کندزعلې آباد اوسیدونکې د بیارغونې په برخه کې دولت په نه پاملرنې تورنوئ
د کندوز ولایت علې آبادولسوالۍ اوسیدونکې په دولت نیوکه کوي چې دیوې لسیزې په تیریدو سره یادی ولسوالۍ سړکونه وران، ښوونځې يي پرته له ودانیو اود رنځورانو لپاره روغتیاېې مرکزونه نلرئ .
دغه اوسیدونکې وايي د کندوز د نورو ولسوالیو په پرتله علې آباد ولسوالۍ ته پاملرنه نده شوي، تردی دمه په دغه ولسوالۍ کې روغتیایې مرکزونه ، سړکونه نشته همدغه راز دوی وايي ګڼ شمیر ښوونځې یې ودانۍ نلرئ.
د علې آباد ولسوالۍ یوتن اوسیدونکې جهان شاه وايي ” په ولسوالۍ کې روغتیايې مرکزونه نشته عادی ناروغان هم د درملنې په موخه کندوز مرکز ته راولوچې دی چارې اوسیدونکې له ګڼوستونزو سره مخ کړیدي ډیری وختونه د خرابو سړکونو اولارو له امله ناروغان په لاره ضایع کیږي. “
خود کندوز ځايې چارواکې بیا ددغو اوسیدونکیو ادعاوي بې بنسټه بولې او زیاتوي دامهال په یاده ولسوالۍ کې د بیارغونې کارونه په چټکې سره روان دی.
د علې آباد ولسوال محبوب الله سعیدي وايي ” اوسمهال په علې آباد کې د بیارغونې کارونه تربل هر وخت په چټکې سره روان دی هغه د اوسیدونکیوادعاوې اوشکایتونه د بیارغونې په اړه بې بنسټه وبللې. “
داپه داسې حال کې ده چې د کندوز ولایت په یو شمیر لیری پرتوسېمواو ولسوالیوکې د بیارغونې کارونه د اوسیدونکیو په خبره په زړه پورې ندي زیاتره اوسیدونکې دعمراانې پروژو د ټیټ کیفیت څخه شکایت لرئ اوزیاتوي هغه سړکونه چې په لیری پرتوسیموکې په وروستیوکې جوړشوي بیرته د ټیټ کیفیت اونه پاملرنې له امله یوځل بیا ویجاړشويدي.
همایون بابر
۲۱ /۰۸/۲۰۱۲