسنيو کې امريکايي ځوانان له يو شمېر يهودانو پرته ټول د اسراييلي ښکېلاک مخالف دي.

د امريکا ستونزه دا ده، چې امريکايي ولس هم په تيارو کې ساتل شوی او د خپل ازاد نظر په وهم او ګومان کې څرخي.

د امريکا پنځوس سلنه شتمني د امريکايي يهودانو په لاس کې ده او همدغه منحوسه ډله چاپي، برېښنايي او غږيزې رسنۍ لري او امريکايي ولس به يوازې هغه څه اوري، چې دغه صهيوني رسنۍ يې ورته وايي.

که امريکا کې رښتيا ازادې رسنۍ وای، نو امريکايي ولس به ډېر ژر د خپلو واکمنانو پر ضد پاڅون کړی وای او حکومتونه به يې نړولي وای.

د امريکا پخوانی ولسمشر انډرو جاکسون وايي: «که امريکايي ولس د واکمنانو پر مالي، بانکي اقتصادي او نورو ظلمونو خبر شي، نو يوه شپه به هم ترې دا خلک واکمني ونه کړي.»

د کليسا پخواني عضو او د اسراييلي امن نهضت غړي يوري اونيري په خپله يوه تازه مقاله کې ليکلي، چې د اسراييلو واکمن څوک دی: نيتنياهو؟ دا فکر غلط دی. د اسراييلي اصلي واکمن Sheldon Adelson يو اتيا کلن امريکايي يهودي، د قمار پاچا او د نړۍ لسم نمبر شته من، چې شتمني يې له ۳۷ ميلياردو امريکايي ډالرو زياته ده، دا سړی د امريکايي کانګريس واکمن ګڼل کيږي.

اونيري وايي، چې د ايډلسن ښځې د اسراييلو په پوځ کې دنده ترسره کړې او حربي پوهنځی يې لوستی او دا ښځه د لوی اسراييل خوبونه ويني، په داسې حال کې چې اسراييل په دې اړه له هېچا سره هېڅ مذاکرات ونه کړي او نه له خپل فکره يو اينچ تېريږي. دغې ښځې او مېړه يې د اسراييلو د واکمنۍ لپاره تر ټولو غوره سړی نيتنياهو وباله او د ده د ملاتړ لپاره يې «اسراييل اليوم» ورځپاڼه هم پيل کړه چې دغه ورځپاڼه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وړيا وېشل کيږي.

اونيري وايي، چې واشنګټن کې د اسراييلو سفير رن ډېرمر هم دغې ښځې او مېړه يې ټاکلی دی.

د تعجب وړ خبره خو دا ده، چې ډېرمر په فلوريډا کې پيدا شوی او تر ۲۰۱۵ز کاله د جمهوري پلوو غړی و.

همدغه سړي ۲۰۱۵کال کې امريکايي کانګريس ته د نيتنياهو د وينا غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت او امريکايي ولسمشر د نيتنياهو د وينا اعلان او ملاتړ نه و کړی.

ايډلسن د امريکا راتلونکو ټاکنو په اړه ډېر سرګردانه دی او له ټولو کانديدانو يې غوښتي، چې د ده دفتر ته ورشي.

د ايډلسن له امر وروسته ټول کانديدان ټيټ سري د ده دفتر ته ورغلل او د ټولو موخه دا وه، چې د امريکا ولسمشر شي.

نو دوی څنګه د امريکا د قمار د پاچا او د امريکايي ولسمشرانو د ټاکونکي خبره ردولی شي او همدا سړی خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون او نه ګډون امر کوي. په پارلماني ټاکنو او نورو مسابقو کې هم دا حال دی، چې څوک به يې ګټي او څوک يې بايلي.

د امريکا پخوانی ولسمشر کارټر لاس اينجلس ټايمز ته په خپله يوه مقاله کې ليکلي: «زما د دېرش کلنې تجربې او عمر ټول لنډيز دا دی، چې د امريکايي کانګريس کوم غړی، ولسمشر يا بل چارواکی که د نړيوال قانون، د فلسطينيانو د دفاع او يا د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ د توازن خبره کوي، نو دا کار د ده لپاره د سياسي انتحار په معنا دی.»

امريکايي ژورناليست مايلک سينګ د کانګريس د يو لوړپوړي مامور له قوله وايي، چې د کانګريس له نيمې زيات غړي «۲۵۰-۳۰۰» غړي د اسراييلو پلويان دي او امريکا او اسراييلو د اړيکو پخوانی مسؤول سټفين روزين، چې اسراييلو ته د امريکا د ملي ګټو د پټو رازونو د لېږلو له امله تورن دی د «نيويارکر» ورځپاڼې خبريال جيفري ګولډ بيرګ ته په ډېر ډاډ وويل، چې دی کولای شي، چې هر وخت وغواړي، د اسراييلو لپاره د امريکايي سناتورانو رايې په اسانۍ راخپلې کړي، مګر تر ټولو څرګنده او روښانه خبره د ارييل شارون ده، چې ۲۰۰۱ اکتوبر په درېيمه يې د لويديځې تراډه د بيا نيولو امر وکړ او د غزې هوايي ډګر او نورې سيمې يې ونړولې.

د ۲۰۰۱م کال اکتوبر کې چې ايريل شارون د غزې لويديزه تراډه ونيوه او د غزې هوايي ډګر يې ونړاو، نو شارون د شمعون پيريز له قوله وويل: «هر ځل، چې موږ کوم ګام اخلو، نو ته ما ته وايې، چې امريکا به خوا بدې شي، دا به وکړي او هغه به وکړي، مګر زه درته يوه خبره په زغرده وايم، چې د امريکا له فشارونو مه وېرېږه، موږ يهودي ملت پر امريکا واکمن يو او امريکايان هم پر دې خبره پوهيږي.»

دا په نړۍ کې د سترو او قوي هېوادونو حال دی او دغه هېوادونه نور د تاريخ ډېران ته روان دي. د دې ستونزې لامل دا نه دی، چې دې هېوادونو کې تکړه او په کار پوه خلک نه شته، بلکې يوازېني لامل امپرياليستي نظام دی او اصلي واکمن همدا نظام دی. امريکايي متل دی، چې څوک سره زر لري، هغه به واکمن وي.

اصلي واکمنان اوباما، نيتنياهو يا د قمار پاچا نه دی، بلکې اصلي حاکم هغه امپرياليست دی، چې د دغه نظام نوم يې ورکړی او دغه نظام ټول د قمار پاچاهانو او په وال سټريټ کې د دې نظام د څارونکو په خدمت کې دی او د نړيوال قمار د مرکز څښتنان د نړۍ اصلي واکمنان دي. دا خبره زما په کتاب «د عربي پيټرولو راتلونکی د نړيوال قمار په لومو کې» هم شته.

د خپل ځانۍ او ټولنيزو ګټو د تضاد له امله د دغې ظالمې، غاصبې او اشغالګرې ډلې او امريکايي او نورو ولسونو تر منځ د ګټو او مصالحو د ټکر له امله دغه نظام مخ پر زوړ دی او د دې نظام سقوط او تباهي به د ګردې نړۍ لپاره عبرت وي. د دې زمانې غوره ځانګړنه د لوړو امپراتوريو نړول دي او د شوروي اتحاد نړېدل خو به لا د خلکو له ذهنو نه وي وتي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خالد
میلمه
خالد

احمدزی صیب ! هیله ده د pola gordon د مقالی لینک او یا هم د عبدالحی لزوم د مقالی لینک پوسټ کړی. مننه